چهارشنبه, جولای 1, 2026
Home Blog Page 450

افغان پوسټ؛په ننګرهار کې د پاسپورټونو تر کور رسولو بهیر پیل کړ

د ننګرهار د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د افغان پوسټ له لوري خلکو ته د نویو پاسپورټونو د کور تر دروازې رسولو بهیر پیل شوی دی.

چارواکي وايي چې دا خدمت اختیاري دی او لګښت یې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مشر عبد الکریم حسیب دغه بهیر «چټک، اصولي او قانوني» بللی دی.

د افغان پوسټ عمومي مسؤول رحمت‌الله مکي وایي چې په ټول هېواد کې ۳۶۴ پوسته‌خونې او د کورونو ثبت شوي پته لري، نو ځکه به دا پروسه بریالۍ وي.

اتریش؛یو افغان د نشه‌يي موادو د قاچاق له امله له هېواده وایست او کابل ته یې ولېږدوه

یو افغان وګړی چې په اتریش کې مېشت و او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور محکوم شوی و، تېره ورځ له دغه هېواده وایستل شو او کابل ته ولېږدول شو.

د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ناقانونه مېشتو کسانو د اخراج بهیر به لا هم سخت او جدي تعقیب شي.

د راپور پر بنسټ، دا له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شوی، د اتریش له لوري افغانستان ته د اخراج دوهمه پېښه ده.

زلمی خلیل‌زاد:د افغانستان او پاکستان د خبرو په منځګړیتوب کې د ترکيې نوې هڅې ستایم

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د ترکيې هغه نويو هڅو ته هرکلی ويلی چې موخه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب له لارې د تاوتريخوالي د بيا رامنځته کېدو مخنيوی دی.

تر دې يوه ورځ مخکې د ترکيې ولسمشر اعلان کړی و چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، د دفاع وزير او د استخباراتو مشر به دا اونۍ پاکستان ته سفر وکړي، څو د اسلام‌ـ‌اباد او کابل ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه د پاکستاني چارواکو سره بحثونه وکړي.

شکریه بارکزۍ؛د نړیوال ازادۍ کانګریس مرستیاله وټاکل شوه

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د نړیوال ازادۍ کانګریس مرستیال ټاکل شوې.

دا کانګریس تېره ورځ برلین کې د شپېتو هېواودونو د استازو په شتون کې پیل شو، چې درې ورځې دوام کوي، چې په کې شکریه بارکزۍ د دغه کانګریس مرستیاله ټاکل شوې.

بارکزۍ ویلي، چې دوی د پیاوړي، متحد او نړیوال بدلون لپاره ژمن دي او د عدالت لپاره به مبارزه کوي.

شکریه بارکزۍ د افغان ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي، چې د طالبانو حکومت سر سخته منتقده ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت:شیخ هبت‌الله د عصري زده کړو د پراختیا لپاره ۶۳۳ بستونه منظور کړل

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې شیخ هبت‌الله اخندزاده د نوې ټکنالوژۍ او عصري زده کړو د لا پراختیا په موخه ۶۳۳ اداري او کادري بستونه منظور کړي دي.

د وزارت په وینا، دغه نوي بستونه د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د نهمې او لسمې دورې له پرېکړو سره سم د هغو پوهنځیو او ماسټرۍ پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي چې تازه رامنځته شوي دي.

یادو پروګرامونو کې کمپیوټر ساینس، انجنیري، مصنوعي ځیرکتیا او ریاضیات برخې شاملې دي.

اعلامیه زیاتوي چې د شیخ هبت‌الله د ځانګړي شفقت پر بنسټ په بدخشان او غزني پوهنتونونو کې منظور شوو طب پوهنځیو لپاره هم اړین اداري او کادري بستونه منظور شوي دي، څو دغه پوهنځي د بشپړ ظرفیت سره فعالیت پیل کړي.

ډاکتر فضلي:پاکستاني سیاستوال د دیني وطنپالنې شعارونه ورکوي، خو په ایت او قران نه پوهیږي او شپنۍ میلې او شرابخوري کوي

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل‌محمود فضلي ویلي چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له ژور هویتي بحران سره مخ دی او دا هېواد لا هم نه دی توانېدلی چې خپل ملي هویت په روښانه توګه تعریف کړي.

فضلي وایي، د پاکستان د دولت ایډیالوژیک بنسټ یوازې مذهبي فکر ته ورګرځي چې د دیوبندي علماوو او د اخوان‌المسلمین د نظریاتو تر اغېز لاندې جوړ شوی؛ خو مدني قوانین او د اساسي قانون ډېری برخې یې د برېتانوي سیکولر استعماري دورې میراث دی.

هغه زیاتوي چې د پاکستان په واکمنو کړیو کې تل ادعا کېږي چې مذهب د دې هېواد د هویت اصلي محور دی؛ خو په عملي بڼه د دغه شعار او واقعیت تر منځ لوی تضاد شته.

د هغه په وینا، ډېری کسان چې د مذهبي نیشنلیزم بیرغ پورته کوي، د قرآن څو آیتونه هم په سمه توګه نه شي لوستلای.

