پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 463

سوريه:له سعودي عربستان سره د شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسلیک کوو

0

د سوريې د اطلاعاتو وزير حمزه مصطفی ويلي، چې دمشق له سعودي عربستان سره د نږدې شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسليکوي.

هغه دا خبره په دمشق کې د سوريې او سعودي ترمنځ د پانګونې کنفرانس پر مهال وکړه، چې پکې د سعودي عربستان يو لوړپوړي سوداګریز پلاوي هم ګډون کړی و.

امريکايي سناتوره:د ټرمپ اداره دې بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو زیانمنو افغانانو ملاتړ وکړي

له متحده عربي اماراتو څخه د دوو افغان کورنیو د شړلو د راپورونو په غبرګون کې يو امريکايي سناتور دغه اقدام «د نه منلو وړ» بللی دی.

سناتور جين شاهين ويلي، د زيانمنو افغانانو شړل د امريکايي ارزښتونو او ژمنو سره خيانت دی.

د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې د يوې خبرپاڼې له مخې، هغې د ټرمپ له ادارې غوښتي چې په قطر، اماراتو، البانیا او پاکستان کې زیانمنو افغانو ته د بيا مېشتېدو او ملاتړ فرصتونه ژر برابر کړي.

قطر:له افغانستان سره د سولې په بهير کې منځګړتوب ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو لپاره د قطر دايمي استازې، عاليه احمد بن سيف آل‌ثاني ويلي، چې هېواد به يې له افغانستان سره د سولې او ثبات د تأمين په برخه کې خپل منځګړي رول ته دوام ورکړي.

هغې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته ويلي، دا هڅې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د «دوحې بهير» کوربتوب هم شاملوي، چې موخه يې افغانستان بېرته نړيوالې ټولنې ته ورګډول دي.

کاناډا کې د جرمني سفیر:طالبان په رسمیت نه پېژنو او له دوی سره تعامل د رسميت مانا نه لري

په کاناډا کې د جرمني سفير ويلي، برلين طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني، او له دې ډلې سره تعامل د رسميت مانا نه لري.

متياس لوتنبرګ دا څرګندونې د اتاوا په يوه غونډه کې وکړې، چې پکې يو افغان فعال اعجاز ملک‌زاده له طالبانو سره د جرمني د برخورد په اړه انتقاد وکړ او دا يې د بشري حقونو له ارزښتونو سرغړونه وبلله.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې راپورونه خپاره شول، چې جرمني د طالبانو حکومت دوه ديپلوماتان منلي، څو د مهاجرو د بېرته لېږد اسانتياوې برابرې کړي.

راپورونه وايي، طالبانو سيد مصطفی هاشمي او نبراس‌الحق د خپلو استازو په توګه جرمني ته معرفي کړي، او دا کسان به په برلين او بُن کې د افغانستان په سفارت او قونسلګرۍ کې فعاليت کوي.

ایران؛په تهران کې پخوانی افغان سرتېری د لوړ منزل څخه له لوېدو وروسته مړ شوی

سرچینې وايي، یو پخوانی افغان سرتېری په ایران کې د لوړ منزل څخه له لوېدو وروسته مړ شوی دی.

دغه سرتېری “کاکا جان کوهبندی” نومېده او تېره اوونۍ یې په تهران کې ژوند له لاسه ورکړی.

هغه د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د درنامه کلي اوسېدونکی و، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته ایران ته تللی و.

نږدې یوه اوونۍ مخکې هم یو بل پخوانی سرتېری په ورته ډول په تهران کې مړ شوی و.

معصوم ستانکزی:افغان ولس د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ګټو قرباني دی

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، ولس د کلونو راهیسې د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ګټو قرباني شوی، او اوس د بشري معیارونو تر پښو لاندې کولو له امله مهاجرین له یوې سترې فاجعې سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي چې باید له تېرو ناخوالو زده کړه وشي، او یوازې د یووالي او ګډو هڅو له لارې دا ناورین بدلېدای شي.

هغه ټینګار کړی، چې د یو بل منل بریا راولي، خو نفاق بیا ناکامي زېږوي.

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون؛د ابو نصر فراهي بندر د پراختیا لپاره د ځمکې ورکړې پرېکړه کړې

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون تأیید کړې چې د ابو نصر فراهی بندر د بارولو او ښکته کولو فعالیتونو پراختیا لپاره به ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شي.

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې.

یاد کمېسیون د ښار جوړونې وزارت ته دنده سپارلې چې د بندر پراختیا نقشه او ډیزاین جوړ او په ټاکلي وخت یې اړوندو ادارو ته وسپاري.

همداراز، د مالیې وزارت ته ویل شوي چې د دې بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د اړوندو وزارتونو له برخې څخه شامله کړي.

د رئیس‌الوزرا اقتصادي دفتر زیاتوي، دا پرېکړه د منظورۍ لپاره د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده دفتر ته لېږل شوې ده.

ابونصر فراهی بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له لویو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې په فراه ولایت کې موقعیت لري.

اصیلا وردګ:په ایټالیا کې مې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه غږ پورته کړ

پخوانۍ دیپلوماته اصیلا وردګ وايي چې په ایټالوي سنا او پارلمان کې یې د هغو افغان کډوالو د خراب وضعیت په اړه خبرې کړې، چې له ایران څخه په زور شړل کېږي.

نوموړې ویلي، د دغو کډوالو د عاجل ملاتړ او ساتنې اړتیا ډېره ده.

هغې زیاته کړې چې د ایټالیا حکومت کولای شي د دوی په مرسته او اړتیاوو پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو حکومت او پاکستان؛د ګمرکي تعرفو د کمولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت او پاکستان چارواکو نن چهارشنبه په اسلام‌باد کې د سوداګرۍ ترجیحي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې موخه‌یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا او اقتصادي تبادلاتو پراخول دي.

دغه هوکړه‌لیک د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جاوېد پاول ترمنځ لاسلیک شوی دی.

دا هوکړه به د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې نافذه او یو کال به اعتبار ولري؛ خو د دواړو لورو په توافق سره تمدیدېدای شي.

د هوکړې له مخې، د ګمرکي تعرفو کچه له ۶۰ سلنه نه ۲۷ سلنه ته راټیټیږي، چې اته صادراتي توکي پکې شامل دي.

له رسمیت پېژندنې وروسته؛سرګي لاوروف امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو لوریو له رسمیت پېژندنې وروسته د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراخېدو بحث کړی دی.

متقي د روسیې له دې پرېکړې مننه وکړه او دا یې له نړۍ سره د بېرته نښلېدو لپاره مهم ګام وباله.

لاوروف وویل، رسمیت پېژندنه به نوې همکارۍ رامنځته کړي، او متقي ته یې د مسکو فارمټ غونډې د ګډون رسمي بلنه ورکړه.