دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 476

امریکا؛توپانونو ۲۵ تنه وژلي او زرګونه کورونه یې تر خاورو لاندې کړې

د امریکا د کینټکي، میسوري او ویرجینیا ایالتونه سختو توپانونو وځپل، چې له امله یې تر ۲۵ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه خلک له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

امریکایي رسنۍ وایي، چې په کینټکي کې ۱۸، میسوري کې ۷ او ویرجینیا کې ۲ تنه وژل شوي دي.

د دوی په وینا، په سنت لوئیس ښار کې ۵ کسان مړه شوي او ۵۰۰۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي.

امریکایي رسنۍ زیاتوي، چې ګڼ کورونه له خاورو سره خاورې شوي، او درې بیړني پناه‌ځایونه هم پرانیستل شوي دي.

امریکایي چارواکو د نورو توپانونو خبرداری هم ورکړی دی.

اروپايي مشران:اروپا لا هم دې پرېکړې ته چمتو نه ده چې اوکراین ته سرتېري واستوي

د آلمان لومړي وزیر فریدریش مرتس او د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني ویلي، چې اروپا لا هم له دې پرېکړې لرې ده چې اوکراین ته سرتېري واستوي.

دوی ټینګار کړی چې دا مهال ټول تمرکز پر دې دی چې له روسیې څخه بې قید او شرطه اوربند ترلاسه شي.

مرتس ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې وروستۍ خبرې د تمې خلاف وې او روسیې لا هم پر اوکراین خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

په ورته وخت کې د اروپايي مشرانو له خوا د روسیې پر ضد د نوو بندیزونو د لګولو لپاره هم خبرې روانې دي، ترڅو روسیه د اوربند منلو ته اړ کړي.

کرملین:پوتین هغه وخت زلنسکي سره ګوري چې تر لیدنې مخکې یو توافق ته رسېدلي وي

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ترمنځ احتمالي لیدنه یوازې هغه مهال ترسره کېدای شي چې دواړه هېوادونه تر لیدنې مخکې یوې هوکړې ته رسېدلي وي.

کرملین دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې پوتین د سولې د خبرو لپاره ترکیې کې د زلنسکي لیدو ته حاضر نه شو او یوازې یې یو پلاوی له مسکو څخه ترکیې ته واستاوه.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ به د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره خبرې وکړي.

امریکا؛کالیفورنیا کې د بم چاودنې یو تن وژلی

د امریکا د کالیفورنیا ایالت د پام اسپرینگز ښاروال اعلان کړی چې په دغه ښار کې د یو روغتیايي مرکز ترڅنګ د یوې بم‌چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.

ښاروال ویلي، چې بم یا خو د یوه موټر دننه یا هم نږدې ځای کې ځای پر ځای شوی و، او دا مهال د پېښې د جزئیاتو په اړه پلټنې روانې دي.

د ښار د چارواکو په وینا، دغه چاودنه د سیمه‌ییز وخت له مخې د سهار تر ۱۱ بجو مخکې رامنځته شوې ده.

کریم خرم:ټرمپ ته عربي هېوادونو شاهي هرکلی وکړ؛ خو غزه کې د امریکا په وسلو اسراییلو نسل وژنه روانه کړې

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم ویلي، چې منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ وروستي سفرونه د شخصي سوداګریزو ګټو او د امریکا ستراتیژیکو اهدافو لپاره شوي دي.

هغه وايي، ټرمپ ته پداسې حال کې شاهي هرکلی وشو، چې په غزه کې د اسراییلو له خوا نسل‌وژنه روانه ده او د امریکا وسلې لا هم اسراییلو ته رسیږي.

خرم زیاتوي، د ټرمپ نږدې متحد ستیو ویتکوف د ترمپ ټاورونو د جوړېدو لپاره په مسکو، ریاض، جده او حتی دمشق کې زمینه برابره کړې او د دوی زامنو د ترمپ له رسمي سفر وړاندې د ملیاردونو ډالرو تجارتي پروژې په سیمه کې نهایی کړې دي.

