دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 464

اسرائیل؛له سوریې سره اوربند وکړ

0

اسرائیل او سوریې د ترکیې، اردن او نورو ګاونډیو په ملاتړ د سویډا ولایت کې د اوربند هوکړه کړې.

ترکیه کې د امریکا سفیر تام باراک ویلي، ټولې خواوې دې وسلې پر ځمکه کېږدي او د یووالي لپاره دې کار وکړي.

اسرائیل سوریایي ځواکونو ته د سویډا محدودې داخلې اجازه ورکړې چې د شخړو د پای ته رسولو هڅه وکړي.

دمشق هم ویلي چې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره ځانګړي ځواکونه لیږي.

اسرائیل ژمنه کړې چې د دروزی اقلیت ملاتړ به کوي.

وروسته تر هغې، چې دروزو کې قبیلوي شخړې رامنځته شوې، اسرائیل پر سوریې بریدونه پیل کړل.

نامعلومه وسله‌والو؛د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی غړی وژلی

د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی غړی او د عبدالرشید دوستم پخوانی قوماندان، محب الله میرازد په میمنه ښار کې ترور شوی دی.

سرچینې وایي چې وسله‌والو پر نوموړي ډزې کړې او له سیمې تښتېدلي دي.

نوموړی تازه د طالبانو حکومت د بلنې له لارې افغانستان ته راستون شوی و.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ:ژر به ۱۰ نور یرغمل شوي اسرائیل ازاد شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې ژر به ۱۰ نور یرغمل شوي له غزې څخه آزاد شي.

هغه دا خبرې سپینې ماڼۍ کې کړې او د خپل ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف، هڅې یې وستایلې.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس د نظامي څانګې ویاند ویلي که د اوربند خبرې بریالۍ نه شي، حماس به نور له موقتي اوربند سره موافقه ونه کړي.

کرېکټ بورډ:د شپږیزه لیګ لسم پړاو نن پیلېږي

0

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د شپږیزې لیګ لسم پړاو به نن (شنبه) په دوو سیالیو پیل شي.

په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان له بست ساتونکو سره مخامخ کېږي، او دویمه سیالي به د مس عینک اتلانو او سپین‌غر لوبډلې ترمنځ وي.

استاد سیاف:طالبانو د اسلامي عزت، افغاني غیرت او انساني چلند سپکاوي ته کار ویلی

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي، د طالبانو له خوا د ښځو نیول او د نارینه‌وو له خوا زندان ته وړل نه یوازې شرعاً ناروا دي، بلکې د اسلامي عزت، افغانۍ غیرت او انساني مروت ښکاره سپکاوی دی.

استاد سیاف لیکلي:«طالبه! له خدایه وډار شه!
پر ښځو لاس اچول، د نارینه‌وو لخوا د هغوی نیول، او بیا زندان ته لېږل چې هلته هم نارینه زندان‌ساتونکي وي، نه یوازې دا چې د دین او شریعت خلاف کار دی، بلکې د اسلامي عزت، افغانۍ غیرت او انساني مروت ښکاره سپکاوی هم دی.»

جهادي مشر استاد عبدالرب سیاف دا کار د شریعت په نوم تر ټولو ستره جفا بللې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې له دې ډول کړنو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د طالبانو ځواکونو کابل کې له بازارونو او تفریحي ځایونو څخه نجونې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

د ډار او ملا حسن روغبړ ته غبرګون؛لېوال: که دا د کلتور برخه وي؛ نو نورې برخې ولې تر پښو لاندې کوئ؟

ایران کې پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار روغبړ ته غبرګون کې لیکلي، چې د واکمن استبداد له هرڅه د پاکستانیت تورې زرڼې څاڅي.

دغه روغبړ، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام را اړولی، یو شمېر طالبانو دا د افغاني کلتور برخه ګڼلې؛ خو لېوال وایي، که دا کلتور پالل کېږي، نو ولې بیا له پاکستانه د ورکړل شوي ناسم دیني تفسیر له امله د افغانانو نور کلتورونه تر پښو لاندې شول.

د لېوال په خبره، په افغاني فرهنګ کې تر دې نور زیات ارزښتونه شته، چې اوس تر پښو لاندې دي.

ایسېکس پوهنتون؛د ځغاستې افغان لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه

د بریټانیا ایسېکس نړۍوال پوهنتون د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړې ده.

نوموړي ته دغه دکتورا د هغه د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، مبارزې، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېز له امله ورکړل شوې.

نوري ته د دکتورا د ورکړې مراسمو کې ګڼ شمېر لوړ پوړيو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د یادونې ده، چې نوري نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې هلمند کې د ماین چاودنې له کبله په سترګو معلول شو.

هغه اوس مهال په لندن کې ژوند کوي.

د ازادۍ په نوم جبهه:د طالبانو د امربالمعروف له کسانو څخه د نجونو د ځورولو غچ اخلو

د ازادۍ په نوم جبهې اعلان کړی چې له دې وروسته به د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت کسان هم هدف ګرځوي.

د ازادۍ جبهې ویلي، چې دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د طالبانو لخوا په کابل کې لسګونه نجونې نیول شوې دي.

دغې جبهې زیاته کړې، چې د ښځو پر وړاندې دا ډول چلند نه زغمل کېږي او عاملین به یې سزا ویني.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د طالبانو ځواکونو کابل کې له بازارونو او تفریحي ځایونو څخه نجونې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

انورالحق احدي:د طالبانو نظام نورمال نه دی

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د مدیره پلاوی غړی انورالحق احدي وایي، چې د افغانستان اوسنی نظام نورمال نه دی.

نوموړي ویلي، نړۍ له اوسني نظام سره مشکل لري او که یو نورمال نظام جوړ نشي؛ نو ښایي دا نظام هم زیات دوام ونه کړي.

احدي دغه راز ویلي، چې افغانان هم دې نظام سره په ستونزه کې دي او اوږد مهالې پانګونې هم د دغه نظام د نه مشروعیت له کبله ناممکنې دي.

عبدالقهار بلخي:د «اسلامي امارت» او د جرمني حکومت تر منځ له تفاهم وروسته، ۸۱ افغان کډوال له جرمني څخه افغانستان ته اخراج شوي

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپلې اېکس‌پاڼې ليکلي، چې د «اسلامي امارت» او د جرمني فدرالي حکومت ترمنځ له خبرو وروسته ۸۱ افغان کډوال له جرمني څخه اخراج شوي.

نوموړي ويلي، دغه چاره د قطر په منځګړیتوب ترسره شوه.

د یادونې ده، چې دا افغانان په بېلابېلو جرمونو تورن وو.