دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 481

واشنګتڼ کې د پاکستان سفیر:د پاکستان او هند ترمنځ اوربند لا هم نازک حالت کې دی

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند لا هم نازک حالت کې دی.

نوموړي د امریکا هڅې او ډیپلوماسي ستایلې چې د جنوبي آسیا د دغو دوو اتومي هېوادونو ترمنځ یې د وروستیو تاوتریخوالو په کمښت کې مرسته کړې ده.

هغه له واشنګټن غوښتي، چې د کشمیر د مسلې په حل کې هم خپل رول ته دوام ورکړي.

رضوان سعید همداراز خبرداری ورکړی، که هند د اندس د اوبو تړون په اړه یو اړخیز اقدامات وکړي؛ نو دا به د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي.

ملا برادر؛د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د یو پلاوي په مشرۍ د کازان شپاړلسم نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته لاړ.

نوموړی به په دغه فورم کې د ګډون سربېره د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاوو سره رسمي کتنې هم وکړي.

په دغې ناسته کې پر ګڼو اقتصادي موضوعاتو خبرې کېږي.

منظور پښتین:پاکستانی پوځ د پښتنو په وژنو سره هڅه کوي چې دوی له حق غوښتلو تېر کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستاني پوځ په دې وروستیو کې یو وار بیا د پښتنو په سیمو کې نا امني شروع کړې او هره ورځ په یو او بل نوم خلک وژني.

نوموړي ویلي، په ګڼو سیمو کې یې ځوانان، ماشومان او ان ملا امامان هم وژلي دي.

د منظور په خبره، پاکستان دا کار د دې لپاره کوي، چې پښتانه خپل حق ونه وغواړي او یو وار بیا له دغه پوځ سره ودریږي.

نوموړی زیاتوي، پاکستانیان اوس مهال د پښتنو کورونه په ډېرې سپین سترګۍ ویجاړوي.

بنګله‌دېش؛د شیخ حسینې ګوند د ټاکنو له ګډون منع کړی دی

د بنګله‌دېش د ټاکنو کمېسیون د لرې کړل شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په مشرۍ د عوامي حزب لیګ د بنګله‌دېش په ټاکنو کې له ګډون منع کړی دی.

د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون ویاند اختر محمد ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري پر دغه ګوند او دغه ګوند پورې تړلو ډلو باندې د لګېدلو بندیزونو له کبله نشي کولای، چې دوی ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي.

دا حزب په دې هېواد کې د لسګونه کسانو په وژلو تورن شوی دی.

د یادونې ده، چې شېخ حسینې په بنګله‌‌دېش کې شل کاله واکمني وکړه.

طالب او ازبک چارواکو؛د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د خپل مل پلاوي په مشرۍ د ازبکستان په تاشکند کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر جورابیک میرزا محمدوف سره لیدلي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د انرژۍ په سکتور کې د متقابلو اقتصادي ګټو، تخنیکي همکاریو او دوامداره اړیکو د پراخوالي په اړه مفصل بحث کړی دی.

یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د پرمختګ یو مهم ګام بلل شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي طالبانو ته:مبین مو د پاکستان پر سر نیولی؛ را خوشې یې کړئ!

د طالبانو حکومت له لوري د «جنرال» مبین نیول کېدو په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

سره له دې، چې د خواله رسنیو یو شمېر پاکستاني کاروونکو، او ځینې مشهورو څېرو د هغه د نیول کېدو په اړه په یو ډول پیغوریزه ژبه ویلي، چې مبین طالبانو نیولی؛ خو افغان کاروونکي بیا وايي، مبین د پاکستان ضد خبرې کولې او دی باید د پاکستان لپاره هم خوشې شي.

راپورونه وايي، چې مبین په یو نیم کال بند محکوم شوی دی.

هغه تر دې وړاندې هم د خپلو توندو څرګندونو له کبله څو ځله نیول شوی و.

