پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 494

د پاکستان فدرال څېړنیزه اداره:لس تنه مو نیولي چې افغانانو ته به یې پاکستاني پاسپورتونه جوړول

د پاکستان تحقیقاتي فدرال ادارې ویلي، چې لس تنه یې افغانانو ته د پاکستاني پاسپورتونو د ورکړې په تور نیولي.

سرچینې ویلي، چې یادو کسانو ۴۱ افغانانو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړې وې.

دوی دا څېړنې وروسته تر هغې پیل کړې، چې د سیال کوټ هوایي ډګر څخه د اقا خان په نوم یو افغان د پاکستان په پاسپورت عربستان ته تللی و.

د بریتانیا ځانګړو ځواکونو یو افسر؛د ۱۵۸۵ افغانانو د بیا مېشتېدو مخه نیولې

د بریتانیا د دفاع وزارت اسنادو څرګنده کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو یو لوړپوړي افسر د ۱۵۸۵ افغانانو د بیا مېشتېدو غوښتنې رد کړې دي.

دا غوښتنې د ۲۰۲۳ کال په اوړي کې ورته سپارل شوې وې، خو نوموړي له ارزونې وروسته ټولې رد کړې دي.

بی‌بی‌سي راپور ورکړی چې یادو افغانانو له بریتانوي ځانګړو ځواکونو سره مستندې او مستقیمې اړیکې لرلې.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، دا پرېکړه ښايي له هغې روانې پلټنې سره تړاو ولري چې د بریتانوي ځواکونو له خوا د احتمالي جنګي جنایتونو د تورونو په اړه روانه ده، هغه وخت چې دوی په افغانستان کې مېشت وو.

د سالنګ لویه لاره؛د مسافر وړونکو لویو موټرو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویې لارې د پاتې برخې د رغونې لپاره یې دا لار یو ځل بیا د مساپر وړونکو لویو موټرو پر مخ تړلې ده.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې دغه بندیز کې «۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰» ډوله بسونه شامل دي.

هغه له موټر چلوونکو غوښتي چې د کار تر بشپړېدو حوصله ولري؛ خو د رغونې د پای نېټه یې نه ده مشخصه کړې.

حق‌شناس همداراز ویلي، چې د بار وړونکو موټرو لپاره به د سالنګ اصلي مسیر ته هره بله شپه د تګ اجازه ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې د دې لارې یوه برخه تېر کال کانکرېټ شوې وه، خو د پوره رغونې چارې لا نه دي بشپړې شوې.

رویټرز:هامبورګ کې په چاقو د وهل شویو ۱۸ تنو له منځه د څلورو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی

رویټرز راپور ورکړی، چې د جمعې په شپه په هامبورګ کې پر چاقو د وهل شويو کسانو له ډلې د څلورو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هامبورک کې یوې ۳۹ کلنې ښځې ۱۸ کسان په چاقو وهلي وو.

یادې ښځې وروسته ځان خپله پولیسو ته تسلیم کړی وو.

د المان لومړي وزیر یاده پېښه ټکان ورکوونکې بللې او له کورنیو سره یې غمشریکي کړې.

صدیق صدیقي:د خلیلزاد مېرمن باید له افغان ښځو بښنه وغواړي

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د کورنیو چارو مرستیال وزیر صدیق صدیقي ویلي، چې د زلمي خلیلزاد مېرمن باید له افغان ښځو بښنه وغواړي.

نوموړي ویلي، شرل بنارد باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د خلیلزاد مېرمن ویلي وو، چې افغانستان ته د تګ پر مهال یې ولیدل چې طالبانو ښځو ته د کار اجازه ورکړې او هغوی په کوڅو کې لاس ګاډۍ چلولې.

نوموړې دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه وتلي کډوال باید له طالبانو ونه ډار شي او بېرته افغانستان ته لاړ شي.

۱۳ ورځې ۱۳ شپې فلم؛یو شمېر کتونکو پرې نیوکې کړې، چې د واقعیتونو پرځای پکې احساساتي صحنې راخېستل شوې

له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو او افغان همکارانو د وتلو په اړه پر جوړ شوي فلم نیوکې شوې دي.

