سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 430

د اصف دراني په څرګندونو نیوکې؛د داعش د قوماندانانو مرموزه وژنه دا ښکاره کوي چې پاکستان د ترهګرو تمویلوونکی دی

د چارو شنونکي وایي، چې د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي اصف دراني وروستۍ څرګندونې مغرضانه او له واقعیتونو لرې دي.

دوی ټینګار کوي چې پاکستان لا هم د خپلو ناکامو ستراتیژیو له لارې د داعش په ګډون بېلابېلو ترهګرو ډلو ته د ساتنې او روزنې پالیسي تعقیبوي، او پر همدې اساس هڅه کوي افغانستان په ناحقه د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړي.

شنونکي زیاتوي چې په پاکستان کې د داعش د قوماندانانو او د ټي‌ټي‌پي د مرستیال مرموزې وژنې ښکاره کوي چې دغه هېواد د ترهګرو د فعالیتونو اصلي مرکز دی، نه افغانستان.

د دوی په باور، د اصف دراني او ځینو نورو پاکستانیو چارواکو څرګندونې د واقعیت خلاف او د پخوانیو ناکامو پالیسو د پټولو هڅه ده.

د یادونې ده، اصف دراني ویلي وو چې ټي‌ټي‌پي د افغان طالبانو له ملاتړه برخمنه ده.

امیرخان متقي؛د جاپان له نوي سفیر سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو پر لارو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د جاپان لپاره له نوي ټاکل شوي سفیر ماساموتو کینیچي سره وکتل.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې متقي جاپان یو پرمختللی هېواد یاد کړی او څرګنده کړې چې «اسلامي امارت» له توکیو سره د سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پراختیا هیله لري.

د جاپان نوي سفیر په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې هڅه به وکړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده رول ولوبوي.

نړۍوال بانک؛په افغانستان کې قراردادي شرکتونو ته د ۴۵ میلیونو ډالرو پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړه

نړۍوال بانک د مالیې وزارت په همکارۍ په افغانستان کې د پروژو او قراردادي شرکتونو د پاتې پورونو د ورکړې پروسه پیل کړې ده.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نړیوال بانک د هوکړه‌لیکونو او تصدیق‌شوو اسنادو د ارزونې پر بنسټ پیسې د TPMA له میکانېزم یا د مالیې وزارت له لارې اړوندو شرکتونو ته ورکوي.

د معلوماتو له مخې، نړیوال بانک له بېلابېلو قراردادي شرکتونو شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالر پور لري چې د ورکړې لړۍ یې پیل شوې ده.

وزارت زیاته کړې، چې د یاد بانک له لوري د قراردادي شرکتونو د پورونو ورکړه یو مثبت ګام دی.

ترکیه؛د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د کمولو لپاره لوړپوړی پلاوی اسلام‌اباد ته استوي

ترکیه به په راتلونکې اوونۍ کې یو لوړپوړی پلاوی اسلام‌اباد ته واستوي، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ زیاتېدونکو ستونزو او ترینګلتیاوو د حل لپاره له اسلام‌اباد سره خبرې اترې وکړي.

پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د ترکیې د سفیر له قوله راپور ورکړی چې په دې پلاوي کې به د ترکیې د استخباراتو مشر او یو شمېر لوړپوړي وزیران هم شامل وي.

د دغه سفر موخه د سیمې د امنیتي وضعیت ارزونه او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې بلل شوي دي.

هند ته د نورالدین عزیزي سفر؛افغانستان د هندي درملو له ۵۷ معیاري فابریکو سره د همکارۍ نوي فصل ته ننوځي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي د هندوستان د ادویاتو د صادراتو د پرمختیا له شورا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د درملو د صنعت په برخه کې د همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هند د ادویاتو د صادراتو د زیاتولو، ګډو پانګونو او په افغانستان کې د درملو د تولید فابریکو د جوړولو علاقه څرګنده کړې ده.

همداراز، د دوا وارداتو، د ادویو د کیفیت لوړولو او د دوایي سوداګرۍ پر ستونزو هم بحث شوی.