د ډونالډ ټرمپ؛محبوبیت ۴۴ سلنې ته لوړ شوی؛ خو خلک یې د اقتصادي رکود مسؤل ګڼي

د رویټرز او ایپسوس یوې ګډې نظرپوښتنې ښودلې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت ۴۴ سلنې ته لوړ شوی، چې دا د اپرېل میاشتې له وروستۍ نظرپوښتنې څخه دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

په نظرپوښتنه کې ۵۹ سلنه خلکو ویلي، که سږ کال اقتصادي رکود رامنځته شي، مسؤل به یې ټرمپ وي، پداسې حال کې چې ۳۷ سلنه پخوانی ولسمشر جو بایډن مسؤل ګڼي.

”زاړه ملتپالان“ له منظور پښتین څخه څه غواړي؟

لیکوال: احمد شاه ساحل
”زاړه ملتپالان“ له منظور پښتین څخه څه غواړي؟ یا منظور څه وکړي تر څو دوی یې په لاره کې خنډ ونه ګرځي؟ یا که بله پوښتنه داسې مطرح کړو چې څه وخت شونې ده تر څو زاړه ملتپالان او پلویان يې د منظور له ازار، اذیب او کنځلو لاس واخلي؟

هڅه مو کړې چي دا پوښتنې په درې عمده مواردو کې وڅېړو او ځواب کړو.
که د یوې شیبې لپاره فرض کړو چې د منظور او د غورځنګ پر وړاندې د زړو ملتپالانو مخالفتونه واقعاً یوازې د دوی شخصي دریځونه وي، او تر شا یې د پاکستاني ادارو لاس او منظم سیستماتیک پلان نه وي، نو بیا هم یوه مهمه پوښتنه دا راولاړیږي چې د دوی د دغو مخالفتونو موخه څه ده؟ دوی په دې توګه څه غواړي ترلاسه کړي؟ ځکه منظور پښتین خو له لومړۍ ورځې تر ننه پورې د دوی هېڅ یوه پر وړاندې منفي دریځ نه دی نیولی؛ نه یې د دوی ګوندونه او پالیسۍ تر نیوکې لاندې راوستي، او نه یې د دوی د ګوندي مشرانو او پلویانو په اړه ناسمه یا سپکه خبره کړې.
بیا ولې دوی په منظور پسې راخیسې ده؟ ولې د منظور له راڅرګندېدو سره ورځ تر بلې پر دوی فضا تنګېږي؟ ولې یې دریځونه دومره له تضادونو ډک شوي، چې د پرون خبره یې د نن او د نن خبره یې د سبا سره توپیر لري؟ ولې په پر‌لپسې توګه منظور په نښه کوي؟ دوی په خپل راتلونکي کې کوم وهم او ویره ویني؟ ولې یې څېرو رنګ بایللی، او له پښو زور ختلی؟ ولې یې ژبه له سیاسي ادبیاتو تر کوڅه-یي هغو رسېدلې؟ ولې یې پلویان بې ‌روحیې شوي او تر سپکو سپورو رسېدلي دي؟

ما چې تر دې دمه په دې اړه څومره کتنې، لوستنې، اورېدنې او څېړنې کړي، بلاخره درې عمده لاملونه مې موندلي چې پر اساس یې زړو ملتپالانو د منظور پر وړاندې ښکاره او پټ مخالفتونه پیل کړي دي.
که دا لاملونه حل شي یا له منځه لاړ شي، نو امکان شته چې اوسنی حالت هم په اسانه بدلون ومومي.

لومړی – ددې لپاره چې زاړه ملتپاله مشران د منظور پښتون پر وړاندې له مخالفتونو، کینو، عقدو، تورونو او سپکو سپورو څخه لاس واخلي، هغه باید پي ټي ایم تر وزیرستان او ان بیرته تر محسود قبیلې پورې محدود کړي. زاړه ملتپالان د پي‌ټې‌اېم هغه پراخه لمنه نه شي زغملای، چې له اباسینه نیولې، تر امو، بیا د هندوکش او پامیر تر لوړو څوکو پورې ټول پښتانه – افغانان پکښې راټول شوي دي. دوی دا خبره په ښکاره نه وايي، خو زړونه یې دا حقیقت نه شي منلای چې د دوی د لویو لویو خانیو، اشرافي کورنیو، او نیمه پېړۍ میراثي سیاستونو په شتون کې دې د یو معلم سړي زوی راپورته شي او د لر و بر پښتنو د سالارۍ بیرغ دې پورته کړي. که ساده یې ووایم، نو دوی وايي چې منظور او وزیرستان پوه شه، ایمل ولي او پېښور او محمود خان او کويټه. که منظور دا کار وکړي، یعنې که ځان بیرته له ”پښتون“ څخه په ”محسود“ واړوي، نو بیا به هیڅکله نه د GHQ کس وبلل شي، نه د پښتنو او ”ریاست“ ترمنځ جنګ جوړونکی، او نه به هم له ډېرې کینې او کرکې ورته په ”صوفي“ وویل شي. دا چې منظور په دوامداره توګه ټارګیټ کیږي، یوازنۍ ګناه يې دا ده چې ”پښتون“ شوی.

