جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 489

متحده عربي امارات؛امنیتي ځواکونو په شارجه کې جعلي زمزم اوبه جوړوونکی نېولی

راپورونه وایي، د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې امنیتي ځواکونو په هغه استوګنځي چاپه وهلې، چې پکې جعلي زمزم اوبه جوړېدې.

راپورونه زیاتوي، چې تورن کس به عادي اوبه په بوتلونو کې اچولې او د زمزم په نوم به يې بازار ته وړاندې کولې.

چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې بې جوازه محصولات ونه پېري.

په ورته وخت کې د سعودي چارواکو ټينګار کړی چې د حج لپاره د جواز لرل ضروري دي.

بې اجازې حج کوونکي به وشړل شي او لس کلن بنديز به پرې ولګېږي.

د فرانسې ولسمشر؛لېوالتیا ښودلې، چې فلسطین په رسمیت وپېژني

د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون لېوالتیا ښودلې، چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني؛ خو ډېپلوماټان او شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ګام به اسراییل غوسه کړي او د لویدیځو هېوادونو ترمنځ به اختلافات ژور کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې که فرانسه دا پرېکړه عملي کړي، دا به لومړنی لویدیځ هېواد وي چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.

مکرون ویلي، یوازې سیاسي حللاره دایمي سولې ته لاره هوارولی شي، او پلان لري چې له سعودي عربستان سره په ګډه د غزې په اړه نړیواله غونډه جوړه کړي.

رحمت الله نبیل:د لیژه بند ماتېدل یوازې د یو بند ماتېدو په معنی نه؛ بلکې د هغو نظامونو د سقوط په معنی دی، چې اساس یې ریا او دعا ده

د ملي امنیت پخواني رییس، رحمت‌الله نبیل، د لیژه بند د سقوط په غبرګون کې ویلي، چې دا یوازې د یو بند سقوط نه، بلکې د هغو نظامونو سقوط ته اشاره ده چې پر جهل، فساد او استبداد ولاړ وي.

ښاغلي نبیل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«پروژې چې پر علم، تخصص او نظارت نه؛ بلکې پر شعار، ریا او دعا جوړې شي، نتیجه یې پرته له فروپاشۍ بل څه نه‌وي.»

هغه د لیژه بند د سقوط پېښه د هغو نظامونو سمبول بللی چې بنیادونه یې کمزوري وي.

نوموړی وایي:«د ملایي/طالباني استبداد بند به د خلکو د آګاهۍ له بارانه سره ونړېږي، او د خلکو د آزادۍ لار به پرانیستل شي.»

د یادونې ده چې په خوست کې جوړ شوی لیژه بند له پرانیستې شپږ ورځې وروسته سیلاب ویوړ.

د اوکراین ولسمشر؛د اروپایي هېوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه جرمني ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي نن د جرمني پلازمېنې برلین ته رسېدلی.

راپورونه وایي، چې زیلینسکي به په دې سفر کې د جرمني له نوي صدراعظم، فریدریش مرتس، سره د دواړو هېوادونو د همکاریو او د اوکراین پر روانې جګړې بحث وکړي.

مرتس له زیلینسکي سره ژمنه کړې چې د خپلې صدارت دورې پر مهال به د اوکراین په ملاتړ کې لا زیات عملي اقدامات وکړي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې لوېدیځ کې د اوکراین جګړې ته پاملرنه کمه شوې او امریکا هم له کیف سره په مرستو کې احتیاط غوره کړی.

د روسیې دفاع وزیر:له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د ترهګرو ډلو نفوذ د اندېښنې وړ دی

د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلوسوف وایي، په منځني ختیځ کې روانې ناآرامۍ د افغانستان او مرکزي آسیا پر امنیت ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې ځینې وسله‌والې ډلې لا هم په سیمه کې فعاله دي او له افغانستان څخه مرکزي آسیا ته د هغوی نفوذ د اندېښنې وړ دی.

