دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 465

آلمان؛په جرمونو تورن ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي کابل ته انتقال کړل

د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي، چې د جرمونو سابقه یې لرله او د پاتې کېدو قانوني اسناد یې نه درلودل، د جمعې په سهار له لایپزیګ ښار څخه کابل ته اخراج شول.

دا د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته دویم ځل دی چې آلمان افغان پناه‌ غوښتونکي بېرته افغانستان ته شړلي دي.

د فریدریش مرتس تر مشرۍ لاندې د نوي حکومت دا لومړنی ډله‌ییز اخراج بلل شوی دی.

د آلمان چارواکو ویلي، چې ټول هغه پناه غوښتونکي باسي چې د دې هېواد لپاره امنیتي خطر ګڼل کېږي.

ویل شوي چې دا کسان د قطر ایرویز الوتکې له لارې کابل ته انتقال شوي دي.

ایراني چارواکی؛امریکا له مونږ سره د خبرو نه؛ بلکې جګړې لپاره چمتووالی نیسي

0

یو ایراني چارواکي پرس‌ټي‌وي ته ویلي چې تهران له امریکا سره د تېرې اجنډا پر بنسټ نویو خبرو ته چمتو نه دی او له پخوانیو تجربو یې درس اخیستی دی.

نوموړي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي، چې دا ځل د خبرو هدف د ایران بې‌وسلې کول دي، څو د اسرائیل کمزوري پټه شي.

هغه زیاتوي چې واشنګټن سولې نه، بلکې د جګړې تیاری نیسي او ایران باید د خبرو پر ځای د احتمالي جګړو لپاره چمتووالی ونیسي.

هغه زیاته کړې، چې دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې ویتکاف د جګړې لمسون نه، بلکې د حل لارې منځګړی دی.

واشنګټن؛د لشکر طیبه ډله د ترهګرې ډلې په توګه وپېژنده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن د کشمیر مقاومت په نوم ډله چې د «لشکر طیبه» پورې تړاو لري، د هند په کشمیر سیمه کې د پهلګام خونړي برید له امله د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړې ده.

په دغه برید کې، چې د ثور په دویمه په یوه سیاحتي سیمه کې وشو، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.

هند یې پړه پر پاکستان واچوله او هوایي بریدونه یې وکړل، جې پاکستان هم ځوابي بریدونه وکړل.

مقاومت جبهه یا د کشمیر مقاومت
په ۲۰۱۹ کې رامنځته شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا ډله د لشکر طیبه نیابتي وسله‌واله ډله بللې ده.

غزه؛د اسرائیلو هوایي بریدونه ۲۷ تنه وژلي

0

د اسرائیلو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه پرون د غزې په بیلابیلو سیمو ترسره شوي، چې پکې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د بشري مرستو موټرو ته یې امنیتي ملاتړ ورکاوه.

د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخې، اته تنه چې د مرستو رسونې موټرو ساتنه یې کوله، هم په وژل شویو کې دي.

امریکا:پر سوریې د اسراییلو له وروستيو بریدونو ناخوښ یو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې واشنګټن د اسراییلو لخوا پر سوریې وروستي هوایي بریدونه نه دي تأیید کړي او له دې حملو ناخوښ دی.

د دغه وزارت ویاندې تمي بروس ویلي، امریکا هڅه کړې چې وضعیت کنټرول کړي او له دواړو خواوو سره یې د حملو د بندېدو لپاره تماس نیولی دی.

هغې زیاته کړې:«موږ له اسراییلو او سوریې سره په لوړه کچه تماس نیولی، ترڅو اوسنی کړکیچ مدیریت او د دوامدار حل لاره وموندل شي.»

یادې څرګندونې وروسته له هغه شوي چې اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې په دفاع وزارت او جنوبي سیمو کې هوایي بریدونه کړي وو.

یونیسف؛د افغان ماشومانو د خوړو د فقر د حل لپاره نوی پروګرام پیل کړ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د برېټانیا په ملاتړ په افغانستان کې د “لومړنی خوراک” په نوم یو نوی پروګرام پیل کړی، څو د ماشومانو د خوړو فقر راکم کړي.

