دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 477

په شهزاده ویده مشهور؛د سعودي عربستان شهزاده له شل کاله کوما وروسته مړ شو

0

د سعودي عربستان شهزاده الولید بن خالد بن طلال بن عبدالعزیز، چې شل کاله په کوما کې و، نن مړ شو.

هغه په ۲۰۰۵ کال کې د یوې ټرافیکي پېښې وروسته کوما ته تللی و او په دې موده کې ورته «شهزاده ویده» نوم ورکړل شوی و.

د هغه د جنازې لمونځ به د دوشنبې په ورځ د ماسپښین وروسته په امام ترکی بن عبدالله جومات کې ترسره شي.

مارکو روبیو:د سوریې د وروستۍ جګړې مخنیوي کې مو د اردن، دمشق او اسرائیل له چارواکو سره همکاري کړې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې په تېرو درې ورځو کې یې هېواد د اسرائیل، اردن او دمشق چارواکو سره د سوریې د سویل د وروستیو «وېرونکو او خطرناکو» پېښو په اړه نږدې همکاري کړې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د سوریې حکومت باید د جنایتونو عاملین، د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده، چې سوریه وروستیو ورځو کې د سختو نښتو شاهده وه.

نورالدین ترابي:ټول شرایط مو پوره کړي او اوس باید په رسمیت وپېژندل شو

د طالبانو حکومت د حوادثو د چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د نړيوالې ټولنې په هغو شرطونو انتقاد کړی چې د طالبانو د حکومت پېژندنه يې د ښځو د زده کړو، کار او د پراخ بنسټه حکومت جوړولو پورې تړلې ده.

نوموړي ویلي، ټول شرایط یې پوره کړي او اوس باید په رسمیت وپېژندل شي.

ترابي ټینګار کړی چې طالبان په حکومت کې د بېلابېلو قومونو استازي لري او خپل حکومت پراخ بنسټ ګڼي.

هغه ويلي، د ښځو د زده کړو، کار، د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه د افغانستان داخلي چارې دي او بهرني هېوادونه دې پکې مداخله نه کوي.

ترابي دغه راز زیاته کړې، چې لویدیځ یې قانع کړی؛ ترڅو دوی په رسیمیت وپېژني.

مرسي کورپس:کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه کېدونکې ده چې د اوبو له سخت کمښت سره به مخ شي

نړۍوالې رسنۍ د مرسي کورپس نادولتي سازمان د راپور له مخې وایي، ښايي کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه شي چې له سخت اوبو کمښت سره مخ او بشپړه وچه شي.

راپورونه څرګندوي چې د نفوس ډېرښت، د سرچینو کمېدل او د اوبو ناسم مدیریت د دې ښار لپاره ستر ګواښونه جوړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، تېرو درې لسیزو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۳۰ مترو را ټیټه شوې، چې دا به نه یوازې د خلکو ژوند ته ګواښ وي، بلکې اقتصادي اغېزې به هم ولري.

سوریه؛سویدا کې له اوربند سربېره یوځل بیا درنې جګړې پیل شوي

0

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې په سوېدا ښار کې، چې ډېری اوسېدونکي یې دروزیان دي، د شنبې پر ورځ نښتې سختې شوې دي.

رویټرز زیاتوي چې د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې حکومت هڅه کوي چې اوربند ټینګ کړي، خو جګړه لا هم دوام لري.

د رویټرز خبریالان وايي، د ښار له منځه د درنو وسلو ډزې اورېدل شوي او د هاوان ګولۍ د شاوخوا کلیو پر لور توغول شوې دي.

د تلفاتو کره شمېر تر اوسه نه‌دی څرګند.

بلجیم کې د پي‌ټي‌ایم څانګه:منظور پښتین د نن زمانې احمدشاه بابا دی

بلجیم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې د شهید ګیله‌من وزیر د لومړي تلین د نمانځنې مراسمو کې ویلي، چې منظور احمد پښتین د اوسني عصر احمد شاه بابا دی.

دوی د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې، چې ترهګرۍ ته وده ورکوي او دغه راز یې ټینګار کړی، چې د ګیله من او ټولو شهیدانو ارمانونه به ژوندي ساتي.

د غونډې ګډونوالو ویلي، چې ګیله‌من وزیر د حق، عدالت، او ولسواکۍ لپاره خپل سر قربان کړ.

ملګري ملتونه:۱.۹ میلیونه راستانه شوي افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بهرنیو اړیکو مسووله دومېنیک هایډ وايي، سږ کال نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي یا له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي دي.

هغې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت دې راستنېدونکو ته د اړینو خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ کړې، ان دومره پیسې نه لري چې خواړه پرې وپېري.

د هایډ په وینا، د بودجې کموالی شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه افغان کډوال له بشري مرستو بې‌برخې کېدو له خطر سره مخ کړي دي چې دا شمېر د ټولو ملاتړ کېدونکو کډوالو نږدې یوه پر درېیمه برخه جوړوي.

سپنتا صالح ته:تر کومه به خلک د یو رواني، ځان ستایوونکي او دروغجن ملاتړ کوي!

د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادپر سپنتا د امرالله صالح پر هغو څرګندونو نیوکه کړې، چې هېواد یې یو بې چته زندان ګڼلی و.

سپنتا نوموړي ته په ځواب کې لیکلي، چې ته د حکومت پر ځای رواني درملنې ته اړتیا لرې.

هغه صالح ته لیکلي، چې تر کومه باید خلک د یو دروغجن او ځان ستایونکي ملاتړ وکړي.

نوموړي لیکلي:«ته زما دوست یې؛ خو نور د وطن او ملت لپاره بس کړه.»

امیرخان متقي؛له فیلیپو ګرانډي سره د کډوالو پر وضعیت خبرې کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رئیس فیلیپو ګرانډي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري راستنولو، له هغوی سره د مرستو او بشري وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

شاهرخ خان؛د فلمبردارۍ پر مهال له ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوی

0

د بالیوډ مشهور لوبغاړی شاهرخ خان د خپل نوي فلم «کینګ» د فلم‌بردارۍ پر مهال په ممبۍ کې ټپي شوی دی.

راپورونه وايي هغه په ملا کې ټپ خوړلی؛، خو جدي نه دی او ډاکټرانو ورته لږ تر لږه یو میاشت د بشپړ استراحت توصیه کړې.

شاهرخ خان وروسته د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوی دی.

ټاکل شوې، چې دا فلم راتلونکی کال نشر شي.