یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 493

عبداللطیف منصور د چین سفیر ته:ارزګان او پکتیا کې د برېښنا پروژو په تطبیق کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور د چین له سفیر سره د لیدنې پر مهال له بیجینګ څخه غوښتي، چې په ارزګان او پکتیا کې د برېښنا پروژو په تطبیق کې مرسته وکړي.

دواړو لوریو همداراز د کاپیسا د باغ‌درې برېښنا بند او د بامیان د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په اړه خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفیر ژاو شینګ ژمنه کړې چې دغه پروژې به ژر پیل شي او چین به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

د بلخ د طالبانو ولایت مقام:بې‌سنده وسلې، زغروال او تور ښیښه‌لرونکي موټرونه دې ژر تر ژره تسلیم شي

د بلخ ولایت د طالبانو ولایت مقام په یوه اعلامیه کې له ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د طالبانو له غړو او مسوولینو غوښتي چې خپلې بې‌سنده وسلې، زغروال وسایط او تور ښیښه‌لرونکي موټرونه د دې ولایت د پولیسو قومندانۍ د ډایاک مدیریت ته تسلیم کړي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د حکم پر اساس ترسره کېږي.

همداراز یادونه شوې چې هغه طالب غړي چې تصفیه‌یې تایید شوې، کولای شي وسلې د ثبت لپاره د ډایاک ادارې ته راوړي.

د طالبانو چارواکو خبرداری ورکړی چې هغه وسایط او وسلې چې ثبت نه وي، په تلاشۍ‌نقطو کې به کس درول کېږي او وسله به یې ضبط کېږي.

همداراز، په موټرونو کې د غیر ضروري انتنونو، نظامي نښو او علایمو نصب منع اعلان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې او چریکي بریدونه زیات شوي دي.

بلاول بوټو:هند اوبه سیاسي کړي او دا یې لیونتوب دی

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ملي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې د هند له خوا د اندوس د اوبو تړون ځنډول په کلکو ټکو غندلي او دا یې د بشریت ضد جنایت بللی.

هغه ویلي چې هند د اوبو سیاسي کول پیل کړي، چې د ملیونونو خلکو عاید ته ګواښ پېښوي او دا کار یې د هند لیونتوب یاد کړی.

نوموړي ادعا کړې چې پاکستان د ترهګرۍ په برخه کې د هند ښکېلتیا ثابته کړې.

هغه له هند غوښتي، چې ترهګري پرېږدي او د ترهګرۍ پر ضد له پاکستان سره همکاري وکړي، که نه نو راتلونکي نسلونه به یې سخت تاوان وویني.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی:پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په نړیواله مبارزه کې له ۹۰ زره نه زیاتې قربانۍ ورکړې

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي اسیم افتخار ویلي، چې کشمير د پاکستان او هند ترمنځ اصلي شخړه ده او باید د کشميري خلکو د ارمانونو مطابق حل شي.

افتخار ویلي، چې پاکستان د پاهلګام په سیمه کې د وروستي ترهګریز برید سره هېڅ تړاو نه لري او له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کوي تر څو په شفافه توګه د پېښې پلټنه وشي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په نړیوالې مبارزې کې له ۹۰ زره نه زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي د هند لخوا د انډس د اوبو تړون ځنډولو باندې هم اندېښنه ښودلې او دا یې د نړیوالو قوانینو نقض بللی.

سمنګان؛د بس چپه کېدو پېښې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د سمنګان-بلخ پر لویه لاره د یو مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۳ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن سهار د ګولايي کفترخانه په سیمه کې رامنځته شوې.

ځایي طالب مسولین وایي، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله امنځته شوې او ټپیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، روغتون ته انتقال شوي دي.

خواجه اصف:نریندرا مودي وروستۍ کړنې د انتخاباتي ډرامو لپاره کوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، که هند د کنټرول کرښې په اوږدو کې هر وخت برید وکړي؛ نو پاکستان به یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي، چې هند سیمه د اټومي جګړې تر څنډې رسولې، او تور یې ولګاوه چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي دا کړنې د انتخاباتي ډرامو لپاره کوي.

