جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 477

د طالبانو حکومت ستره محکمه:د اختر په مناسبت مو یو زر ۵۵۹ زندانیانو ته عفوه وکړه او خوشې مو کړل

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی، چې د قربانۍ د اختر په مناسبت یې ۱,۵۵۹ تنه بندیان له زندانونو خوشې کړي او د ۹۵۰ نورو بندیانو د بند موده یې راکمه کړې ده.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، دغه بندیان د هېواد له اتو ولایتونو کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز له زندانونو څخه آزاد شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې خوشې شوي کسان هغه بندیان دي چې «اصلاح شوي وو، ظاهري او باطني چلند یې د اسلامي سنتو سره سمون درلود، دیني او نورې اړین زده‌کړې یې ترلاسه کړې وې» او د بښنې وړ پېژندل شوي دي.

د سترې محکمې د رییس له‌خوا صادر شوي حکم له مخې، دغه بندیان د ځانګړو او باصلاحیته کمیټو له لوري تر ارزونې وروسته خوشې شوي دي.

اسرائیلي چارواکي:تر څو چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې روانې وي، د برید احتمال پرې نشته

د اسرائیلو یو لوړپوړي چارواکي «آی۲۴» شبکې ته ویلي، تر هغو چې د ایران او امریکا تر منځ اټومي خبرې روانې وي، اسرائیل به پر ایران برید ونه‌کړي.

بل‌خوا، د آکسیوس خبري شبکې د سرچینو په وینا، تمه ده چې د دواړو لورو تر منځ د خبرو شپږم پړاو ژر پیل شي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې پر ایران د اسرائیل د برید احتمال په لوړه کچه دی.

د خلیج فارس همکاریو شورا:د طالبانو حکومت باید ښځو ته د کار او زده‌کړو حقونه ورکړي

د خلیج فارس د همکارۍ شورا په کویټ کې د خپلو وزیرانو په ۱۶۴مه غونډه کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د افغان ښځو د زده کړو او کار حقونه تضمین کړي.

شورا په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید نه د ترهګرو ډلو او نه هم د مخدره موادو د قاچاق لپاره وکارول شي.

د سعودي عربستان، قطر، اماراتو، بحرین، عمان او کویټ د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ناسته کې ګډون درلود.

اعلامیه کې پر افغانستان کې د امنیت او ثبات د بېرته راوستلو، د اقلیتونو د خوندیتوب او له ترهګرۍ سره د افغان ولس د مبارزې ملاتړ شوی دی.

شورا د خپلو غړو هېوادونو له‌خوا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام هرکلی کړی او پر نړیوالو یې هم غږ کړی، چې بشري، اقتصادي او پرمختیایي مرستې دوامدارې وساتي.

دیني عالم عبدالقاهر د طالبانو حکومت ته:د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وخت او جغرافیې توپیر د میاشتې لیدو کې د اختلاف سبب نشي کېدی

د مزارشریف د روضې جامع جومات خطیب او د شمال مشهور دیني عالم مولوي عبدالقاهر د میاشتې د رؤیت په تړاو د طالبانو حکومت دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی.

هغه د یوې مذهبي غونډې پر مهال وویل، چې د امام ابوحنیفه له نظره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وخت او جغرافیې اختلاف، د میاشتې په رؤیت کې د اختلاف لامل نشي کېدلای.

نوموړي زیاته کړې، که یو هېواد کې میاشت ولیدل شي او بل هېواد ترې خبر شي، نو باید د هماغه رؤیت له مخې اختر اعلان کړي یا روژه ونیسي.

عبدالقاهر ویلي، چې تر یو نیم ساعت وختي توپیر هم د اختلاف دلیل نه‌شي جوړېدای، ځکه د شرعي میاشتې رؤیت د وخت له محدودیت سره نه‌دی مشروط.

دیادونې ده، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ یو نیم ساعته وخت توپیر شته، خو د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې د اسلامي مناسبتونو نېټې د خپلې جوړ شوې کمېټې له خوا په خپلواکه توګه اعلانوي.

متین بیک:امریکا دې په افغانستان کې د سولې ناکامې تجربې په اوکراین کې نه تکراروي

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د پخواني دفتر رییس، متین بیک ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د سولې د ناکامې تجربې تېروتنې په اوکراین کې تکرار نه کړي.

هغه دا خبرې په یوه مقاله کې کړي چې د «سیفر بریف» وېب‌پاڼې خپره کړې دي.

