جمعه, مې 22, 2026
Home Blog Page 415

یو لوړ پوړی لویدیځي ديپلومات:شیخ هبت‌الله د خپلو غلطو سیاستونو له امله سراج الدین حقاني خوابدی کړی

یو لوړپوړی لویدیځ ډیپلومات وایي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له شیخ هبت‌الله اخندزاده څخه د لنډ مهال واټن اخیستو سره ستر سیاسي تاوان وکړ او دې کار د طالبانو د یو اړخ موقف ته صدمه ورسوله.

دغه دیپلومات د نوم نه اخیستو په شرط ویلي، حقاني ګومان کاوه چې له هبت‌الله اخندزاده څخه واټن نیول به د نړیوال ملاتړ لامل شي؛ خو نړۍ هېڅکله هغه ډلې ته ملاتړ نه ورکوي چې له القاعدې سره اړیکې ولري.

دی زیاتوي، حقاني د طالبانو حکومت له رهبر سره دوه میاشتې اړیکې پرې کړې؛ خو په دغه موده کې هبت‌الله اخندزاده د هغه پوښتنه ونه کړه او کله چې حقاني بېرته د اړیکې هڅه وکړه؛ نو د واک ډېره برخه یې له لاسه ورکړې وه.

ډیپلومات وايي، د حقاني نږدې کسانو ورته ویلي چې هغه باید یا له هبت‌الله سره نږدې پاتې شوی وای، یا یې باید د مخالفت لړۍ پر مخ بیولې وای.

نوموړي ویلي، چې ابراهیم صدر، چې د داخله وزارت مرستیال او د اخندزاده نږدې کس ګڼل کېږي، د حقاني د نه‌شتون پر مهال ټول واک تر لاسه کړی او نور هم پیاوړی شوی.

راپور زیاتوي، صدر له حقاني غوښتي چې د خپلو دفترونو شتمنۍ او نغدې پیسې د طالبانو حکومت ادارې سره ثبت کړي.

دا ډیپلومات ټینګار کوي چې حقاني باید له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره اړیکې پرې کړي.

حلیم فدايي:شیخ هبت‌الله له حکومت څخه د سرپرست کلیمې په لرې کولو سره هغو سیاسونو ته پیغام ورکړ، چې د ونډې خوبونه یې لیدل

د پکتیا پخواني والي حلیم فدايي ویلي، چې طالبانو له خپل رژیم څخه د “سرپرست” نوم لرې کولو څخه هغو سیاستوالو ته ښکاره پیغام ورکړی، چې په حکومت کې یې د ونډې خوبونه لیدل.

فدايي وایي، چې د طالبانو اصلي څېره باید بربنډه شي، څو هغه کسان چې د امتیاز تمه لري، نور له خیالونو راووځي.

نوموړي د طالبانو مشر ستایلی چې منافقت نه کوي، څه چې وایي، هماغه عملي کوي؛ خو کابل میشتي چارواکي بیا په ژبه یو څه وايي او زړه کې بل څه.

فدايي زیاتوي، چې د طالبانو مشري د ښځو، ازادۍ، تعلیم، مطبوعاتو، او اساسي قانون خلاف ده او د خپل شخصي فکر پر بنسټ هېواد اداره کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د نرمې بڼې ترشا اصلي سخت دریځ پټ دی، او نړیوال باید له دغه اصلي واقعیت څخه غافل نه وي.

فضل محمود فضلي:د « ښې ورځې را روانې دي» شعار لرونکي باید وپوهېږي، چې د طالبانو اصلي څېره نوره پټه نه شي پاتې کېدی

د پخواني حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، که د طالبانو د څلور کلن حاکمیت سراسري اختناق او سیستماتیک فکري نسل‌وژنه لا هم د خلکو د طالب‌پېژندنې سبب نه وي شوې؛ نو د نن ورځې له کابله خپرې شوې ویناوې باید کافي وي.

نوموړي د “ښې ورځې روانې دي” د شعار ملاتړو ته په اشاره ویلي، چې د طالبانو اصلي څېره نور له چا پټه نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو حکومت د اسد ۲۴مه د لویې جرګې په خیمه کې ونمانځله، چې یو شمېر چارواکو یې له هېواد پر وتلو سیاسونو غږ وکړ، چې د پردیو په تمه نه شي.

ازادۍ جبهه:تېر یو کال کې مو ۲۲۵ طالب سرتېري وژلي

د ازادۍ جبهې د طالبانو حکومت د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت ادعا کړې، چې په تېر یو کال کې یې ۲۲۵ طالب سرتېري وژلي او ۱۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې ویلي، چې په دغه موده کې یې په ۱۳ ولایتونو کې ۸۸ بریدونه ترسره کړي، چې کابل، کندز، تخار، بغلان، بلخ، کاپیسا، هرات، فاریاب، پروان، پنجشیر، سرپل، لغمان او بادغیس پکې شامل دي.