خواجه آصف زیاته کړې، پاکستان د پاهلګام برید سره هیڅ تړاو نه لري او د یو شفاف، بې‌پری او نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

هغه دغه راز ویلي، چې پاکستان مخکې هم د هند له خوا د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ناامنیو کې لاس لرل نړیوالو ته ثابت کړي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان قامي اسمبلۍ یوه پریکړه لیک منظور کړی چې پکې د هند د هر ډول یرغل، د اوبو د جګړې، یا نورو پاروونکو ګامونو سره د “سمدستي، پیاوړي او قاطع” ځواب ژمنه شوې ده.

شاشي تارور:افغانستان نور د پاکستان لپاره ستراتیژیکه پانګه نه، بلکې یو دروند بار ګرځېدلی

د هند د پارلمان غړي او د ملګرو ملتونو پخواني چارواکي شاشي تارور ویلي چې د پاکستان نفوذ پر طالبانو په څرګند ډول کم شوی دی.

تارور په یوه مقاله کې لیکلي چې اسلام‌آباد له کلونو راهیسې طالبان د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول؛ خو دا ډله اوس له کنټرول وتلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو له پاکستانه فاصله نیولې، او تحریک طالبان پاکستان هڅه کوي هماغسې له اسلام‌آباد سره وکړي، لکه طالبانو چې له کابل سره وکړل.

تارور ویلي چې افغانستان نور د پاکستان لپاره ستراتیژیکه پانګه نه، بلکې یو دروند بار ګرځېدلی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې، چې له تاریخي اختلافاتو، غلطو سیاستونو او ژورو ایدیولوژیکو نښتو سرچینه اخلي، په چټکۍ سره پراخېږي.

شهباز شریف او ګوتریش؛د پاکستان او هند ترمنځ په دوان کړکېچ خبرې کړې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د جنوبي آسیا پر روان کړکېچ خبرې کړې دي.

شهباز شریف د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سولې هڅې ستایلې او د شخړې د کمولو هرکلی یې و
کړی.

هغه هند د شواهدو په نه وړاندې کولو، جګړه‌پارۍ او د اقتصادي فشار په هڅو تورن کړ.

ګوتیریش هم خبرداری ورکړی چې د پاکستان او هند ترمنځ وضعیت د خطر له کرښې تېر شوی، او دواړو خواوو ته یې د “اعظمي زغم” غوښتنه کړې.

د امریکا دفاع وزیر:د پوځ جنرالان ۲۰ سلنه راکموو

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست اعلان کړی چې د پوځ څلور ستوریز جنرالان به ۲۰ سلنه راکم شي.

هغه ویلي چې د جنرالانو زیات شمېر اړینه ګټه نه لري او باید د ستراتیژیک چمتووالي لپاره بدلونونه راشي.

هګست زیاته کړې چې د ملي ګارد جنرالان هم کمېږي، او دا اقدام د پوځ د لوړپوړو افسرانو د مجازاتو لپاره نه، بلکې د اصلاح لپاره دی.

نوموړي ویلي چې دا بدلونونه به په دقت خو چټک ډول تر سره شي.

د راپورونو له مخې، امکان شته چې د افریقا، اروپا، شمالي او جنوبي قوماندې مرکزي دفترونه سره یوځای شي.

ډونالډ ټرمپ؛خپل کلنی معاش خیریه بنسټونو ته ورکوي

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې خپل کلنی معاش به بیا هم خیریه بنسټونو ته ورکړي.

د امریکا د ولسمشر کلنی معاش ۴۰۰ زره ډالره ټاکل شوی دی.

ټرمپ له دې وړاندې، د خپلې لومړۍ دورې په ترڅ کې هم خپل ټول معاش خیریه بنسټونو ته سپارلی و.

د هغه دا اقدام د ډېرو خلکو له لوري د یوه بشردوستانه عمل په توګه ستایل شوی دی.