بیک لیکلي، لکه څنګه چې طالبانو له امریکا سره مستقیمو خبرو ته ترجیح ورکوله او د افغان حکومت غږ ته پام نه کېده، روسیه هم غواړي له امریکا سره هوکړه وکړي او د اوکراین حکومت له خبرو وباسي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا د اوکراین د حکومت او خلکو پر ځای یوازې له روسیې سره خبرو ته مخه کړي، دا به د جګړې توازن د مسکو په ګټه بدل کړي.

علي خامنه‌یي:امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، هېڅ هم کولای نشي

د ایران مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌يي، د امریکا له لوري د اټومي تړون لپاره شوی وړاندیز په ښکاره توګه رد کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د اسلامي انقلاب بنسټ‌ګر روح الله خمیني د ۳۶م تلین په مناسبت خپلې وینا کې وکړې.

خامنه‌يي وویل: «امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

د خامنه‌يي په وینا، د امریکا اساسي غوښتنه دا ده چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري؛.خو هغه ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اټومي حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که چېرې تهران د واشنګټن وړاندیز رد کړي؛ نو له “جدي پایلو” سره به مخ شي.

شهباز شریف:د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو له لوري ونه کارول شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو لخوا د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د پېښور د سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، لوړپوړو امنیتي چارواکو او قبایلي مشرانو سره د ناستو پر مهال وکړې.

شهباز شریف د خېبر پښتونخوا د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې، د “خوارجو فتنې” او د هند تر ملاتړ لاندې “ترهګریزو ډلو” پر ضد د پاکستان پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې چې د پښتنو زړورتیا او استقامت د پاکستان د ملي تاریخ یوه ویاړلې برخه ده.

نوموړي ژمنه کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې به سوله “په هره بیه” وساتل شي، او د دغه ایالت له ځوانانو یې وغوښتل، چې د پاکستان په ثبات، یووالي کې ونډه واخلي.

احمد الشرع؛د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې موقت مشر احمد الشرع به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې نیویارک ته سفر وکړي، څو د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په غونډه کې وینا وکړي.

د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا به له ۱۹۶۷ میلادي کال وروسته، لومړی ځل وي چې یو سوریایي مشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون او مستقیمه وینا کوي.

احمد شرع له دې مخکې، د روان کال مې میاشت کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي وو.

دا لیدنه د سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو تحولاتو له پلوه خورا مهمه بلل شوې وه.

د طالبانو حکومت د مشر اختریز پیغام؛له خلکو غوښتل شوي چې د شیخ هبت‌الله اطاعت وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ‌ هبتﷲ اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام خپور کړی، چې پکې یې افغان ولس او اسلامي امت ته د اختر مبارکي ویلې ده.

نوموړي ویلي چې دا اختر د امن، ثبات او د «اسلامي نظام» د حاکمیت له برکته د ارامتیا تر سیورې لاندې لمانځل کېږي.

هغه ویلي، قرباني یوازې حیوان حلالول نه دي، بلکې د اخلاص، تقوا او اطاعت یو پیاوړی درس دی

نوموړي د دولت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ولس ته په اخلاص سره خدمت وکړي او ځانونه د هغوی خادمان وبولي.

پیغام کې همداراز، له شتمنو غوښتل شوي چې د بې‌وزلو، یتیمانو، معلولینو او مهاجرینو ملاتړ وکړي.

پیغام کې له ولس او طالبانو غوښتنه شوې چې د شیخ هبت الله اطاعت وکړي، یووالی وساتي او د دښمن له تبلیغاتو ځانونه وساتي.

نوموړي پر فلسطینیانو روان ظلم وحشت بللی او یو وار بیا یې ټینګار کړی، چې دوی د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.

اسټرالیا؛ملبورن پوهنتون د افغان مېرمنو لپاره د حقوقو زده کړو نوی پروګرام پیلوي

د اسټرالیا د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان کړی چې د مونټین انسټیټوټ په همکارۍ د افغان مېرمنو لپاره د حقوقي زده کړو یو کلن پروګرام پیلوي.

راپورونه وایي، دا نوښت هغه ښځو ته ځانګړی شوی چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له کبله له زده کړو محرومې شوې دي.

د پروګرام مسؤل غلام‌شاه عادل وايي، هڅه کوي چې افغان مېرمنې بېرته خپل تعلیمي مسیر ته راوګرځوي.

نوموړي زیاته کړې، باور لري چې دا پروژه به د افغانو ښځو حقوقي مهارتونه پیاوړي کړي او دوی به د نړیوالو حقوقي بنسټونو سره ونښلوي.