د ۱۳ ورځې او ۱۳ شپې په نوم دا فلم د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه پیلیږي.

سره له دې، چې د سکرین ډیلي ورځپاڼه وايي، په دغه فلم کې هڅه شوې، چې پېښې په واقعي معنی تصویر شي؛ خو منتقیدین یې وايي، چې د واقیعت د بشپړ انعکاس پرځای پر احساساتو ولاړ دی.

دغه فلم کې د روشدي زم په نوم یو تن د فرانسوي پولیسو د یو افسر رول لوبوي او ښيي، چې نوموړی څنګه د اګست په پنځلسمه د خپلو فرانسویانو او افغان همکارانو د ژغورنې هڅې کوي.

امریکا؛د سوریې پر موقت حکومت بندیزونه لرې کړل

د امریکا د خزانې وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې، پر سوریه لګول شوي اقتصادي بندیزونه نرم شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په تازه خپور شوي عمومي جواز کې ویل شوي چې له د سوریې له موقتي حکومت سره، چې مشري یې احمد الشرع کوي، راکړې ورکړې ته اجازه ورکړل شوې ده.

د دې پرېکړې له مخې، نور د سوریې مرکزي بانک، دولتي شرکتونه، هوایي کرښې، د ملکیتونو او شتمنیو بانک، د نفتو وزارت، د نفتو محصولاتو عامه شرکت، او د حمص او بانیاس تصفیه‌خونې د بندیزونو له نوملړه وایستل شول.

همداراز، کوم بندیزونه چې مخکې پر موقت ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب لګول شوي وو، لرې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر پر مهال اعلان وکړ چې دا پرېکړه یې د دغه هېواد د ولیعهد، محمد بن سلمان، د غوښتنې پر بنسټ کړې ده.

العربیه:د ترکیې په منځګړیتوب د سوریې او اسراییلو ترمنځ تماس نیول شوی

العربیه تلویزیوني شبکې د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د ترکیې په همغږۍ د احمد شرع په مشرۍ د سوریې د حکومت استازو له اسراییلي لوري سره لیدنه کړې.

یاد چارواکی وایي، د سوریې حکومت د ښه نیت نښې ښودلې او اسراییل به هم ورته چلند ولري.

هغه زیاته کړې چې سوریه یو مهم هېواد دی او د ابراهیمي تړونونو له لارې د دمشق ګډون کولی شي سیمه‌ییز وضعیت بدل کړي.

دغه اسراییلي چارواکي ویلي، امریکا د سوریې د نوي حکومت د بریا ملاتړې ده او له ترکیې سره یې د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره همکاري کړې.

همداراز، ټینګار شوی چې د اسراییلي ځواکونو تر واک لاندې سیمو کې باید د وضعیت تر ثباته کوم برید یا تحرک ونه‌شي.

الجزیره: روم کې د امریکا او ایران خبرې بریالۍ وې

‏د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو پنځم پړاو پای ته ورسیدو سره همهاله الجزیرې د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي روم کې د دواړو هیوادونو ترمنځ روانې خبرې رغوونکې وې او ډېر پرمختګونه ترلاسه شوي، خو لا هم داسې اقداماتو اړتیا ده چې باید ترسره شي.

اوکراین:اته تنه افغانان ددغه هېواد سرحدي سیمه کې نېول شوي

د اوکراین سرحدي چارواکي وایي چې د دوی ځواکونو اته تنه افغان اتباع هغه مهال ونیول، کله چې دوی د بېلاروس له لارې هڅه کوله اوکراین ته په غیرقانوني ډول داخل شي.

دا پیښه د ریوین په سیمه کې شوې ده او نیول شوي کسان دا مهال د قانوني پلټنو لاندې دي.

د اوکراین د دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شول، چې پر مهال یې یو تن له نیولو څخه د تېښتې هڅه وکړه، خو ژر تر ژره ونیول شو.

اوس مهال د دغو کسانو هویت او دا چې څنګه او ولې یې هڅه کوله چې په ناقانونه توګه اوکراین ته داخل شي، تر څېړنې لاندې دي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې دوی کوښښ کوي معلومه کړي چې ایا کوم بل چا له دوی سره د پولو په اوښتو کې مرسته کړې ده او که نه.