د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکي هم په درې ولایتونو کې تر بریدونو لاندې راغلي، چې ۱۴ تنه یې وژل او ټپیان شوي دي.

اسماعیل میاخېل:طالبان په الهي نه؛ بلکې د امریکا په نصرت واک ته رسېدلي

‏د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل ویلي، طالبان څلور کاله مخکې د «الهي نصرت» پر ځای په «امریکايي نصرت» واک ته رسېدلي دي.

ښاغلي میاخېل په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د کابل سقوط یوه دسیسه وه او امریکا طالبانو ته د دوحې تړون، مالي مرستې او نړیوال سټېج برابر کړ.

هغه وایي، له څلور کلونو واکمنۍ سره سره افغانان له سختو بحرانونو سره مخ دي او تر ۱۰ میلیارده ډالرو مرسته هم د روڼتیا نشتون له امله بې سرنوشته پاتې ده.

هغه زیاته کړې، شاوخوا درې میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي، د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند تر ټولو بد حالت ته رسېدلی، شکنجه او بې محاکمې وژنې روانې دي او بیان ازادي فلج شوې ده.

میاخېل د طالبانو حکومت «طالبستان» بللی او ټینګار کوي چې استبدادي نظامونه د تاریخ په اوږدو کې تل کم عمره ثابت شوي دي.

احمد مسعود:د بهرنیو په مرسته د افغانستان د بدلون تصور ناسم دی

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د جمهوري نظام د رانسکورېدو د څلورم کال په مناسبت د ملي مقاومت د عالي شورا په غونډه کې وویل، چې د بهرنیو په مرسته د افغانستان د بدلون تمه ناسم تصور و.

هغه ټینګار وکړ، چې یوازینۍ لاره مبارزه ده او باید د هېواد د برخلیک په وړاندې بې پروا پاتې نه شو.

مسعود طالبان د مشروعیت له مخې ناکام وبلل او هغوی یې د دین له معیارونو سره مخالف وګڼل.

نوموړي طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د مخالفو علماوو سره دې د دیني بحث لپاره کیني او که قانع شول، باید له شیخ هبت‌الله خپل بیعت واخلي.

نوموړي همداراز د طالبانو د نورو مخالفو ډلو کړنې هم تر پوښتنې لاندې راوستې او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکو میاشتو کې به د خپلو څلورو کلونو فعالیتونه وارزوي.

ولادیمیر پوتین:له ټرمپ سره رغنده خبرې وشوې

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، له امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې رغنده او ژورې خبرې کړې دي.

د ده په وینا، د خبرو اصلي موضوع اوکراین جګړه، د سولې امکان او د مسکو ـ واشنګټن اړیکو عادي کېدل وو.

پوتین هیله ښودلې چې تفاهم به جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې اروپایي هېوادونه دې د سولې د هڅو خنډ نه ګرځي.

ډونالډ ټرمپ:له پوتین سره لاهم یو شمېر برخو کې هوکړې ته نه یو رسېدلي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو سره هوکړې ته چمتو شي.

ټرمپ فاکس نیوز ته په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې له پوتین سره یې لیدنه ګټوره وه او په ډېری مواردو کې یې هوکړه کړې؛ خو تر اوسه کوم رسمي تړون نه‌دی شوی.

ټرمپ ویلي، د تړون لپاره باید ناټو او اوکراین هم موافق وي او دی به له زېلېنسکي او ناټو سره اړیکې ونیسي.

د ټرمپ په وینا، پوتین د جګړې د پای ته رسېدو هیله لري او امکان شته چې ډېر ژر په مسکو کې بله لیدنه هم ترسره شي.

ولسمشر ټرمپ دغه راز ویلي، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ هم د ښو اړیکو هیلې راپیدا شوې دي.

د طالبانو حکومت:د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې جرمونه ۲۵ سلنه راکم شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال د جرمونو په کچه کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، که څه هم د جنايي جرمونو بشپړ له منځه وړل ناشوني دي؛ خو د کشف په برخه کې یې پرمختګ کړی دی.

بل لورته د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا ټینګار کوي، چې لا هم د غلو له وېرې په ځینو سیمو کې د شپې تګ راتګ نه شي کولای.

هغوی وایي، د جرمونو پېښې اوس د طالبانو له ډاره په خواله رسنیو کې نه خپرېږي.

استاد سیاف:د طالبانو حکومت باید لمنځه یوړل شي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د ملي مقاومت شورا په غونډه کې د طالبانو حکومت له مخالفو لوریو غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې یو موټی شي.

هغه ویلي، د یو نظام د پرځولو اصلي علت یووالی دی او باید دوی یووالی خپل کړي.

نوموړي زیاته کړې، وخت را رسېدلی، چې د طالبانو حکومت ړنګ کړل شي.