چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 420

د شیخ هبت‌الله د حکم په اساس؛په څو وزارتونو، ولایتونو او قول اردوګانو کې نوې ګمارنې ترسره شوي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم پر بنسټ یو لړ نوې ګمارنې شوي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

د لغمان پخوانی والي شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر ټاکل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر ملا خیرالله خیرخواه د میدان وردګ والي شوی دی.

د میدان وردګ پخوانی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان والي ټاکل شوی دی.

د ۳۱۳ قول اردو پخوانی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه والي شوی دی.

د فراه پخوانی والي مولوي غوث الدین رهبر د ۳۱۳ قول اردو مرستیال ټاکل شوی دی.

د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پلې لواء پخوانی قومندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان مرستیال ټاکل شوی دی.

د کابل د درېیمې امنیتي حوزې پخوانی آمر حاجي شیرعلي جندالله د پکتیا امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لواء پخوانی قومندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جوزجان پخوانی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه ګمارل شوی دی.

د پکتیا پخوانی امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې آمر ټاکل شوی دی.

انتونیو ګوتریش:د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره هڅې نه سپموو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د نن ورځې زلزلې په اړه خپله خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی.

هغه ویلي، د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومي د تسلیت مراتب وړاندې کوي، همدارنګه ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله لري.

ګوتریش زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو ټیم په افغانستان کې د مرستې لپاره بسیج شوی او د اړتیا وړ کسانو د لاسنیوي په برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

استاد سیاف:له نږدې غمشریکي نشم کولای خو دعا کوم چې خدای دې افغانان نور له دې ډول ناورینونو وساتي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د کونړ وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

ښاغلي سیاف ویلي، د کونړ خلک د جهاد پر مهال او وروسته د ملي اردو په لیکو کې د هېواد د دفاع لپاره ډېره قرباني ورکړې او اوسنی ناورین هم د دوی لپاره یوه دردوونکې پېښه ده.

هغه د شهیدانو لپاره د الهي رحمت، د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا او د غمجنو کورنیو لپاره د جمیل صبر دعا کړې ده.

استاد سیاف زیاته کړې، سره له دې چې د نږدې غمشریکۍ زمینه نه لري؛ خو له لرې ځایه د خپل تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او له لوی خدایه غواړي چې نور افغانان له دې ډول ناورینونو وساتي.

نریندرا مودي:هند د افغانستان زلزله‌ځپلو سره هر ډول مرستو ته چمتو دی

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د خلکو د مرګ‌ژوبلې په تړاو خپله خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه د قربانیانو کورنیو ته د غمشریکۍ او دعا مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله څرګنده کړې.

مودي ټینګار کړی چې هند د افغان زلزله‌ځپلو لپاره د هر ډول بشري مرستو او بیړنیو آسانتیاؤ د برابرولو ته تیار دی.

مسعود پزشکیان:افغانستان کې د زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتو یوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله د ګڼو افغانانو د مړینې او ټپي کېدو په تړاو د تسلیت او خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

پزشکیان په خپل پیغام کې د افغانستان له ولس او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ایران د هر ډول همکارۍ، بیړنۍ مرستې او بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د یادونې ده چې دغې زلزلې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ګڼې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

شهباز شریف:افغانستان کې د زلزلې په قربانیانو سخت خواشیني یوو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان ختيځ کې د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه ويلي، دا زلزله چې کابل يې هم ولړزاوه او په پاکستان کې په ځانګړي ډول اسلام‌اباد کې هم محسوسه شوه، د سلګونو افغانانو ژوند يې واخيست او ګڼ کلي يې ويجاړ کړل.

هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او دعا مراتب وړاندې کړي او زياته کړې يې ده چې پاکستان د افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ممکنه مرستې ته چمتووالی لري.

د طالبانو حکومت:د زلزلې ځپلو کورنیو سره مرستې او همدردي ملي وجیبه ده

د طالبانو حکومت د ننګرهار، کونړ، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په اړه د تسلیت پیغام خپور کړی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې په دې ناورین کې ګڼ شمېر افغانان شهیدان، ټپیان او زیانمن شوي دي.

د طالبانو حکومت د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې.

د طالبانو حکومت ویلي چې ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې څو ژر تر ژره د پېښو ځایونو ته ورسېږي، د شهیدانو د تدفین، د ټپیانو د درملنې او د زیانمنو شویو د مرستې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي.

یاد حکومت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې له زیانمنو شویو کورنیو سره د سرپناه، خوړو او جامو په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

محمد اشرف غني:د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره ګډو هڅو او بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ختیځو سیمو د وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

ښاغلي غني په خپل پیغام کې د قربانیانو کورنیو او د هېواد خلکو ته د زړه له کومي د غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي، د ټپیانو د ژر روغېدو هیله یې څرګنده کړې او د شهیدانو لپاره یې د الهي رحمت دعا کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې باید د منظمې همغږۍ، ګډو هڅو او بیړنیو اقداماتو له لارې د خلکو د کړاوونو او دردونو د کمولو لپاره کار وشي.

هغه له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د زلزله‌ځپلو سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې یو موټی شي، تر څو د دې ناورین اغېزې راکمې شي.

حامد کرزی:هېواد کې د زلزلې د اوښتو زیانونو په اړه ډېر خواشینی یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشیر او د هېواد په نورو سیمو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د رامنځته شوو درنو ځاني او مالي زیانونو په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګیرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي او له ټولو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او نړیوالو مرستندویه ادارو یې غوښتي چې د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.

هغه د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه هم کړې ده.

یوناما:زموږ د مرستې ټیمونه کونړ ته رسېدلي او دا مهال بیړنۍ مرستې وړاندې کوي

اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، او په کابل کې د جاپان سفیر د تېرې شپې زلزلې په تړاو د افغانستان له خلکو سره خواخوږي ښودلې ده.

یوناما وايي چې د دوی د مرستې ټیمونه سیمې ته رسېدلي او دا مهال بیړنۍ مرستې وړاندې کوي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله په کونړ کې ۶۱۰ تنه مړه شوي دي.