نجیب ننګیال:باچاخان پوهنتون کې له افغانې محصلې د بیرغ اخیستل سپک او د غندنې وړ عمل دی

باچاخان پوهنتون کې له یوې افغانې محصلې څخه د بیرغ اخیستو ویډیو د افغانانو غبرګونونه راپارولي.

د سیاسي چارو شنونکي نجیب ننګیال دې پېښې ته په غبرګون کې لیکلي:«په باچاخان پوهنتون کې، په چارسده کې، د پښتنو په مرکز کې، د یوې مېلمنې محصلې څخه د هغې د وطن بېرغ ښکته کول په ټوله مانا د شرم، بې پښتو او خجالت کار دی.»

ښاغلي ننګیال ویلي، دا کار ډېر سپک او د سختې غندنې وړ عمل دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو کې لیدل کېږي، چې باچاخان پوهنتون کې د فراغت مراسمو کې له یوې افغانې خپل ملي بیرغ اخیستل کېږي.

د سولې له خبرو یوه ورځ وروسته؛روسیې پر اوکراین برید کې نهه تنه وژلي

رویټرز راپور ورکړی چې د اوکراین په شمال کې د روسیې په تازه برید کې لږ تر لږه نهه ملکي وګړي وژل شوي.

ددغه بریدونو نه وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له امریکا، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو متحدینو غوښتنه کړې چې پر مسکو دې سخت بندیزونه ولګول شي.

زلنسکي دغه غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې یاد برید استانبول کې د کیف او مسکو ترمنځ د سولې د لومړنیو خبرو یوازې یوه ورځ وروسته ترسره شو، چې د خبرو د نتیجې په اړه هیله‌مندي یې له پوښتنې سره مخ کړې ده.

د اوکرایني چارواکو په وینا، د روسیې دغه برید قصداً پر ملکي اهدافو متمرکز و، چې یو ځل بیا د مسکو د یرغل کوونکي سیاست ښکارندویي کوي.

علي خامنه‌يي:اسرائیل د سیمې لپاره د سرطان دانې حیثیت لري

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي، چې اسرائیل د سیمې لپاره د سرطان دانه ده.

هغه ویلي، چې اسراییل په سیمه کې د بحران یوازینی سبب دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا هېواد باید حتمي له منځه یوړل شي.

خامنه‌يي دغه راز ویلي، چې اوسنی ایران د تېرو څو لسیزو له ایران سره جوت توپیر لري او دغه هېواد د دوښمنانو د سترګو پر وړاندې ډېر پرمختګ کړی دی.

ټي‌ټي‌پي:د بلوچستان په نال سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان مو ووژل

پاکستاني طالبانو ویلي، چې د بلوچستان په نال تحصیل سیمه کې یې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی.

سرچینې ویلي، چې په دې برید کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، چې دا بریدونه پر پوځ د دوی د روانو عملیاتو یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې یو وار بیا قبایلي سیمو کې پر عامو خلکو بریدونه پیل کړي دي.

هندو ورځپاڼه:هند چمتو دی، چې له طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره هر ډول ګام پورته کړي

هندو ورځپاڼې ویلي، د هند د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر، له طالب سیال امیرخان متقي سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې هند غواړي افغانستان ته خپلې بشري مرستې پراخې کړي.

سرچینې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې هند چمتو دی هر هغه ګام پورته کړي چې له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په اتمه، په دوبۍ کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د طالبانو د اړتیاوو یو لېست شریک کړی و، چې اوس هند د دغو غوښتنو ارزونه کوي.

دغه راز دواړو خواوو د ایران د چابهار بندر په تړاو هم خبرې کړي.

ورځپاڼې دغه راز زیاته کړې، چې هند ۱۶۰ افغان لاریو ته چې وچې میوې یې لېږدولې، د آتاري له بندر د تېرېدو اجازه ورکړه.