پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 503

د پاکستان دفاع وزیر:د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر او والي له افغانستان سره د خبرو کولو اجازه نه لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا آعلی وزیر او والي ته به په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د خبرو اجازه ورنکړي.

خواجه آصف ویلي، د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو اړوند پالیسۍ د پاکستان په اساسي قانون کې واضح دي، او له افغانستان سره له حقوقي پلوه د خبرو اترو مسولیت مرکزي حکومت سره دی، او دوی به هیڅکله د خیبر پښتونخوا ولایتي حکومت ته له افغانستان سره د خپلواکو خبرو اترو اجازه ورنکړي.

نوموړي زیاته کړې، که د خېبرپښتونخوا آعلی وزیر او یا والي د افغانستان اړوند کومه طرحه یا وړاندیز لري باید له مرکزي حکومت سره یې شریک کړي.

بیړنی خبر

0

خواجه آصف وایي پر پاکستان د هند برید پیښدونکی دی

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې حالاتو ته په کتو بریښي چې هند پر پاکستان برید وکړي

رابن رافیل:د کشمېر د پېښې په اړه د بې پرو څېړنو وړاندیز مثبت ګام دی

0

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې رابن رافیل د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې له مخې یې د پهلګام د پیښې بې پرې څیړني دې وشي.

نوموړې له جیو نیوز سره په خبرو کې د پهلګام د پېښې په اړه د بې پرې څېړنو وړاندیز یو مثبت ګام بللی دی.

رافیل ویلي، چې د پېښې څخه پنځه دقیقې وروسته د هندوستان له خوا په پاکستان تور لګول نا مناسب عمل دی.

دغې پخوانۍ امریکايي چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتې چې د ډهلي او اسلام اباد ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې خپل رول ولوبوي.

پوتین:د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو له ونډې اخیستو مننه کوم

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه د روسي پوځیانو ترڅنګ د خپلو سرتېرو د استولو او د کورسک سیمې په نیولو کې د مرستې له امله مننه کړې ده.

ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې روسیې او شمالي کوریا د ستراتیژیکې همکارۍ یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده، چې له مخې یې د یرغل پر مهال د متقابل ملاتړ ژمنه شوې ده.

کیم جونګ اون هم تایید کړې چې د خپلو ځواکونو مرسته یې د اوکراین جګړه کې له روسي پوځیانو سره کړې ده.

پاکستاني رسنۍ؛وزیرستان کې چاودنې ۷ تنه وژلې او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي

0

د پاکستان ځایي رسنیو د خبر له مخې په وزیرستان کې د یوې چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه د سولې د کمېټې په دفتر کې شوې.

یاده پېښه د وزیرستان جنوبي ولسوالۍ د واڼه بازار په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د دغه دفتر ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

راپورونه زیاتوي چې د دې برید هدف سیف الرحمن و، چې د «قوماندان نظیر» په نوم د یوه پخواني وسله‌والې ډلې قوماندان پاتې شوی و.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونه زیات شوي

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.

دوحې ته د طالب پلاوي سفر؛امیرخان متقي د قطر لومړي وزیر سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دوحه کې د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثانی سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي.

دواړو لوریو د افغانستان په سولې او سیاسي ټیکاو خبرې اترې کړي.

د قطر له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان خلکو د ټولو قشرونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

ایران؛د بندر رجايي د چاودنې د قربانيانو شمېر ۴۶ تنو ته رسېدلی

0

د ايران د هرمزګان ولايت د بحران د مديريت عمومي رئيس اعلان کړی چې د بندر رجايي د خونړۍ چاودنې د قربانيانو شمېر ۴۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د بندر رجايي اورلګيدنه لا هم مهار شوې نه ده او د اور وژنې هڅې دوام لري.

د هرمزګان د بحران د مديريت مسؤل زياته کړې چې ۱۰۷۲ تنه ټپيان تر ابتدايي درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي؛ خو ۱۳۸ تنه ټپيان لا هم د درملنې لپاره بستر دي.

عباس عراقچي نتنیاهو ته:ايران هر ډول بريد ته سمدستي غبرګون ښودلی شي

0

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هغه څرګندونو ته چې ویلي د ايران ټول اټومي تاسيسات دې له منځه يوړل شي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي غبرګون ښودلی.

عباس عراقچي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که هر ډول بريد وشي، سمدستي ورته ورته ځواب ورکول کېږي.

هغه زياته کړې چې ايران د خپلو دفاعي وړتياوو په برخه کې بشپړ ډاډ لري او د بهرنیو دښمنانو هڅې به شنډې کړي.

اسماعیل بقایي:د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو خبرې به راتلونکې شنبه پیل شي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ څلورم پړاو خبرې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ پیل شي.

ټاکل شوې چې دا خبرې راتلونکې شنبې ورځ پیل شي.

تر دې وړاندې عمان ویلي وو، چې د دواړو لوریو ترمنځ به د لوړې کچې یوه غونډه هم ترسره شي.

اسماعیل بقايي ویلي، چې له دغو خبرو څخه د اروپايي هېوادونو لرې کېدل د هغوی خپل انتخاب وو.

رویټرز:د هند حکومت د کشمېر پېښې په تور دوه پاکستانيان نیولي

0

د هند حکومت په کشمیر کې د وروستۍ پېښې په تور دوه پاکستاني وګړي نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې درې شکمن وسله وال یې نیولي، چې دوه پکې پاکستاني وګړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند ویلي، چې د دغو بې دلیله ډزو ځواب به پرېنږدي.

اوس مهال په کشمېر کې هند د پلټنې پراخ عملیات پیل کړي دي.