دوهم – که منظور داسې نه کوي، نو یوه بله لار هم شته چې د زړو ملتپالانو غوسې پرې سړیدلی شي او د نوموړي له دې دومره شدید مخالفته چې ان له سهاره تر ماښامه یې پر ماغزو ناست وي، راګرځولی شي. دا انتخاب هم د دوی په زړونو کې دی او کله کله یې په غیر مستقیم ډول بیانوي. سمه ده، منظور که بیرته MTM ته نه ګرځي او PTM ته دوام ورکوي، نو بیا دې عامو پښتنو ته دا نه وايي چې په پاکستان کې ”پارلماني سیاستونه“ دوی خپلو ارمانونو ته نه شي رسولی، او پښتنو مشرانو ته هر ډول ور کول کېدونکي دولتي چوکۍ ”بې واکه چوکۍ“ دي او قام ته يې هیڅ ګټه نه رسیږي.
یعنې منظور دې هغه پښتانه وګړي چې دغه ګوندونه يې یوازې د خپلو ځاني-ګوندي ګټو او ”بې واک چوکیو“ د ترلاسه کولو لپاره تر بېلابیلو کاذبو شعارونو لاندې استعمالوي، نه پوهوي چې پاکستاني ریاست په دې توګه یا حتا دې چل، له لویو هدفونو او ګټو د دوی پام اړولی. منظور دې پريږدي چې دوی د تېرې نیمي پېړۍ په څېر اوس هم پښتانه په ډېرو وړو لاسته راوړنو وغولوي او د پنجاب د استعمار او استثمار سربیره، د دوی میراثي سیاستونه او خانۍ دوام ومومي. منظور دې پښتنو ته نه وايي چي تر هغو د ښې ورځ خاوندان کېدلی نه شي، چي تر څو يې سیاسي ازادي نه وي ترلاسه کړې. برعکس باید پښتنو ته دا ووايي چي ټول ژوند او موخه يې یوازې همدا ده چې څنګه زاړه ملتپالان تر پارلمان او دولتي چوکیو پورې ورسوي، ترڅو د سیاسي واک په نوم د یوې نا اعلان شوي غلامۍ به جال کي بند پاته شي. هو، منظور باید پښتنو ته ووايي چې همدا د پارلماني سيټونو لپاره سیالۍ، د مریم نواز، بلاول بوټو او مولانا فضل رحمان سره اتحادونه يې د ښې ورځې خاوندان کولی شي. او که منظور د پښتني وسایلو د اختیار خبره هم کوي، نو د دوی په څېر صرف ”خبره“ به وي، نه لکه اوس چې د اختیار ترلاسه کولو ”عملي لارې چارې“ هم ښیي. لنډه دا چې منظور دې یوازې خپل کار کوي، د ټولو پښتنو نماینده ګي دې نه کوي او نه دې پر ټول قام غیږ راګرځوي. د دوی په څېر، د قام لمنځه دې یوه برخه پښتانه په ځان پسې کړي او د شخصي ګټو او موخو لپاره دې پر پخوانیو دودیزو او ناکامو لارو یو تجربه شوی مزل بیا پيل کړي.
بناً که منظور دغسې وکړي، نو بیا یې هم زاړه ملتپالان زغملی شي او لکه دوی چې یو بل سره وخت تیروي، دغسې به د یو عادي ګوند د مشر په څېر د ده سره هم اوسي.

