پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 451

خیبر پښتونخوا؛په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنیز مرکز خونړي برید کې ۷ پولیس وژل شوي

0

د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، بریدګر د رټه کلاچي په سیمه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د مرکز د دروازې سره وجنګاوه او د دیوال له رالوېدو وروسته دننه ننوتل او ډزې یې وکړې.

له شپږ ساعته جګړې وروسته، پاکستاني ځواکونو شپږ بریدګر له منځه وړي او جګړه پای ته رسېدلې.

چارواکو ویلي، له ۲۰۰ روزنیزو پولیسو او کارکوونکو څخه ټول ژوندي ژغورل شوي دي.

په برید کې ۱۳ تنه ټپیان شوي، او د عملیاتو وروسته سیمه د پولیسو له‌خوا تصفیه شوې ده.

لومړی د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې برید منلی و؛ خو وروسته له هغه یې ځان بې‌پرې اعلان کړ.

تر اوسه د برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د ډیورینډ کرښې په اوږدو کې؛ د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده

سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې لږ تر لږه یو ساعت وړاندې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د غلام خان بندر په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، جګړه د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ شوې او لا هم د دواړو لورو تر منځ د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.

سرچینې وايي، د نښتې د پیل لامل تر اوسه نه دی روښانه، خو د سرحدي سیمې وضعیت ترینګلی بلل شوی دی.

خواجه اصف:که کابل تضمین ورنکړي، پاکستان به د خپلې خاورې د دفاع لپاره لازم اقدامات وکړي

وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان لخوا د افغانستان د هوايي حریم د نقض یادونه کړې او ورته یې د دواړو هېوادونو لپاره د بدو عواقبو خبرداری ورکړی، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په خپله ایکس‌پاڼه کې غبرګون څرګند کړی.

اصف لیکلي چې که له افغانستان څخه وسله‌والې او فتنه‌جوړونکې ډلې په پاکستان کې وینه وڅڅوي او کابل دا تضمین ورنه‌کړي چې خپله خاوره به یې د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي؛ نو اسلام‌آباد به د خپلې خاورې د دفاع لپاره اړین او ضروري اقدامات ترسره کړي.

هغه زیاته کړې: «زموږ د مټو تقدس ته باید پام وشي؛ موږ به هم ستاسو په خاوره کې پاکستان ته ستونزې جوړول ونه زغمو.»

محسن داوړ:طالبان د افغان ولس له مشروع ملاتړ پرته دوام نه شي کولی

د خیبر پښتونخوا د ملي ولسواک ګوند مشر محسن داوړ ویلي، تر هغې چې طالبان د افغان ولس د رایې مشروعیت ترلاسه نه کړي، د بهرنیو قدرتونو له ملاتړ پرته به دوام ونکړي.

هغه د پاکستان لخوا پر کابل برید ته په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې طالبان نه شي کولای د افغانستان خپلواکي تضمین یا د هېواد ملي حاکمیت وساتي.

د داوړ په وینا، د طالبانو پروژه په لومړي سر کې د همدې لپاره پر افغانانو تپل شوې وه، څو د افغان هویت بنسټونه کمزوري او د ملت یووالی له منځه یوسي.

کریم خرم:افغانستان د قدرتونو د لوبو منځ کې یواځې د ملت یو موټی کېدل ژغورلی شي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، کریم خرم، د افغانستان پر خاوره د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول حملې د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې بې ساري دي.

ښاغلي خرم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا پېښه یوازې یو نظامي عمل نه، بلکې د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض دی.

د هغه په وینا، نړۍ ورو ورو په داسې بې‌قانوني ډګر بدلېږي چې پکې نه حریم پاتې دی او نه اصول.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان نه یوازې د سترو قدرتونو د سیالیو میدان ګرځېدلی، بلکې د سیمې هېوادونه هم خپلې متضادې ګټې پکې لټوي.

خرم خبرداری ورکړی چې په داسې “ځنګلي چاپېریال” کې د بقا یوازینی ضمانت ملي یووالی، ځواکمن ملت، او د فکري او تخنیکي کدرونو روزنه ده.

خبریال بشیر هاتف؛له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د طالبانو په بند کې دی

له څو میاشتو تېرېدو وروسته خبریال بشیر هاتف لاهم د طالبانو حکومت په بند کې دی.

نوموړی څو میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت نېولی او تر اوسه یې د جرم په اړه څه نه دي ویل شوي.

بشیر هاتف هېواد کې د خبریال او شنونکي په توګه فعالیت کوو او تر دې وړاندې د شمشاد او ژوند تلویزیون د خپرونو مسول هم پاتې شوی.

تر اوسه د طالبانو حکومت د هغه د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

عبدالله عبدالله:د کابل او پکتیکا هوايي بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی

د مصالحې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل او پکتیکا پر وروستیو هوایي بریدونو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، دا بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی.

عبدالله په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «موږ دا ډول نظامي اقدامات په کلکو ټکو غندو. د افغانستان د خاورې دننه هر ډول پوځي اقدام د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده او د ښه ګاونډیتوب له اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی.»

هغه له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ درناوی وکړي.

عبدالله ټینګار کړی، چې د هر ډول اختلاف حل باید د منطق، ډیپلوماسۍ او رغوونکو خبرو له لارې وشي، نه د زور او بریدونو له لارې.

ملا عبدالسلام ضعیف:د پاکستان هوايي بریدونه احمقانه اقدام دی، عواقب به یې د اسلام‌اباد پر غاړه وي

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د پاکستان له‌خوا پر افغانستان د ترسره شویو هوایي بریدونو او سرغړونو کلکه غندنه کړې ده.

ضعیف ویلي، دا بریدونه د پاکستان د پوځ «احمقانه او غیرمسؤلانه اقدام» دی، او موخه یې دا ده چې د پاکستان واکمنان د خپل هېواد له خراب سیاسي او امنیتي وضعیت څخه د خلکو پام بل لوري ته واړوي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان پر خاوره دا ډول تجاوز د منلو نه دی او د دې کړنو ټول عواقب به د پاکستان پر حکومت او پوځ راجع وي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:په افغان خاوره د پاکستان برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغیړن اقدام دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستان له‌خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض په کلکو ټکو غندلی او دا یې «بې‌ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام» بللی دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، پاکستاني جټ الوتکو د ډېورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا ولایت د مرغې په سیمه کې پر یوه ملکي بازار بمبار کړی او د کابل د پلازمېنې هوايي حریم یې هم نقض کړی دی.

اعلامیه زیاتوي:«موږ د افغانستان په حریم دا تجاوز په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده.»

یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي او وضعیت ترینګلی شي، مسؤولیت او عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.

ضیاءالحق امرخېل:په نړۍ کې د اسراییل او پاکستان د تجاوزي کړنو پالیسي یوه ده

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخیل د پاکستان له لوري د کابل هوایي بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تجاوز بللي دي.

هغه ویلي، په نړۍ کې یوازې دوه هېوادونه اسرائیل او پاکستان داسې تجاوزي کړنې ترسره کوي.

امرخیل ټینګار کړی چې د دغه «نه‌بخښوونکي عمل» پر وړاندې د افغان ولس یووالی حیاتي دی، ځکه پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانستان د نظامونو د کمزوري کولو هڅې کوي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلام‌اباد پر وړاندې واضح دریځ ونیسي او د افغان حاکمیت د نقض په اړه چوپه پاتې نه شي.