یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 492

جي‌شنکر:نړۍ باید نور د ترهګرۍ زغم ونه لري

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکر ویلي، چې نړۍ باید نوره د تروریزم پر وړاندې زغم ونه لري.

هغه دا څرګندونې پر پاکستان تر برید وروسته پر خپله ایکس پاڼه ليکلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند پر پاکستان تر برید وروسته ویلي، چې هلته یې د ترهګرو ډلو نهه ځایونه په نښه کړي دي.

په همدې حال کې بیا پاکستاني لوري هم ویلي، چې دوی د هند یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.

انتونیو ګوتریش:د هند او پاکستان ترمنځ یوه بله پوځي شخړه زغملی نه‌شو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هند له‌خوا پر پاکستان د وروستیو پوځي عملیاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له نورو نظامي اقداماتو ډډه وکړي.

ګوتریش ویلي، نړۍ نور د هند او پاکستان ترمنځ یوه بله پوځي شخړۀ نه‌شي زغملی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره غوره کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې هند پر پاکستان بریدونه وکړل چې ۸ تنه پاکستانیان پکې وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

ډونالډ ترمپ:پر پاکستان د هند هوايي بریدونه د شرم‌‌ وړ دي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ تازه تاوتریخوالي ته په غبرګون کې، د هند له خوا پر پاکستان هوايي بریدونه د شرم‌وړ بللي دي.

هغه ویلي، چې د دا ډول خبرونو اورېدل ډېر د افسوس وړ دي.

د یادونې ده چې پر پاکستان د هند بریدونو کې ۸ پاکستانیان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

پاکستان ددغه بریدونو د غچ اخیستو خبره کوي.

پاکستان:د هند دوه جنګي الوتکې او یو بې‌پیلوټه الوتکه مو نسکورې کړې

د پاکستان پوځ ویلي، چې د هند دوه جنګي الوتکې او یو بې‌پیلوټه الوتکه یې را نسکوره کړې ده.

امنیتي سرچینې هم وايي چې پاکستان د هند پر څو نظامي مرکزونو بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند هوايي ځواکونو تېره شپه د پاکستان پر شپږو بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه کړې، چې له امله یې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

پاکستان:د هند بریدونو کې ۸ پاکستانيان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د هند له لوري د ترسره شویو راکټي بریدونو په پایله کې ۸ پاکستاني ملکیان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د پوځ ویاند احمد شریف چودري وایي، چې هند شپږو بېلابېلو سیمو کې ۲۴ بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې یوه درې کلنه نجلۍ، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او دوې ښځې شاملې دي.

چودري زیاته کړې چې دا بریدونه پر جوماتونو هم شوي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې پاکستان به ورته مناسب ځواب ورکړي.

زلمی خلیلزاد:د کشمیر پېښه او ورپسې د هند بریدونه یوه وېروونکې لړۍ ده

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې هند او پاکستان باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د کشمیر پېښې او ورپسې د هند بریدونه یوه وېروونکې لړۍ ده.

خلیل‌زاد ټینګار کړی چې د وېرې او وحشت لارې تعقیبول د فاجعې سبب ګرځي او دواړه هېوادونه باید د لا زیات کړکېچ مخه ونیسي.

د هند او پاکستان نښته؛یو شمېر هندي هوايي شرکتونو خپلې الوتنې وځنډولې

د هند یو شمېر هوايي شرکتونو د فضايي حریم د سختو شرایطو له امله الوتنې د لنډې مودې لپاره لغوه کړې دي.

د هند اینديګو هوايي شرکت اعلان کړی چې، د سرینګر، جمو، امریڅر، له، چندیګړ او دهارمسالا ښارونو ته او له هغه ځایونو څخه پروازونه لغوه شوي دي.

په همدې حال کې بیا اسپایس‌جېټ او ایر ایندیا هوايي شرکتونو هم ویلي، د هند له یوې برخې بلې برخې ته پروازونه نشي کولای.

هندي شرکتونه دا اقدام د هند او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې تر پوځي جګړې وروسته کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د نړیوالو هوايي کرښو ویاند ویلي چې په هېواد کې د مسافر وړونکو الوتکو پروازونه ځنډول شوي دي.

مارکو روبیو؛ د هند او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو سره د روان کړکېچ په مخنیوي غږېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان له ملي امنیتي سلاکارانو سره خبرې کړې دي.

نوموړي له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې چې له یو بل سره اړیکې دوستانه وساتي او له هر ډول کړکېچ او تاوتریخوالي ډډه وکړي.

بل لورته ډونالد ټرمپ د هند له خوا پر پاکستان هوايي بریدونه د شرم‌وړ بللي دي.

هغه ویلي، چې د دا ډول خبرونو اورېدل ډېر د افسوس وړ دي.

امیرخان متقي؛راتلونکې اوونۍ ایران ته په رسمي سفر ځي

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به راتلونکی اوونۍ دغه هېواد ته سفر وکړي.

سرچینو د یاد سفر موخه، ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د کابل او تهران پر ګډو ګټو خبرې بللې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې متقي څه موده وړاندې قطر ته هم په یو رسمي سفر تللی وو.

د متقي او ډار تازه خبرې؛دوه اړخیزې اړیکې او د متقي لخوا ډار ته کابل ته د تګ بلنه د بحث اصلي ټکي بلل شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ټیلفوني خبرې کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لورویو پر دوو اړخیزو اړیکو او د سیمې پر سولې بحث کړی.

امیرخان متقي یو وار بیا اسحاق ډار ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کشمیر تر برید وروسته پاکستان غواړي د ځان لپاره سیمه کې دوستان زیات کړي.