پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 5

ایران:د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته دوام ورکوو

د ایران حکومتي چارواکو ویلي چې د اټومي پروګرام په تړاو به له نړیوالو لورو سره ډیپلوماټیکې خبرې روانې وساتي، خو د خپل اټومي حقونو څخه به شاتګ ونه کړي.

ایراني چارواکو نن ټینګار وکړ چې د بندیزونو دوام د سیمې پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز لري.

په ورته وخت کې لوېدیځو هېوادونو له تهران غوښتي چې د اټومي فعالیتونو په اړه لا زیات شفافیت وښيي

بشپړ خبر؛پاکستان کې پر اورګاډي خونړي برید لسګونه کسان ووژل

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي پر مسیر شوي ځانمرګي برید کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، برید هغه اورګاډی په نښه کړی و چې امنیتي ځواکونه او د هغوی کورنۍ یې لېږدولې.

د بلوچستان بېلتون‌پالې ډلې (BLA) د برید مسؤلیت منلی دی.

د پاکستان حکومت برید غندلی او د امنیتي تدابیرو د سختولو اعلان یې کړی دی.

بریتانیا د کډوالۍ د کنټرول لپاره نوي او سخت تدابیر اعلان کړل

د بریتانیا حکومت نن د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د نویو سختو تدابیرو اعلان وکړ.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه کسان چې په غیرقانوني لارو هېواد ته داخلیږي، د پناه غوښتنې قوانین به ورباندې لا سخت پلي شي.

چارواکو ټینګار کړی چې د سرحدونو امنیت او د کډوالۍ کنټرول د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، خو د بشري حقونو ځینو ډلو پر دغو اقداماتو نیوکې کړې دي.

نړۍ داوخت؛ملګرو ملتونو په غزه کې د بشري ناورین د لا ژورېدو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو نن خبرداری ورکړی چې په غزه کې د جګړو دوام د بشري ناورین وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د دې سازمان چارواکو ویلي، د خوړو، درملو او پاکو اوبو کمښت میلیونونه خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

همداراز نړیوالو مرستندویه بنسټونو له ښکېلو خواوو غوښتي چې ژر تر ژره اوربند وکړي او بشري مرستو ته خوندي لاره برابره کړي.

د چین او پاکستان اړیکې؛پاکستان او چین د اقتصادي دهلېز او سیمه‌ییزو اړیکو پر پراختیا نوې هوکړې وکړې

پاکستان او چین نن اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) دوهم پړاو نور هم پراخ شي.

دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د بیجینګ سفر پر مهال شوې ده.

دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او سیمه‌ییز امنیت په برخو کې د همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

د اشرف غني تازه څرګندونې؛سیاست ته د بېرته راستنېدو هڅه که یوازې سیاسي حضور؟

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې پرونۍ اختریز پیغام کې تر ډېره د افغانستان پر سیاسي وضعیت، اقتصادي ستونزو او د راتلونکې نظام پر اړتیاوو خبرې کړې دي.

که څه هم ښاغلي غني د رسمي سیاسي فعالیت یا کوم نوي حرکت اعلان ونه کړ، خو د هغه د خبرو له انداز څخه داسې ښکاري چې غواړي یو ځل بیا په سیاسي بحثونو کې خپل حضور محسوس وساتي.

شنونکي باور لري چې غني هڅه کوي د هېواد د راتلونکو تحولاتو لپاره خپل دریځ ژوندی وساتي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې په اړه سیمه‌ییز او نړیوال بحثونه روان دي.

ځینې بیا وایي، د هغه وروستۍ څرګندونې ښيي چې نوموړی غواړي ورو ـ ورو د فعال سیاست میدان ته د بېرته راتګ زمینه برابره کړي، خو عملي ګامونه به یې د داخلي او نړیوال وضعیت پورې تړلي وي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې نن د لوی اختر ورځ لمانځل کیږي

نن د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په مذهبي مراسمو او ځانګړو لمونځونو سره لمانځل کیږي.

افغانستان او د منځني ختیځ په یو شمیر هیوادونو کې مسلمانانو د لوی اختر لمونځونه ادا کړل، قربانۍ یې پیل کړې او د خپلوانو، دوستانو او اړمنو خلکو سره یې د اختر خوښۍ شریکې کړې.

