چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 451

سپاه پاسداران:د اسرائیل هوایي دفاعي سیستم له منځه وړل شوی

د ایراني رسنیو په وینا، ایران د لومړي ځل لپاره د اشغال شویو سیمو پر ضد برید کې د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لرونکي “سجیل” توغندی کارولی دی.

دا توغندی د سپاه پاسداران لخوا د “وعده صادق ۳” د عملیاتو په دولسمه څپه کې د اسراییل پر لور توغول شوی دی.

د سپاه پاسداران په یوولسمه اعلامیه کې راغلي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو په تېرو عملیاتو کې د اسراییل دفاعي هوايي سیستم له منځه وړی او اوس د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو لپاره د “اشغال شویو سیمو” فضا خلاصه ده.

پوتین:نه غواړم د علي‌ خامنه‌یي د وژل کېدو د احتمال په اړه خبرې وکړم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، چې نه غواړي د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي د احتمالي ترور پر موضوع بحث وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د سن‌پترزبورګ اقتصادي غونډې په څنډه کې، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

نوموړي ویلي، نه غواړي حتا د دې احتمال په اړه خبرې وکړي، نه غواړي دا خبرې واوري او نه غواړي بحث پرې وکړي.

نیویارک ټایمز:ښایي ټرمپ خپل استازی یا مرستیال له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره واستوي

نیویارک ټایمز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله، چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی، راپور ورکړی، چې ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې د لیدنې وړاندیز منلو ته چمتو دی، څو له اسراییلو سره د اوربند پر موضوع خبرې وشي.

ټرمپ ویلي چې غواړي د ایران د اټومي پروګرام پر موضوع تمرکز وشي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ ویلي چې ښایي خپل ځانګړی استازی ستیو ویتکاف یا مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس له ایرانی چارواکو سره د لیدنې لپاره سیمې ته واستوي.

له بلې خوا، رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د جرمني، فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیران به سبا په جنیوا کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د اټومي مذاکراتو یوه ناسته ولري.

د اسراییلو پوځ؛د ایران په تهران او نورو سیمو کې د تازه بریدونو لړۍ پیل کړې

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې دا مهال یې په تهران او د ایران په نورو سیمو کې د بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

د اسراییلو هوایي ځواک پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې په تهران او نورو سیمو کې یې د بریدونو څپه پیل کړې ده؛ خو د هدفونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

له دې سره هم‌مهاله، د ایران د “وعده صادق ۳” عملیاتو ویاند ایمان تاجیک، په یوه تازه ویډیو کې ویلي چې د عملیاتو دولسم پړاو یې پیل کړی.

تاجیک ادعا کړې چې د ایران توغندیو د اسراییلو هوايي دفاعي سیستمونه مات کړي او اوس دوی لاسبري دي.

نوموړی وایي دغه بریدونه به “اغېزناک او دوامدار” وي.

بروکسل کې د قطر استازی؛مونږ له افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو عمومي رئیس په بروکسل کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو پیاوړتیا او د زیانمنو کسانو لاسنیوی باید لومړیتوب وي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د قطر حکومت به له افغان ولس سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې د اروپايي ټولنې له لوري د افغانستان پر وضعیت د دوه‌ورځنۍ غونډې پر مهال وشوې، چې پکې د قطر استازي د افغانستان پر روانو سیاسي او اقتصادي ستونزو خبرې وکړې او د همغږې نړیوالې هڅې پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي ویلي مرسته کوونکي هېوادونه او بشري ادارې کولی شي د افغانانو د ظرفیت لوړولو، زغم زیاتولو او ژوند ښه کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

دا غونډه د اروپايي ټولنې، خلیجي هېوادونو، مرسته کوونکو، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د G7 ډلې، مدني ټولنې، او نادولتي بنسټونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه.

د بشري حقونو او مدني فعالانو غوښتنې؛نړیواله ټولنه باید زلمی خلیلزاد ونیسي

یو شمېر افغان مدني، اعتراضي او د بشري حقونو بنسټونو په یو سرخلاصې لیک کې د زلمي خلیل‌زاد پر ضد د نړیوالې قانوني څارنې غوښتنه کړې ده.

دوی نوموړی د پخواني جمهوري نظام د سقوط، د طالبانو د سپین‌ ښودلو، او هغوی ته د واک په بېرته ورکولو تورن کړی دی.

په لیک کې د خلیل‌زاد دوسیې د نړیوال جزایي محکمې (ICC) ته د سپارلو غوښتنه شوې او همداراز د هغه پر سیاسي او مشورتي فعالیتونو بندیز او د هغه اړوند رسنیزو او مالي شبکو پلټنه هم مطرح شوې ده.

لیک د هغو سازمانونو له لوري لاسلیک شوی چې د بشري حقونو، بیان ازادۍ، انتقالي عدالت او مدني مقاومت په برخو کې فعال دي.

ټاکل شوې چې د لیک بشپړه نسخه او اسناد ډېر ژر نړیوالو ادارو، رسنیو او د بشري حقونو سازمانونو ته وسپارل شي.

زلمي خلیل‌زاد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رسول سیاف:دعا کوم، چې ایران روانه جګړه وګټي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د اسراییلي رژیم له لوري پر ایران وحشیانه برید سخت غندلی دی.

ښاغلي سیاف پر خپل ایکس (ټویټر) پاڼه لیکلي: «موږ دا یرغل د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو تړونونو خلاف ګڼو او په کلکه یې غندو.»

هغه زیاته کړې چې د ایران د خلکو او حکومت د ثبات او بریا لپاره دعا کوي او هیله لري چې هغوی په دې “ستونزمن او ستره ازموینه” کې بریالي شي.

د طالبانو حکومت؛د چین د ولسمشر له خبرو هرکلی کړی

د طالبانو حکومت د چين او سيمه ييزو هېوادونو په غونډه کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د مثبتې څرګندونې هرکلی کړی دی.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل چې دوی د چين، ازبکستان، قرغيزستان او نورو مشرانو له ملاتړ او د افغانستان د امنيت او اقتصادي پرمختګونو څخه مننه کوي.

په دې ناسته کې د چین ولسمشر ویلي وو، چې د طالبانو له حکومت سره باید اړیکې پراخې شي.

د طالبانو حکومت؛د ټرانسپورت اوهوايي چلند سرپرست نن د ترکمنستان له سفیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده نن چهارشنبه د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کابل کې ولیدل.

په دې ناسته کې د ټرانسپورتي همکاریو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي، او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاو په اړه خبرې شوې.

اخندزاده وویل، دا مهال د کابل او عشق‌آباد ترمنځ د همکاریو پراخولو لپاره ښه فرصت شته.

په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر هم وویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ په برخه کې، اړیکې لا پیاوړې کړي.

د چین ولسمشر:له افغانستان سره د پرمختګ او ثبات په موخه د سیمه‌ییزې همغږۍ پیاوړتیا ته اړتیا ده

د چین ولسمشر شي جېن‌پینګ ویلي، چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پراختیا په برخه کې باید سیمه‌ییزه همغږي لا نوره هم غښتلې شي.

هغه دغه څرګندونې د «چین – منځنۍ اسیا» دویمې سرمشریزې پر مهال وکړې، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر شي جېن‌پینګ د وینا متن خپور کړی، چې پکې راغلي: «افغانستان زموږ مهم ګاونډی هېواد دی، او موږ باید هڅه وکړو چې د دغه هېواد د بیا رغونې او پرمختګ لپاره ګډ اقدامات چټک کړو.»

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان له سختو اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ دی.