سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 440

ایراني رسنۍ:د ایران لخوا پر اسرائیل د بریدونو خبرې بې اساسه دي

ایراني رسینو پر اسرائیل د ایران له لوري شوي بریدونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي، چې تر اوربند وروسته ایران کوم برید نه دی کړی.

اسرائیلي رسنیو ویلي و، چې ایران تر اوربند وروسته د دوی یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.

بل لورته بیا الجزیرې ویلي، چې د ایران ملي امنیت شورا له اسرائیل سره پر اوربند هوکړه کړې ده.

قطر ملګرو ملتونو ته:زمونږ هېواد کې د امریکا پر اډې برید د نړیوال ثبات لپاره جدي خطر دی

د قطر حکومت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو رسمي لیک کې د ایران له لوري د العُدید پوځي اډې د توغندیز برید غندنه کړې او دا برید یې د سیمې امنیت او نړیوال ثبات لپاره یو جدي خطر بللی دی.

په لیک کې ویل شوي چې د دا ډول بریدونو دوام کولی شي له سیمې ور هاخوا د نړیوالې سولې لپاره ناوړه پایلې ولري.

قطر د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د مشروع دفاع حق خپل قانوني حق بللی دی.

دغه راز، قطر ټینګار کړی چې باید ټول پوځي اقدامات سمدلاسه ودریږي او د شخړو د حل یوازینۍ لار جدي دیپلوماټیکې خبرې دي.

د عراق پوځ ویاند:څو بې‌پیلوټه الوتکو د عراق پر یو شمېر پوځي اډو بریدونه کړي

د عراق د پوځ ویاند ویلي، چې څو بې‌پیلوټه الوتکو د عراق پر یو شمېر پوځي اډو او نورو ځایونو بریدونه کړي، چې له امله یې د رادار سیستمونو ته جدي زیان اوښتی، خو تلفات نه دي رامنځته شوي.

ویاند زیاته کړې چې ټول هدف ګرځول شوي ځایونه د عراقي امنیتي ځواکونو اړوند وو او بې‌پیلوټه الوتکې راغورځول شوې دي.

په اعلامیه کې دغه بریدونه “جنایي کړنې” بلل شوي او ټینګار شوی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د امریکا استازو مجلس؛په خپلو وسایلو کې د واټساپ کارول بند کړل

د امریکا د استازو مجلس د سایبري امنیت دفتر د واټساپ پیغام‌رسونې اپلېکیشن کارول بند کړي او دا اپلېکیشن یې د کاروونکو لپاره “لوړ خطر” بللی دی.

دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د کانګرس ټولو کارکوونکو ته په یوه رسمي یادونه کې اعلان شوې ده.

په خبرتیا کې ویل شوي، واټساپ د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب شفافه تګلاره نه لري، ذخیره شوي معلومات یې رمز بندي نه دي، او ممکن امنیتي خطرونه ولري.

په یاد یادښت کې سپارښتنه شوې چې د واټساپ پر ځای دې له بدیلو اپلېکیشنونو لکه مایکروسافټ ټیمز، امازون ټیمز، سیګنال ویکر، آی‌مېسج او فیس‌ټایم څخه کار واخیستل شي.

د مېټا ویاند د دې بندیز مخالفت کړی او ادعا یې کړې چې واټساپ د لوړ امنیت لرونکی پلیټفارم دی.

ډونالډ ټرمپ:د ایران او اسرايیل ترمنځ اوربند ټینګ شوی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ایران او اسرايیل ترمنځ اوربند رامنځته شوی او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې چې دا اوربند دې نقض نه کړي.

که څه هم تر اوسه د تهران او تل‌ابیب چارواکو په رسمي ډول د اوربند پخلی نه دی کړی؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې په غیرمستقیم ډول ویلي چې د اسرايیل پر ضد پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې:افغانستان باید د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا استازې دوروتي شي د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې ویلي چې بدلون باید دننه له افغانستانه پیل شي.

هغې ویلي، که څه هم د امریکا تمرکز په افغانستان کې کم شوی، خو د امریکايي بندیانو ازادي لا هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو ده.

نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان باید ترهګرو ته پناه ورنه‌کړي او د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.

مېرمن شي د افغانستان اوسنی وضعیت خراب وباله او ویې ویل چې خلک یې لا هم له بې‌وزلۍ، وزګارتیا، د خدمتونو له نشتوالي او طبیعي پېښو سره مخ دي.

د اسرائیل د بېړنیو خدماتو اداره:بئرشبع کې د ایران د برید له امله درې تنه وژل شوي

د اسراییلو د بیړني خدماتو یوې ادارې ویلي، چې د ایران د توغندیز برید له امله په بئرشبع ښار کې یو ودانۍ لګېدلې او درې تنه پکې وژل شوي دي.

د ماگن داوید آدوم ادارې په وینا، وژل شوي کسان دوه نارینه او یوه ښځه دي او همداراز، شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

دا برید وروسته له هغه شوی چې د اسراییلو پوځ ویلي، چې ایران پر دوی د توغندیزو بریدونو یوه بله څپه پیل کړې.

عباس عراقچي:اسرائیلو ته د سزا ورکولو عملیاتو تر نن سهار څلورو بجو پورې دوام وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي پر ایکس پاڼه د ایران له وسلوالو ځواکونو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې اسراییلو ته د سزا ورکولو پوځي عملیاتو د سه‌شنبې د سهار تر څلور بجو پورې دوام وکړ.

هغه زیاته کړې چې د ایران وسلوال ځواکونه د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي او د دښمن هر برید ته به ځواب وايي.

بي‌بي‌سي:د ټرمپ د اوربند له اعلان سره؛ ایران ډېره بده شپه تېره کړې

د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند له اعلان وروسته، بي‌بي‌سي راپور ورکړی چې تهران یوه بده شپه تېره کړې ده.

د ښار اوسېدونکو ويلي، له ختيځه تر لوېديځه د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي او يو شمېر سيمې د اسرايیلي بریدونو له امله تخليه شوې دي.

د ايران دولتي تلويزيون ويلي چې ځينو سيمو د تېرې شپې په اوږدو کې تر ټولو سختې هوايي نښتې تجربه کړي.

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له اسراييل سره د اوربند هر ډول توافق رد کړی او ويلي يې دي، که اسراييل تر سهار ۴ بجو پورې بریدونه ودرول، ايران به هم خپل غبرګون بند کړي.

عباس عراقچي:د اسراييل پر ضد عمليات به دوام ومومي

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د امريکا د ولسمشر هغه څرګندونې رد کړې دي چې ګواکې ايران او اسراييل د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

عراقچي د سه شنبې په ورځ پر اېکس (پخوانی ټویټر) لیکلي، تر اوسه د اوربند یا د نظامي عملیاتو د درېدو هېڅ هوکړه نه ده شوې.

عراقچي خبرداری ورکړی که اسراييل تر سهار څلورو بجو پورې (د تهران پر وخت) خپل پوځي بریدونه ونه دروي، ايران به خپل نظامي غبرګون ته دوام ورکړي.

هغه د ايران د وسله‌والو ځواکونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د اسراييل پر ضد عمليات د سې شنبې تر سهاره پورې جاري وو، او دا عملیات د هېواد د ملي دفاع حق بلل شوی دی.