د اسلامي هېوادونو مشرانو هم خپلو ولسونو ته د اختر مبارکي ویلې او د سولې، یووالي او سوکالۍ هیله یې څرګنده کړې ده.

بلوچستان؛په هرنایي ولسوالۍ کې نامعلومه وسله‌والو پر ملکي وګړو برید کړی او څلور تنه یې وژلي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ په شاهرګ سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر ملکي وګړو برید کړی، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

راپورونه وایي، وسله‌والو لومړی د سیمې اړوند ځینې برخې کلابندې کړې او وروسته یې پر خلکو ډزې وکړې.

د پېښې قربانیان لومړی د شاهرګ روغتیايي مرکز ته انتقال شوي او وروسته د درملنې لپاره کوټې ته وړل شوي دي.

بلخوا، د ملي ډیموکراتیک غورځنګ عمومي منشي مزمل شاه دغه برید غندلی او ویلي یې دي، سره له دې چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه پراخ حضور لري، بیا هم دا ډول خونړۍ پېښې دوام لري.

هغه ادعا کړې چې د سکرو کانونو او کان‌کېندنې پر سر سیالۍ او نفوذ د دې ډول بریدونو یو مهم لامل دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د قبیلو او سیاسي ګوندونو له سلامشورو وروسته به د پېښې پر ضد احتجاجي غورځنګ پیل کړي.

محمد اشرف غني:افغانستان له برخلیک ټاکونکي پړاو سره مخ دی او ملت بايد د راتلونکي انتخاب وکړي

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په خپل تفصیلي پیغام کې ویلي، افغانستان له یوه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو سره مخ دی او ملت باید د ژوند، ثبات او راتلونکي لپاره مهم انتخاب وکړي.

اشرف غني د اختر مبارکۍ ترڅنګ ویلي، افغانان دا اختر داسې مهال نمانځي چې په هېواد کې د وروستیو بمباریو او ناامنۍ له امله ګڼو کورنیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې سیمه د پراخو بدلونونو پر لور روانه ده.

نوموړي ویلي، افغانستان په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په بې‌سارې ډول منزوي شوی او ډېری هېوادونه اوس افغانستان ته د یوه عادي ګاونډي پر ځای د امنیتي اندېښنې په سترګه ګوري.

د هغه په وینا، د مشروعیت بحران او د خلکو له ارادې پرته واکمني د اوسني وضعیت اساسي ستونزې دي.

پخواني ولسمشر همداراز د بېوزلۍ، لوږې، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو اغېزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې افغان ولس د سختو اقتصادي فشارونو بار پر اوږو وړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان ستونزې ازلي نه دي، بلکې د ناسمو انتخابونو پایله ده.

اشرف غني د ښځو او نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ ملت د ټولنې د نیمایي برخې له فعال حضور پرته پرمختګ نه شي کولی.

نوموړي ویلي، د نجونو له زده‌کړو محرومیت او د ځوانانو نامعلوم راتلونکی د افغانستان اساسي ستونزې دي.

هغه له افغانانو غوښتي چې د هېواد د راتلونکي، مشروع نظام، سولې او ملي یووالي لپاره ملي بحث او تفاهم ته مخه کړي او زیاته کړې یې ده چې د افغانانو ترمنځ جګړه باید هېڅکله بیا تکرار نه شي.

اشرف غني په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ثبات، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لپاره ملي اجماع او د ملت اراده بنسټیز ارزښت لري.

محمد اشرف غني:افغان ولس ته له وينا وروسته، شپږ میاشتې مې د خبرو مخه نیول شوې وه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، شپږ میاشتې وړاندې یې ملت د “ژوند او بربادۍ” ترمنځ له یوه حساس انتخاب سره مخ بللی و؛ خو له هغې وروسته یې د خبرو مخه ونیول شوه.

ښاغلي غني لیکلي، سره له دې چې په دې موده کې یې غږ خلکو ته نه رسېده؛ خو له ولسه لرې او ناخبره نه و.

نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد وضعیت لا هم حساس او بېړنی دی.

هغه زیاته کړې چې که څه هم د خبرو کولو مخه یې نیول شوې وه؛ خو دا یې نه دي روښانه کړي چې چا یا کوم لوري هغه د خپلو څرګندونو او وړاندوینو له شریکولو منع کړی و.