پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 449

هندي رسنۍ:د امیرخان متقي د تاج محل لیدنه په وروستیو شېبو کې لغوه شوه

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ټاکل شوې وه نن یکشنبه د آګرې ښار د تاریخي تاج محل له ودانۍ څخه لیدنه وکړي؛ خو دا سفر په وروستیو شېبو کې لغوه شوی دی.

د آګرې پولیسو ویلي چې د سفر د لغوه کېدو امر له نوي ډېلي څخه ورکړل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د سفر د لغوه کېدو لامل لا نه دی څرګند؛ خو چارواکي وایي د امنیتي او دیپلوماتیکو دلایلو له مخې دا پرېکړه وشوه.

شهباز شریف:د طالبانو بریدونو ته مو چټک او اغېزمن ځواب ورکړی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو حکومت له لوري د تېرې شپې پر سرحدي پوستو د بریدونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان پوځ چټک او اغېزمن ځواب ورکړی دی.

د لومړي وزیر د دفتر په وینا، بریدونه د افغانستان له خاورې د انګور اډې، باجوړ، کرم، دیر، چترال او بهرامچې په ګډون څو سیمو کې ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې د پاکستان پوځ د “یاغیانو څو ځایونه” په نښه کړي دي.

شهباز شریف ټینګار کړی چې هېواد به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او هیڅ ډول تېری به بې ځوابه پاتې نه شي.

هغه د پوځ د کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان ولس د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دی.

ذبیح الله مجاهد:د پاکستان پوځ کې یوه کړۍ زمونږ پر وړاندې دسیسې جوړوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په پاکستان کې ځانګړي کسان د «اسلامي امارت» پر ضد دسيسې جوړوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان د افغانستان د امنیت د ښه والي او سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو پر وړاندې ناخوښ دي.

هغه دغه راز ویلي، چې دغه کسان د پاکستان د پوځ یوه حاکمه ډله ده چې له افغانستان سره ښې اړیکې نه لري او له همدې امله دسيسې جوړوي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان د داعش غړي پټوي، یا دې مهم غړي ونیسي یا دې افغانستان ته وسپاري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي، چې پاکستان د داعش خراسان څانګې غړي پټوي.

هغه له پاکستانه غوښتي چې د داعش مهم غړي ونیسي یا یې افغانستان ته وسپاري.

نوموړي ادعا کړې چې د داعش نوې روزنیزې مرکزونه د خیبر پښتونخوا په سیمه کې جوړ شوي دي.

مجاهد دغه راز ویلي، چې افغانستان د خپل سرحد او هوايي حریم د دفاع حق لري.

په عین حال کې مجاهد د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د هند سفر “یو عادي دوه اړخیز تعامل” بللی او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد باید له دې امله اندېښمن نه وي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان سره نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او له ۲۵ زیاتې پوستې له منځه تللې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د پاکستاني ځواکونو سره د وروستیو سرحدي نښتو پر مهال پاکستان ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مجاهد ادعا کړې چې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، لسګونه ټپیان دي، او د طالبانو نهه سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی.

هغه ویلي چې له ۲۵ زیاتې د پاکستان پوځې پوستې له منځه وړل شوې او ګڼ شمېر وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

اسماعیل بقایي:تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت له لوري د پاکستاني ځواکونو پر سرحدي پوستو د غچ اخیستونکو عملیاتو وروسته، دواړو لورو ته د زغم سپارښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی او دواړه هېوادونه باید د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت درناوی وکړي.

بقایي زیاته کړې چې ایران چمتو دی د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اړیکو د عادي کېدو لپاره د منځګړیتوب او همکارۍ رول ولوبوي.

پاکستان؛نن د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې

پاکستان نن د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست امر قریشي بدلون ویلي، چې دا پرېکړه د «اسلامي امارت» ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوځیانو د غچ اخیستنې عملیاتو په غبرګون کې شوې ده.

دا مهال سلګونه مسافر، لسګونه باروړونکي موټر او ناروغان د تورخم دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

زلمی خلیل‌زاد:د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتې د پاکستاني هوايي بریدونو د غچ په هدف شوې دي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو لامل د پاکستان د هوايي بریدونو غچ بللی دی.

خلیل‌زاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دغه نښتې د غچ اخیستنې او مخنیوي په هدف ترسره شوې دي.

طالبانو تېره شپه له پاکستاني ځواکونو سره پر فرضي کرښو سخته جګړه وکړه، چې د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو حکومت:د هلمند بهرامچه کې درې پاکستاني پوستې نیول شوي او ۱۵ سرتېري وژل شوي

‏د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس راشد هلمندي ویلي، افغان ځواکونو د تېرې شپې په درې ساعته عملیاتو کې د بهرامچې ولسوالۍ په شکېج، بي بي جاني او صالحانو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو درې سرحدي پوستې نیولې دي.

نوموړي رسنیو ته څرګنده کړې چې په دې عملیاتو کې د پاکستان ۱۵ سرتېري وژل شوي او د هغوی له لیکو څخه پنځه کلاشنکوفونه، یوه دهشکه، د شپې دوربین او د یو وژل شوي سرتېري جسد د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

هلمندي زیاته کړې چې عملیات د سیمه‌ییزو ځواکونو له لوري ترسره شوي او اوس سیمه د طالب ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

قطر:افغانستان او پاکستان دې د شخړو پر ځای د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولو پر سر د رامنځته شوو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې قطر دواړه هېوادونه هڅوي څو د شخړو د هوارولو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي، نه دا چې د تاوتریخوالي له لارې ستونزې حل کړي.

د وزارت په وینا، اړینه ده چې د اختلافاتو د پراخېدو مخه ونیول شي او د سیمې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ګډې هلې ځلې وشي.

اعلامیه زیاتوي، قطر چمتو دی چې که اړخونه وغواړي، د منځګړیتوب او د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي.