چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 475

برېتانیا:د روسیې د زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې خپل دفاعي سیاست په بنسټیز ډول بدلوو

برېتانیا اعلان کړی چې د روسیې د نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو په وړاندې به خپله دفاعي تګلاره په بنسټیز ډول بدله کړي.

دوی ویلي، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې تمرکز وشي، نه پر دودیز پوځ.

د بریټانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ژمنه کړې چې د دفاع بودیجه به تر سړې جګړې وروسته تر ټولو لوړه کړي.

بریټانیا زیاته کړې، چې د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.

د یادونې ده چې د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح شي.

خالد حنفي:اسلام د شخصي حریم د نقض اجازه نه ورکوي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف محمد خالد حنفي ویلي، چې اسلام د خلکو پر شخصي حریم تېری نه مني.

هغه د اختر په ورځو کې د محتسبینو لپاره په یوه سیمینار کې ټینګار وکړ چې د هیڅ شخص مبایل، جېب یا کور ته له اجازې پرته ننوتل او لاس‌وهنه روا نه ده.

نوموړي زیاته کړې چې رشوت اخیستل د خوګ له غوښې هم بد دي او له محتسبینو یې غوښتي چې د خپلو چارو اصلي هدف د الله رضا او د ټولنې اصلاح وټاکي.

کوېټه؛ختیځ بای پاس کې څلور پاکستاني پولیس ټپیان شوي

د پاکستان د کویټې په ختیځه بای‌پاس سیمه کې، د بکرا منډۍ ترڅنګ د نامعلومو موټرسايکل سپرو له‌خوا د پولیسو پر موټر لاسي بم غورځول شوی دی، چې له امله یې د ایس‌اېچ‌او په ګډون درې پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي، برید کوونکو د پولیسو موټر ته نژدې لاسي بم وغورځاوه، چې له امله یې زورور چاودنه وشوه.

په دې پېښه کې ایس‌اېچ‌او سخت ټپي شوی او له نورو دوو ټپیانو سره روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیسو او امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړی دی.

تر دې دمه چا د برید مسئولیت نه‌دی منلی.

امریکا؛درې هغه لوړپوړي چارواکي له دندو شړلي چې له اسراییل سره یې اړیکې درلودې

د وای‌نټ وېب‌پاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي، چې له اسراییل سره یې نږدې اړیکې لرلې.

په لرې شویو کسانو کې یو اسراييلي وګړی شامل دی چې د ایران په چارو کې یې کار کاوه، او همداراز مورګن اورتګاس، د امریکا استازی د لبنان لپاره، چې تازه یهودي شوی دی.

راپور زیاتوي، اسراییلي سرچینې باور لري چې دا اقدام د دې لپاره شوی چې ډونالډ ټرمپ غواړي د بهرني سیاست واک پخپله ولکه کې راولي.

راپور کې وړاندې راغلي چې ټرمپ دا کار د غزې جګړې او پر ایران د احتمالي برید په اړه د هغه او نتنیاهو ترمنځ د اختلافونو له امله کړی دی.

ډونالډ ټرمپ:ایران ته د یورانیمو د غني‌سازۍ اجازه نه ورکوم

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره توافق وشي هم، هېڅ ډول د یورانیم غني‌سازي به نه منل کیږي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې راپورونه خپاره شول چې واشنګټن تهران ته د درې سلنه محدودې غني‌سازۍ اجازه وړاندیز کړې.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه “تروث” کې بایډن ته په اشارې ویلي، اتومات امضا باید له پخوا ایران منع کړی وای.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې رویټرز وايي ایران د امریکا لیکلي وړاندیز ته منفي ځواب ورکوي، ځکه د غني‌سازۍ حق پکې شامل نه دی.

پاکستان؛اسلام‌اباد کې مشهوره ټيک ټاکره ثناء یوسف په ډزو وژل شوې

په اسلام‌اباد کې پېژندل شوې ۱۷ کلنه ټيک ټاکره او یوټیوبره ثناء یوسف د ناپېژندو کسانو لخوا په ډزو وژل شوې ده.

پاکستاني پولیس وايي، پېښه د تهانه سنبل په سیمه کې شوې او ثناء په کور کې یوازې وه.

راپورونه زیاتوي چې تورن کس کور ته ننوتی او پر هغې یې ډزې کړي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې ثناء څو ساعته وړاندې یوه ویډیو هم په انسټاګرام خپره کړې وه.

متقي له جنګ اونال سره لیدنه کې؛د کابل او انقرې اړیکې د پراخېدو په حال کې بللي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدلي دي.

دوی د دواړو هېوادونو د اړیکو، وروستیو پرمختګونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

متقي د ترکیې له مرستو مننه کړې او د کابل او انقرې اړیکې یې د پراخېدو په حال کې بللي دي.

هرات؛د ګمرک زورواکي رییس قانوني محصول شوي توکي بار درولي او له کابله ورغلی مکتوب هم نه مني

د هرات د طالبانو تر واک لاندې د ګمرک مسوولینو د نعمت نصرت په نوم د بوټونو یو شرکت له بوټانو بار موټر درولي.

د دغه شرکت مسوول حماسه میډیا ته ویلي، چې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ کړي؛ خو بیا هم د ګمرک رییس ورسره زورواکي کوي او د ده مالونه نه ور پرېږدي.

هغه ویلي، لومړی یې هلته مکتوب نه ورکوو؛ خو وروسته یې ورته ویل، چې په دې اړه باید له کابل نه امر راوړې او کله یې چې له کابل هم امر ورته راوړو؛ نو بیا یې هم نه دی منلی.

نوموړی په یو غږیز کلیپ کې وايي، چې د دوی قانوني توکو ته اجازه نه ورکول کېږي؛ خو دی چې زورواکی دی په غیر قانوني ډول د ده موټر درولی دی.

پاکستان؛خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېره میاشت ۵۲ پوځیان او ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي

د پاکستان، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د مې میاشتې پر مهال ۸۵ بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۲ پوځیان او ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه تر ډېره په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي او د اپرېل میاشتې په پرتله پکې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

راپور زیاتوي چې په پنجاب، سند او ازاد کشمېر کې کوم وسله‌واله پېښه نه ده شوې؛ خو د هند او پاکستان ترمنځ نښته کې هم دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د طالبانو حکومت نړیوالو ته:افغان ښځې اقلیمي بدلون سختې ځپلي؛ تاسې یې باید هېرې نه کړئ

د طالبانو حکومت ویلي، د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي ستونزو تر ټولو زیاته ضربه افغان ښځو ته رسېږي.

د دوی د چاپېریال ساتنې ادارې مشر، مطیع‌الحق خالص، له نړیوالو ادارو غوښتي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه راپورنو کې افغانې زیانمنې ښځې له راپورونو او مرستو ونه‌وباسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبان حکومت خپله پر ښځو د زده‌کړو او کار بندیزونه لګولي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دغو محدودیتونو له امله نړیوالو مرستو کې کموالی راغلی.

همداراز، د طالبانو د حکومت د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته ګواښونه او پر هغوی لګول شوي محدودیتونه هغه څه دي، چې د بشري مرستو فعالیتونه یې سخت اغېزمن کړي دي.