فضلي وایي، پاکستان باید په رښتینې توګه هغه ایډیالوژي تعقیب کړي چې د دې هېواد د جوړېدو تر شا وه او یا دې اعتراف وکړي چې نور د یو منظم هویت لپاره واضح منطق نه لري.

ده ټینګار کړی چې سیکولر مزاجه پاکستانیان هم باید د پاکستان د جوړېدو تاریخي دلیلونه درک کړي او یوازې پر نورو تور پورې نه کړي.

فضلي په پای کې ویلي: «دا وخت راغلی چې پاکستان پرېکړه وکړي، چې څوک دی او غواړي څه شی شي.»

د طالبانو حکومت:د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته د افغانستان د استازي نه بلل کېدل د اقلیمي عدالت او نړیوالې همکارۍ خلاف کار دی

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP-30) ته د افغانستان د رسمي استازي د نه بللو پرېکړه غندلې ده او دا یې د اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او بشري مسوولیتونو پر ضد بللې ده.

یادې ادارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دوی بشپړ چمتو وو څو په دې کنفرانس کې د ګډون له لارې د اقلیم بدلون پر وړاندې د افغانانو د زیانمن وضعیت حقایق له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي او د نړیوالو مرستو له محرومیت سره د افغانستان ستونزې مطرح کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانان دا مهال د وچکالۍ، سېلابونو، د یخچالونو د ویلي کېدو، د کرنیزو محصولاتو کمښت، د ځمکو ښویېدنې، د دودیزو ژوندیو بڼو د له منځه تلو او د اقلیمي بدلون له امله د جبري نقل‌مکان له پراخو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې د اقلیمي بدلون روان نړیوال کنفرانس پرون په برازیل کې پیل شو؛ خو افغانستان په رسمي توګه ګډون ته ونه بلل شو.

زلمی خلیل‌زاد:د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې باید د امنیتي تضمینونو پر بنسټ دوام وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د ناکامۍ په اړه ناامیدي ښودلې ده.

هغه ټینګار کړی چې د ترکیې او قطر د منځګړیتوب هڅې باید دوام ومومي.

خلیل‌زاد ویلي چې پاکستان په ښکاره توګه منلې وه چې د مخالفو ډلو لپاره یې پناه او ملاتړ برابر کړی او نړۍ هم له دې کار سره بلده ده.

هغه زیاته کړې چې قطر او ترکیه باید دواړه خواوې وهڅوي چې د اصل «د یو بل د خاورې څخه د امنیت پر ضد د ګواښونو کارول» ومني، د سرغړونو شاخصونه مشخص کړي او یو څارنیز سیستم جوړ کړي.

خلیل‌زاد ټینګار کړی:« دا کار اسانه نه دی؛ خو باید وشي. پاکستان باید واقع‌بین وي او د طالبانو حکومت هم باید همکاري وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو حکومت هڅه کوي پاکستان کې د پښتون پالنې مسله راپورته کړي

پاکستان په افغان خاورې د ګڼو تورونو وروسته دا ځل تور لګولی، چې د طالبانو حکومت یو شمیر حکومتي غړي هڅه کوي
په پاکستان کې پښتون‌پالنه راپورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ویلي، چې په پاکستان کې د پښتنو شمېر له افغانستان څخه ډېر دی؛ نو له دې امله طالبان هڅه کوي چې پښتانه ولمسوي؛ اعلامیې په تونده لهجه له طالبانو غوښتې د دې پر ځای چې په پاکستان کې پښتون‌پالنه راوپاروئ، دا
ښه ده چې خپل حکومت ته وګورئ، او دا وارزوئ چې آیا ستاسې حکومت د خپلو خلکو د ټولو قشرونو لپاره د ګډ مشارکت او شمولیت وړتیا لري که نه.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته له افغانستانه د پاکستان پر ضد بریدونه په شدت زیات شوي او د TTP او نورو ډلو فعالیتونه دوام لري.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال تښتېدلي وسلوال په افغانستان کې پناه ورکړل شوي او هلته د بریدونو لپاره روزنیز مرکزونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري ورکړل شوې ژمنې “تشې خبرې” بللې او کابل یې تورن کړی چې د ترهګرۍ اصلي موضوع د حاشیې موضوعاتو په وړاندې کولو ګډوډوي او حتی هڅه کوي وسلوال د کډوالو په نوم معرفي کړي.

ترکي پلاوی؛د افغانستان او پاکستان د سولې د هڅو لپاره اسلام‌اباد ته روانېږي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر به روانه اوونۍ اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د اردوغان په وینا، د ترکي پلاوي هدف د پاکستان او طالبانو ترمنځ دایمي سولې د تړون لپاره هڅې پیاوړې کول دي.

دغه څرګندونې هغه له باکو د سفر تر پایته رسېدو وروسته وکړې، چیرې چې یې له پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف سره هم لیدلي وو.

تر اوسه د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو له لوري د ترکي پلاوي د سفر په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا مهال د دواړو لورو درېیم پړاو خبرې په ترکیه کې بې‌پایلې پاتې شوې، او دواړو خواوو یې د ناکامېدو پخلی کړی دی.