دریم – خو که منظور نه ها کوي نه دا، بیا هم دوی یو انتخاب لا بل ورته لري. هغه دا چې منظور باید حداقل د دوی ” لېول“ ته ځان راټيټ کړي او د دوی هومره حد کې واوسي. یعنې که منظور نه وزیرستان ته بیرته ګرځي او نه د ټولو پښتنو له خپلولو لاس اخلي، نو دغه چاره دې هم د دوی په اند داسې ترسره کړي چې حداقل دوی ته هم د پښتنو په منځ کې د پښې ایښودلو ځای پاتې شي. مثلاً:
پښتانه(پرته له څو درباري غوړمالانو او کم‌پوهو ځوانانو) فطرتاً هغه رهبر نه خوښوي، چي د پرون، نن او سبا خبرې یې یو له بله سره په ټکر کي وي؛ ډارن، بې‌ثباته او د مضر احتیاط ښکار وي، تل مصلحت ته سر ټیټوي، له دښمن سره سپینه او روښانه خبره نه شي کولی؛ سترګو ته یې نه شي کتلای؛ پر ځای د دې چې د قام دښمن ته ودریږي، له خپلو سره لاس و ګرېوان وي، هره ورځ نورو ته پپغورونه ورکوي، ځوابونه وايي، او ټول وخت یې د نورو په پښو وهلو کي تېرېږي، د سیاسي اختلاف پر ځای، کوڅه‌يي ادبیات کاروي، او دروغجن تورونه لګوي.
دغسي چلند ته تر ډېره حده “ژېړ سیاست” هم ویلای شو، چې په مقابل کې یې، منظور پښتین د یو داسې “سیاسي او اخلاقي لیول” استازیتوب کوي چې د پښتنو له فطرت، تاریخ او کلتور سره ژور تړاو لري.
په لر او بر کې د منظور پښتین د دومره ژر منل کېدو او قبلېدو یوه مهمه وجه دا هم وه چې هغه د پښتنو له فطري خوی، مزاج او روحیې سره په بشپړ ډول برابر راتلی. له زړورتیا او سنګین‌مزاجۍ نیولې، تر یو ژبي او یو دریځه‌والي پورې، له دښمن سره د سپینو خبرو کولو، د شخصي ګټو لپاره له نورو ”سیاسي مشرانو“ سره په تقابل کې نه درېدو، او د سپکو خبرو پر وړاندې د غبرګون نه ښودلو پورې؛ دا ټول هغه صفات دي چې منظور یې له طبیعت او اصله د ځان سره لري.

دا چي زاړه ملتپالان تر ډېره له دغو ځانګړنو بې برخي دي، نو اوس دا نه سي زغملی چي د منظور غوندي یو څوک د دوی او قام ترمنځ واقع شي. دوی غواړي که منظور يې پورته دوه انتخابونه هم نه مني، نو دا خو دې ومني چې د دوی په لېول او کچه کي روان شي. یعنې نن دې یوه کړي سبا بله، کله دې د تال…بانو پر خلاف امریکا ته د همکارۍ ټټر وهي، کله دې بیا بیرته د هغوی ”خارجه وزیر“ ځان اعلانوي، کله دی وايي چې د پاکستان او افغانستان په جنګ کې د پاکستان پر طرف درېږم، کله دې وايي چې افغانستان د پاکستان له لاسه تباه دی. همداسي دې په اخلاقي توګه هم ځان را وغورځوي. دریم کلاس ادبیات دې کاروي، د دوی سپکو ته دې غلی نه کښيني، بلکي په سپکو دي ځواب ورکوي، د قام هدف دې پرېږدي هره ورځ دې پر سټېجونو د ایمل ولي او محمود خان توهینامېزه خبرو ته غبرګونونه ښيي، د ګوندونو او پښتنو د یووالي هڅي دې نه کوي، ان د یو بل په جنازو او جرګو کې دې هم برخه نه اخلي. خو له اسلام اباده د مریم نواز په یوه تلیفوني زنګ دي د دوی سره یو ځای ورته حاضریږي.
دا هر څه ځکه دوی له منظور څخه غواړي تر څو هغه اساسي توپير چي فعلاً د دوی او منظور ترمنځ شتون لري؛ لمنځه ولاړ شي او پښتانه منظور پر دوی غوره نه، بلکې د دوی په څېر یو عادي ”مشر“ وګڼي. دوی غواړي هغه وېره چي د منظور د راپیدا کیدو سره د دوی په زړونو او ذهنونو کي رامنځته شوې، په دغه ډول لمنځه یوسي. او هڅه کوي چې بیرته په قام کې د یو ”ريښتني“ رهبر خلا رامنځته کړي او تر هغو چې بیا یو بل ”منظور“ را پيدا کیږي، د دوی میراثي سیاست دوام ولري.
یعنې دا د منظور پښتین یو ډول ”سیاسي – اخلاقي قتل“ دی چې دوی يې ترسره کول غواړي. زړو ملتپالانو درک کړې چې منظور له دوی ډېر مخکې دی او پښتانه پوه شوي چې ” د کار سړی“ یې موندلی دی. د عمل سربېره د زړو ملتپاله مشرانو او منظور په خبرو کې هم ځمکه او اسمان توپير دی. هغوی د قام د تېریستلو لپاره د ستونزو په جرړو ستونزي ختموي، خو منظور د ستونزو جرړو ته ګوته نیسي.

