دوشنبه, جون 29, 2026
Home Blog Page 504

اسیا جام؛نن د افغانستان او هانک‌کانګ په لوبو پیلیږي

0

د اسیا جام سیالیو کې نن افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پر دوام B ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلادېش او سریلانکا لوبډلو سره لوبې لري.

په همدې لوبو کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې په A ګروپ کې لوبېږي.

حامد کرزی او عبدالله عبدالله:احمدشاه مسعود اتل او افغانانو کې نیک نوم لري

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت د هغه مبارزه ستایلې.

حامد کرزي لیکلي، چې هغه د افغانستان د ازادۍ لپاره ولسي مبارزه کوله.

بل لورته بیا عبدالله عبدالله لیکلي، چې احمدشاه مسعود د افغانستان په خلکو کې د یو اتل او مومن شخص په نوم مشهور دی، چې هیڅ ډول تعصب یې نه درلود.

د یادونې ده، چې احمدشاه مسعود له نن ۲۴ کاله وړندې په یو برید کې ووژل شو.

کابل سریال؛مونټریال کې د تماشه‌چیانو د خوښې جایزه وګټله

په مونټریال کې د نړۍوالو سیالیو په ترڅ کې «کابل» نومي سریال د نندارچیانو د خوښې جایزه وګټله.

دغه سریال شپږ برخې لري او د تېر جمهوریت د نسکورېدو کیسه کوي.

یاد سریال د درې میاشتو په موده کې یوناني کاسموټ ټلویزیون جوړ کړی، چې پکې ۵۵ نړیوالو لوبغاړو برخه اخیستې ده.

قطر:افغانستان یوازې پرېښودل د بشري فاجعې معنی لري

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازولۍ مرستیالې، جواهره بنت عبدالعزیز السویدي، د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې ویلي چې افغانستان د بحران له کړکېچ سره مخ دی او که نړیواله ټولنه جدي ګام پورته نه کړي، وضعیت به لا پسې خراب شي.

د السویدي په وینا، افغان ولس د بې‌روزګارۍ، اقتصادي رکود، بندیزونو، لوږې، اقلیمي ستونزو او د کډوالو د ستنېدو له امله د سختو شرایطو سره مخ دی، او نړیواله ټولنه باید یوازې د څار پر ځای د عمل پر لور ولاړه شي.

هغې زیاته کړې چې د افغانستان د ثبات یوازینۍ لاره د افغان لورو ترمنځ خبرې، د بنسټونو پیاوړتیا او د مرستو منظم انتقال دی.

السویدي یادونه وکړه چې قطر د افغانانو د ملاتړ په دوام کې تازه پنځه الوتکې، چې ۱۰۰ ټنه بشري توکي پکې وو، افغانستان ته استولي دي.

ولکر ترک:افغانستان کې ښځې له ټولنیز ژوند څنډې ته شوې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي کمشنر ولکر ترک وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو، څلور کاله وروسته ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه حذف شوې دي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې کې وویل، د افغان ښځو روغتیايي خدمتونو او بشري حقونو ته لاسرسی ډېر محدود شوی دی او اوس هلته پر زېږون د میندو مړینه زیاته شوې.

هغه د ایران او پاکستان له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو د را اېستلو په اړه خبرداری ورکړی.

په همدې حال کې بیا ریچارډ بنټ هم ویلي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څېړنې لپاره باید د څېړنې ځانګړې ډله جوړه شي.

روسیي څېړونکی؛کاورین د طالبانو حکومت له بنده ازاد شو

روسی څېړونکی سویاتوسلاو کاورین چې شاوخوا یوه نیمه میاشتې په افغانستان کې زنداني و، خوشې او مسکو ته ستون شوی دی.

د طالبانو حکومت هغه د کندوز په ښار کې د ګرانبیه ډبرو د قاچاق په تور نیولی و.

تېره میاشت د تاتارستان له ولسمشر څخه د کاورین مور د زوی د خوشې کېدو لپاره مرسته غوښتې وه.

د یادونې ده، چې روسیه د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولي:د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ دویم سکرټر دانیال حسنین د افغانستان د بشري، انساني او ټولنیز اقتصادي وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې.

هغه د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنر راپور وستایه او د ښځو او نجونو پر ضد روان محدودیتونه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف بللي.

د اسلامي همکاریو سازمان له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو د زده کړې او کار حقونه تضمین کړي.

دغه سازمان د نړۍوالو مرستو کمښت ته هم اندېښنه لري او ټینګار کوي چې بېړنۍ مرستې باید زیاتې شي ترڅو د زیانمنو قشرونو ملاتړ وشي.

حسنین له افغان ولس سره د یوالۍ ژمنه کړې او ویلي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي، ځکه دا نه یوازې افغانان بلکې سیمه او نړۍ هم اغېزمنوي.

د نیپال حکومت؛د لاریونونو د فشار له امله د خواله رسنیو بندیز بیرته لرې کړ

0

د نیپال حکومت پر خواله رسنیو لګول شوي بندیزونه د لاریونونو د فشار له امله بیرته له منځه وړي.

د نیپال حکومت په تېره اوونۍ کې پر خواله رسنیو بندیز ولګاوه؛ خو دې اقدام د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو سخت غبرګونونه را وپارول.

د فساد او حکومتي کم‌کارۍ پر ضد پیل شوي لاریونونه د دغه بندیز له امله نور هم پراخ شول او په تاوتریخوالي واوښتل.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې اداره:په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو کچه ۲۳ سلنه راټیټه شوې

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې خبر ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ټوله کچه ۲۳ سلنه کم شوي دي.

افغانستان چې په ۲۰۲۳ کال کې د دویم ستر پناه غوښتونکي هېواد په توګه یادېده، سږکال یې هم د پام وړ غوښتنلیکونه ثبت کړي، خو شمېر یې ښکته روان دی.

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې افغانانو شاوخوا ۴۲ زره غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو، چې اوس په تدریجي ډول کموالی ښيي.

ریچارد بینیټ:نړۍ باید د افغان ښځو ملاتړ وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بینیټ، ویلي، نړۍ باید افغانستان هیر نه کړي.

هغه د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ او روان تبعیض او بشري حقونو نقض د اندېښنې وړ بللی.

بینیټ په ایکس پاڼه له نړۍ غوښتې چې د افغان میرمنو ترڅنګ ودریږي.

هغه زیاته کړې، افغان ښځو برخه او غږ په سیاست، زده کړو او ټولنه کې د دې هېواد د راتلونکي جوړښت لپاره حیاتي اهمیت لري.

بینیټ په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان لا هم د پرمختګ فرصتونه لري، خو د ښځو د حقونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي ترڅو دغه هیواد د روان بحران څخه وژغورل شي.