د توافق له مخې، د افغانستان د دوا سکتور استازي به د هندوستان له معیاري فابریکو څخه لیدنه کوي، او د هند یو پلاوی به د ګډو فابریکو او پانګونو د امکاناتو د ارزولو لپاره کابل ته سفر کوي.

د یادې شورا په غړیتوب کې شاوخوا ۵۷ نړیوالو معیارونو ته برابرې فابریکې شاملې دي.

عبدالمتین قانع:په ارزګان کې د وسلو او مهماتو لویه زیرمه کشف شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو هدفمند او کشفي عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو یوه ستره زیرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

ښاغلي قانع ویلي، له دې زېرمې څخه ۲۱ زره فیره د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، ۲۰۰ فیره د دهشکې مرمۍ، ۳۰۰ فیره د راکټ‌ انداز مرمۍ او څو کړۍ لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي او له هغوی سره څېړنې روانې دي.

قانع زیاتوي چې امنیتي ځواکونه به د وسلو د غیرقانوني ساتلو او پټولو پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړي.

امریکا؛د ونزوئلا پر فضايي حریم د جدي امنیتي ګواښ خبرداری ورکړی

0

د امریکا د فدرالي هوانوردۍ ادارې د ونزوئلا د خراب امنیتي وضعیت، پوځي فعالیتونو او د جی‌پي‌ايس د تداخل د زیاتېدو له امله هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی دی.

اف ای.ای وايي، دا وضعیت د ملکي الوتکو د خوندي تګ راتګ لپاره خطر جوړوي.

امریکن ایرلاین د ونزوئلا له فضا د الوتنو مخه نیولې، خو ډیلټا او یونایټیډ لا تبصره نه ده کړې.

امریکا په کارابین کې خپل پوځي حضور پراخ کړی، او راپورونه وايي چې د ټرمپ حکومت د ونزوئلا په اړه د CIA ځینې پټ عملیات هم منظور کړي دي.

ټرمپ ویلي ښايي ډېر ژر له مادورو سره خبرې وکړي.

اریانا افغان هوايي شرکت؛د صادراتو د پیاوړتیا لپاره درې نوې بار وړونکې الوتکې پیري

اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې ډېر ژر به درې نوې بار وړونکې ټرانسپورټي الوتکې رانیسي، څو د هېواد د تازه او وچو صادراتي محصولاتو د لېږد ظرفیت لوړ او د ټرانزیټ لګښتونه راکم کړي.

د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو ریاست په وینا، د نوو الوتکو په زیاتېدو به د صادراتو د لېږد بهیر هم چټک او هم اقتصادي شي.

د اریانا رییس بخت‌الرحمن شرافت وايي، ټاکل شوې الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډول وي چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه ډالرو اټکل کېږي.

چارواکي دغه اقدام د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او د سوداګریزو توکو د نړیوال لېږد د اسانتیا لپاره یو مهم پرمختګ بولي.

هرات؛د زعفرانو کلنی نندارتون پیل شوی

په هرات کې دا ځل د زعفرانو د فصل له پیل سره سم د کروندګرو او زعفران‌کارانو لپاره د زعفرانو نندارتون جوړ شوی.

په دې نندارتون کې د زعفرانو تازه ګلونه او زعفران د ۷۲ غرفو له لارې نندارچیانو ته وړاندې شوي دي.

دا نندارتون به درې ورځې دوام ولري او علاقه‌مندان کولای شي د زعفرانو د کیفیت او بېلابېلو ډولونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ایران او افغانستان؛د سوداګرۍ خونو د نوې هوکړې له لارې اقتصادي همکاري پراخوي

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د ګډې همکارۍ نوې هوکړه لاسلیک شوی او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور لپاره د ګډو همکاریو دروازې لا پراخې شوي دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دا هوکړه لیک د رسمي مراسمو په ترڅ کې د ایران او د طالبانو حکومت د سوداګرۍ خونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو.

د نوې هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکتور د پرمختګ په برخو کې ګډ پروګرامونه پیاوړي کړي.

چارواکي وایي، دا ګام به د تهران او کابل ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم ځواکمنې کړي او د خصوصي سکتور د ودې لپاره به ډېرې هڅونې رامنځته کړي.