د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د اټومي تاسیساتو پر سر شپږم پړاو مذاکرات رد کړل.
ټاکل شوې وه، چې دا مذاکرات په عمان کې ترسره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دوی د اسرائیل تر برید وروسته دا مذاکرات هیڅ معنی نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د اټومي تاسیساتو پر سر شپږم پړاو مذاکرات رد کړل.
ټاکل شوې وه، چې دا مذاکرات په عمان کې ترسره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دوی د اسرائیل تر برید وروسته دا مذاکرات هیڅ معنی نه لري.
واشنګټن کې د اسراییل سفیر ویلي، چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې یوه اسراییلۍ مېرمنه وژل شوې او څلوېښت کسان ټپیان شوي.
ایران له تېرې شپې راهیسې پر اسرائیل بریدونه پیل کړي دي.
بل لورته بیا ایران ویلي، چې پر دوی شویو بریدونو کې د امریکا لاس دی او هیڅ وخت به دا هیر نه کړي، چې ایراني وګړي د امریکا پر وسلو ووژل شول.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونگ له اسرائیل غوښتي، چې ژر تر ژره پر ایران خپل بریدونه ودروي.
هغه د ایران د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض په تړاو د اسرائیلو کړنې وغندلې او ویې ویل چې چین د دغو اقداماتو له پایلو ژوره اندېښنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسراییلو په بریدونو کې د ایران ګڼ شمېر پوځي قوماندانان او اټومي ساینسپوهان ووژل شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې اسرائیل په ټولو سرو کرښو تېری کړی دی.
نوموړي ویلي، امریکا داسې ګامونه اخیستي چې خبرې یې بېمانا کړي دي.
هغه امریکا ته په خطاب کې ټینګار وکړ: «تاسې نشئ کولی هممهاله د خبرو ادعا وکړئ او هممهاله د کار وېش ترسره کړئ او نسلوژونکی رژیم پرېږدئ چې د ایران ځمکنۍ بشپړتیا په نښه کړي.»
اسرائیلو د ایران همدان ښار اړوند د اسد اباد پر یو نظامي مرکز برید کړی.
تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د یادونې ده، چې اوس مهال یو وار بیا اسرائیل د ایران پر مختلفو سیمو بریدونه پیل کړي.
د اسرائیلو له لوري پر ایران بریدونه، چې د جمعې په سهار پیل شوي وو، تر شنبې سهاره دوام لري.
په تهران کې مهرآباد، اقدسیه، حکیمیه او پاستور سیمې تر برید لاندې راغلي.
په زنجان کې هم یوه پوځې اډه په نښه شوې، او په کرج کې د کوه عظیمیه په سیمه کې چاودنه شوې ده.
ځینو رسنیو هدف مخابراتي برج بللی، خو عیني شاهدان وايي چې د برید هدف د رادار سیستم و.
همدارنګه، د ایران بیدگنه توغندويي اډه چې له هغه ځایه د اسرائیلو پر لور توغندي ویشتل شوي، تر برید لاندې راغلې ده.
ایراني رسنۍ وایي د دې هیواد هوايي ځواک د اسرائیلو دوه جنګي الوتکې راغورځولي.
د راپورونو له مخې د پرځیدلې الوتکې یوه ښځینه پېلوټه نیول شوې ده.
د تسنیم خبري آژانس د دفاعي خبریال د راپور له مخې، د ایران هوايي دفاع بریالۍ شوې چې د اسرایلو دوه جنګي الوتکې وغورځوي.
د راپور له مخې، د دغو الوتکو د پېلوټانو له ډلې یوه یې ښځه ده چې اوس اسیره شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران ته یې د اټومي هوکړې لپاره ګڼ فرصتونه ورکړي، خو که دغه هېواد د هوکړې لار ونه نیسي؛ نو پایلې به یې د دوی له اټکله هم بدې وي.
ټرمپ، چې د امریکا پوځي توان ته اشاره کړې، زیاته کړې: «زموږ وسلې ډېرې پیاوړې دي، ډېری یې له اسراییلو سره شته او د کارولو هنر مو هم زده دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د ټرمپ د خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي: «ایراني تندلارې مخکې په زړورتیا خبرې کولې؛ خو اوس وضعیت بدل شوی، هغوی نور نه شته.»
روبیو له ایراني چارواکو غوښتي چې د لا نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره دې د خبرو او هوکړې لاره خپله کړي.
ایراني رسنیو تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران د هوایي ځواک قوماندان امیرعلي حاجيزاده د اسرائیلو د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
حاجيزاده، چې په ۱۳۴۱ کال کې په تهران کې زېږېدلی و، له ۱۳۵۹ راهیسې د سپاه پاسداران غړی و او د ایران د توغندیزو پروګرامونو له کلیدي څېرو څخه شمېرل کېده.
هغه په ۲۰۱۹ کال کې د یوه امریکايي بېپیلوټه الوتکې د نسکورولو له امله د امریکا تر بندیزونو لاندې راغی.
نوموړی دغه راز په ۱۳۹۸ د حوت په میاشت کې، وروسته له هغه چې د سپاه د هوايي دفاع لهخوا یوه اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه تهران ته نږدې وویشتل شوه او ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول، حاجيزاده دغه پېښه “انساني تېروتنه” وبلله او بشپړ مسؤلیت یې ومانه.
هغه اعلان وکړ چې چمتو دی هر ډول سزا ومني، چې ایراني مراجعې ورته وټاکي.
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو قوماندان، امیرعلي حاجيزاده، وژل شوی دی.
د اسراییلي چارواکو په وینا، د سپاه پاسداران د هوايي ځواک یو شمېر لوړپوړي قوماندانان هم د هغه ترڅنګ وژل شوي دي.
د اسراییلو د دفاع وزیر، یسرائیل کاتز، مخکې ویلي وو چې په یوه برید کې د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو ډېر مهم مشران له منځه وړل شوي دي.
د ایران چارواکو تر اوسه د حاجيزاده د وژل کېدو خبر رسماً نه دی تائید کړی؛ خو د هغه د مړینې په اړه ضد او نقیض خبرونه په ایراني رسنیو کې خپاره شوي دي.