چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 421

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:تر اوسه په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ۶۲۲ تنه مړه شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کونړ او ننګرهار د وړمې شپې زلزلو له امله تر دې دمه ۶۲۲ تنه وژل شوي او ۱۵۵۵ تنه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په کنړ کې ۶۱۰ تنه مړه او ۱۳۰۰ ټپيان، او په ننګرهار کې ۱۲ مړه او ۲۵۵ ټپيان ثبت شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني مسوولینو ته امر کړی، چې ژر تر ژره زیانمنو ته رسېدنه وکړي.

امرالله صالح:هېواد کې د مشروع دولت د نشتوالي ترڅنګ طبيعي پېښو هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي، هېواد د مشروع دولت او ملي حاکميت له نشتوالي سره مخ دی او په دې سختو حالاتو کې طبيعي پېښو هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي.

نوموړي غوښتنه کړې چې د ننګرهار او کنړ زلزله‌ځپلو ته د رسېدو لپاره بايد ټول افغانان په ګډه او يو موټی اقدام وکړي.

هغه دغه راز ویلي، چې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو سره دې د مرستو د منظمې همغږۍ زمينه برابره شي.

ریچارډ بنټ:د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله په رامنځته شویو زیانونو خواشینی یم

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د زلزلې له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه خواشیني ښوودلې.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د قربانیانو کورنیو ته باید عاجلې مرستې ورسول شي.

بل لورته کابل کې د جاپان سفارت هم ویلي، چې دوی په دې پېښه خواشیني دي او د قربانیانو له کورنیو سره ځانونه په دې غم کې شریک بولي.

ننګرهار؛د زلزلې له امله لس تنه مړه او ۲۵۰ نور ټپیان دي

ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه لس تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا شمېرې لاهم وروستۍ نه دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

کونړ؛د زلزلې د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته ورسېد

کونړ کې د شوې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر لوړ شو.

ځايي سرچینې وايي، چې تر اوسه هلته ۷۰۰ تنه مړه شوي.

ویل کېږي، چې لاهم د یو شمېر لرو زیانمنو سیمو جزیات نه دي شریک شوي.

کونړ؛نورګل ولسوالۍ کې زلزلې څلور کلي په بشپړ ډول له منځه وړي

د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د ودیر، شوماش، مسود او اریت کلي په بشپړ ډول له منځه‌ تللي.

د معلوماتو له مخې؛ هلته لاهم ګڼ شمېر خلک تر خاورو لاندې دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي او لاهم ګڼ شمېر خلک تر خاورو لاندې دي.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس، تر اوسه هلته ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

راشد خان او رحمن الله ګربز؛کونړ کې د زلزلې د زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه خواشیني ښوودلې.

د هېواد کرکټ نامتو لوبغاړو راشد خان او رحمن الله ګربز پر خپلو فیسبوک‌پاڼو لیکلي، چې د دغې پېښې له امله خواشیني دي او د قربانیانو له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بولي.

د یادونې ده، چې دغې زلزلې په کونړ کې په پراخه کچه زیانونه اړولي دي.

کونړ؛د تېرې شپې زلزلې پراخه مرګ‌ژوبله اړولې

سره له دې، چې په کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پراخه مرګ‌ژوبله رامنځته شوې؛ خو تر اوسه یې کره معلومات نشته.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یوازې په نورګل ولسوالۍ کې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.

بل لورته بیا له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله ۲۵۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان دي.

لاهم د تلفاتو کچه وروستۍ نه ده او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شي.

د ګلبدین حکمتیار پڅ غبرګون؛پاکستان سره ستونزه باید د زور له لارې حل نه شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر خوست او ننګرهار د پاکستان بریدونو ته دوه ورځې وروسته یو پڅ غبرګون ښودلی.

هغه دوه ورځې وروسته ویلي، چې دا بریدونه غندي؛ خو په ورته وخت کې یې د طالبانو له حکومت هم غوښتي، چې د دې ستونزې لپاره سوله‌ییزې حل لارې ولټوي.

نوموړي لیکلي، چې دا ستونزه د زور ازمایلو له لارې نه حلیږي.

د یادونې ده، چې پاکستان پر خوست او ننګرهار بریدونه وکړل، چې ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

شیخ هبت‌الله؛د شاعرۍ او مشاعرو لپاره د محدودیتونو نوی قانون اعلان کړ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د شاعرانو د مشاعرو لپاره نوی قانون اعلان کړ چې د بیان او شاعرۍ پر ازادۍ د سختو محدودیتونو په توګه کتل کېږي.

دغه قانون د عدلیې وزارت په ۱۳ مادو کې خپور کړی او د شاعرانو لپاره ګڼې «سرې کرښې» ټاکل شوي دي.

د قانون له مخې، شاعران نه شي کولای د مشاعرو پر مهال د طالبانو د اسلامي شعائرو پر وړاندې څه ووايي، د قومونو او ژبو تر منځ د تفرقې خبرې وکړي، د هلکانو او نجونو د ستاینې یا ورسره د دوستۍ د بلنې شعرونه ووایي، او نه هم د طالبانو د مشر د پرېکړو او فرمانونو نیوکه وکړي.

طالبانو همدارنګه اعلان کړی چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي به په ټولو مشاعرو کې حاضر وي او که هر څوک له شرایطو سرغړونه وکړي د طالبانو د شریعت له مخې به په سختو سزاوو محکوم شي.

دغه تازه بندیزونه وروسته له هغې لګول کېږي چې د سږکال د نارنج ګل مشاعرې پر مهال مرحوم مطیع‌الله تراب د یوه شعر له لارې د طالبانو مشر ته ویلي وو چې نور دې «مخ ښکاره کړي او کابل ته دې راشي» هغه شعر چې د هبت‌الله د پټ پاتې کېدو موضوع یې یو ځل بیا د خلکو ترمنځ ګرمه کړه او له امله یې هبت الله د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري ساجد له دندې ګوښه کړ.