لنډه دا چي که منظور دا درېیم انتخاب هم ومني، نو کولای شي د زړو ملتپالو مشرانو له شر، دوامداره قهر، تورونو او بې ‌منطقو نیوکو څخه ځان خلاص کړي.

خو منظور پښتین نه د دوی او نه د بل چا دا ډول خیالي ارمانونه پوره کېدلو ته پرېږدي. همدا ده چې دوی او د دوی پلویان دا ډول نارامه، لالهانده، او له کنټروله وتلي ښکاري.
منظور به، لکه څنګه چې دی، همداسې پاتې شي. د خپلې مبارزې لمنه به پراخه وساتي؛ له وزیرستانه تر پېښوره، له کوټې تر کابله؛ د هر پښتون درد به خپل بولي؛ د لر و بر د یووالي باور به نه پرېږدي؛همداسي به زړور، سنګین، ژبور او ریښتینی وي. منظور خو لا پرېږده، آن د PTM یو عادي ”کارکن“ به هم د دوی کچې ته ځان ټيټ نه کړي. دوی به لا نور هم سپک، قهرجن، او زهر ژبي شي، خو ”کامريډیان“ به شاته نه ګوري او د خپل هدف پر لور به لا پیاوړي ګامونه اخلي. ځکه دا ډول حالتونه، د ولسي پاڅونونو او انقلابي مبارزو فطري برخه وي.
ښه داده چې منظور پښتین لا پخوا، حتی هغه مهال چې لا یې غورځنګ نه و را پیل کړی، ذهناً او روحاً دې وضعیت ته ځان چمتو کړی و. ځکه خو پخپل یو شعر وايي:

ما وېل میدان ته به دښمن را درومي
دا خو خپلوان هم دي راغلي ګرانه

#یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ؛پر سوریې د بندیزونو لرې کولو اعلان وکړ

‏د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سوريې د لګېدلو بنديزونو د لرې کولو اعلان وکړ.

نوموړي احمد الشرع ستایلی او ویلي یې دي چې د سوريې ټولنه يې پر یوې پرانېستې ټولنې بدله کړه.

نوموړي ویلي:«هغه په دمشق کې د ټرمپ ټاور جوړېدو ته پام کړی او په سوريه کې د اقتصادي بيارغونې لپاره يې د انرژۍ تړونونو کړي دي. دا به يو چانس وي چې سوريه تر دې هم ښه شي.»

د یادونې ده، چې ټرمپ به سبا د سوريې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره هم له نږدې وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:د امریکا وروستۍ اعلامیه مثبت اقدام او د افغانستان د واقیعتونو درک دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه مثبت اقدام او د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه والي اعتراف وباله.

دغه وزارت ویلي، دا د دوی د لاسته‌راوړنو څرګند درک دی، او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د آزاد تګ راتګ حق لري.

اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی له امریکا او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه د رغنده خبرو لپاره چمتو دی چې نور د پاتې کېدو شرایط نه لري.

اعلامیه زیاتوي، چې د قونسلي خدماتو، حقوقو خوندیتوب او ملي امنیت په اړه دوه‌اړخیزو حللارو ته لومړيتوب ورکوي.

د یادونې ده چې امریکا ویلي وو، چې افغانستان کې دمګړۍ امنیت او اقتصادي چاپیریال ښه شوی.