یونیسف وايي، د افغانستان نیمايي واړه ماشومان د تغذیې له شدید فقر سره مخ دي، چې له امله یې تر ۳.۵ میلیونه ډېر ماشومان له سختې لاغرتیا کړیږي.

یاد پروګرام به د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ پورې پلي شي او د کورنیو، محلي خوړو، روغتیا، اوبو، تعلیم او ټولنیز ملاتړ برخو ته پاملرنه کوي.

یونیسف له نړیوالو او داخلي بنسټونو د دې پروګرام د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملا حسن اخوند او اسحق ډار د روغبړ انځور ته غبرګونونه!ولې د ټولنیزو رسنیو کارونکي غصه دي؟

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او لومړي وزیر د مرستیال اسحق ډار سفر او د طالبانو حکومت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د روغبړ یو انځور د ټولنیزو رسنیو د کارونکو او پخوانیو افغان چارواکو غصه او نیوکې راپارولې.

د پکتیا پخوانی والي حلیم فدایي د ملا حسن اخوند او اسحق ډار انځور ته لیکلي:« دا د ډېر ګرانښت، اخلاص او نېزدېکت غېږ ده. اګر چې ملایان عوامو ته وایي چې معانقه (غېږه) اسلام کې نشته، خو محبت میں سب کچھ جائز ہے!»

د ټولنیزو رسنیو کارونکی راز محمد شیرزاد په طنزیه شکل داسې لیکلي:«دغه غیږ چې یې ورکړی محمد حسن اخوند دی؟
‏سخته کلکه غیږه یې ورکړې»

ساحل پشتون لیکلي:«رئیس الوزرا اسحاق ډار نه ‌داسې غاړه چاپيره کړې لکه يعقوب عليه سلام چې خپل ورک زوی يوسف علیه وسلم موندلی وي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته د افغان ټرانس ریل پټلۍ او یوشمیر نورو اقتصادي پروژو د پرانیستې په موخه سفر کړی وو.

سراج الدین حقاني او اسحاق ډار؛د افغان-ترانس رېل پټلۍ تړون مهم پرمختګ بللی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني نن په کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، ښاغلي حقاني د پاکستاني پلاوي تود هرکلی کړی او د افغان–ترانس رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې توافق‌نامه یې مهم پرمختګ بللی دی.

حقاني دغه هوکړه‌لیک د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو لپاره بنسټیز ګام یاد کړی او د ګډو ارزښتونو، دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکو یادونه یې کړې ده.

اسحاق ډار هم دغه توافق‌نامه مهمه بللې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو ګاونډیو، سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت او سیاسي تفاهم په برخو کې د دوامدارې همکارۍ هیله څرګنده کړې ده.

د طالبانو حکومت رئیس الوزراء؛د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

د طالبانو حکومت رئیس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.

له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ د شونتیا درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک شو او سیاسي مشورتي بحثونه ترسره شول.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف دا ورځ د دواړو هیوادونو لپاره تاریخي بللې او د افغانستان د ثبات، پرمختګ او نړیوال تعامل ملاتړ یې کړی.

سعیدوف همداراز د امام بخاري د زیارت د بیارغونې ستاینه کړې او ملا حسن اخند ته یې د ازبکستان د رسمي سفر بلنه ورکړې.

اسحاق ډار؛د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ته بلنه ورکړې، چې پاکستان ته سفر وکړي

د طالبانو حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې د پاکستان
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د درې‌اړخیزې افغان ټرانس رېل‌پټلۍ پروژې، اقتصادي همکاریو، افغان کډوالو راستنولو، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

اسحاق ډار د اسلام‌اباد له لوري د وړاندې شویو ژمنو د عملي کېدو یادونه وکړه او ملا محمد حسن اخند ته یې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سلامونه او پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

په دې لیدنه کې حسن اخند ویلي، افغانستان هڅه کوي چې افغان ټرانس پروژه بریالۍ کړي او ستونزې باید د تفاهم، ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب له لارې حل شي.

هغه د پاکستان د سفر بلنه ومنله او ویې ویل، په مناسب وخت به دغه سفر ترسره کړي.