که څه هم بېلوسوف د کومې مشخصې ډلې نوم نه دی اخیستی؛ خو د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه دا موضوع یو ځل بیا را پورته کړه، چې ګواکې له افغانستانه امنیتي ګواښونه متوجه دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

ضیا احمد تکل:د طالبانو حکومت په استازیتوب د مسکو ۱۳مه نړیواله امنیتي ناسته کې جمال ناصر غروال وینا وکړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل ویلي، چې مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال، د نړیوال امنیت په اړه د ۱۳مې امنیتي غونډې ګډونوال و.

تکل زیاتوي، چې غروال په دې نړیوال فورم کې د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او دا یې هم تشریح کړه، چې دغه پرمختګونه په سیمه‌ییز او نړیوال سیاست څه ډول اغېز کوي.

په یاده غونډه کې د نړۍ له جنوبي او ختیځو سیمو څخه د ۱۵۰ هېوادونو استازو، د ګډو ګټو خپلواکو دولتونو، د یوریشیا اقتصادي اتحادیې، د شانګهای د همکاریو سازمان او له ۲۰ څخه د زیاتو نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی و.

محمد نذیر احمدزی، ندیم ته:ستاسو کابینه دومره صلاحیت نه لري؛ چې د زده‌کړو اړوند موضوعات بدل کړي

د ولسي جرګې پخواني مرستیال محمد نذیر احمدزي د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو کابینه دومره صلاحیت نه لري، چې د زده کړو اړوند موضوعات بدل کړي؛ ځکه چې ټول صلاحیت یې هبت‌الله سره دی.

نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې یوازې د ملا او طالب له لارې افغانستان پرمختګ نه کوي

هغه ویلي، چې د ندیم خبرې کومه عملي بڼه نه لري او یوازې شعاري خبرې دي.

ښاغلي احمدزي د طالبانو له حکومت غوښتي چې د نړۍ سره د سیال کېدو او د ولس د خوشالۍ لپاره نور د نجونو ښوونځي پرانېزي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، د افغانستان ښوونیز نصاب له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له ستونزو ډک دی او دوی هم د نصاب د اصلاح لپاره یوه ځانګړې کمیټه ګومارلې ده.

د هند د نړیوالو چارو شورا:د کابل پر وړاندې د نوي ډهلي سیاست په ژوره توګه بدل شوی

د هند د نړیوالو چارو شورا ویلي، چې د می په ۲۵ مه د جي‌شنکر له لوري امیرخان متقي سره اړیکه نیول د هند په بهرنۍ پالیسي کې ژور بدلون څرګندوي.

مقاله کې راغلي، چې دغه دریځ د ملي ګټو پر محور د سیمه‌ییز ثبات او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره بدل شوی.

یادې ادارې ویلي، هند دې پایلې ته رسېدلی چې ستراتیژیک واټن ښایي نور د هند له ملي ګټو سره همغږی نه وي.

ډونالډ ټرمپ:پوتین بیخي لیونی دی او روسیه له اور سره لوبې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اور سره لوبې کوي.

نوموړي زیاته کړې، پوتین نه پوهېږې، چې روسیه ټرمپ له سوځېدو ساتلې ده.

ټرمپ زیاتوي پوتین «بیخي لیونی شوی» نو ځکه یې پر اوکراین تر ټولو لوی هوايي برید کړی.

بل لورته کرملین د ټرمپ څرګندونې احساساتي بللي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر؛اسرائیل ته د وسلو د صادراتو د بندیدو خبرداری ورکړی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ښایي د بشري حقونو د نقض له امله اسرائیل ته د وسلو صادرات وځنډوي.

یوهان وادفول ټینګار کړی چې د آلمان تاریخي ملاتړ باید د اسرائیل پوځي کړنې توجیه نه کړي.

تر دې وړاندې د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس هم د اسرائیل بریدونه ظالمانه بللي وو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې غزه کې یو ځل بیا اسراییلو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.