سه شنبه, اکتوبر 28, 2025
Home Blog Page 401

افغانستان کې له جنګي تجربې برخمن؛پیټ هېګسیټ د امریکا دفاع وزیر وټاکل شو

0

پیټ هېګسیټ د امریکا د دفاع وزیر په توګه ومنل شو.

د امریکا مشرانو جرګې د رایې اچونې لومړي پړاو کې نوموړی د دغې څوکۍ لپاره وړ نه ګاڼه، نو ځکه یې زیاتې رایې هم ونه ګټلې.

هېګسیټ په افغانستان او عراق کې د جګړې تجربه لري.

هغه ویلي، چې د امریکا لپاره ریښتینولي ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله؛د شیخ هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو اقدام د افغانستان عدالت لپاره مهم ګام دی

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د شیخ هبت الله او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه د افغانانو پر وړاندې د عدالت لپاره یو مهم ګام بللی.

دوی په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې دا طالبانو ته یو نوی خبرداری دی.

خبرپاڼه کې راغلي، هغه هېوادونه، چې د طالبانو د عادي کولو په پروسه کې ښکېل دي، باید وپوهېږي، چې په دې جرم کې شریک دي.

له مصر او اسرائیل پرته؛امریکا په ټولې نړۍ مرستې بندې کړې

0

له مصر او اسرائیلو پرته، امریکا په ټوله نړۍ خپلې مرستې بندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی غواړي چې د امریکا د بهرني سیاست په رڼا کې دوی دا مرستې له سره وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ واک ته تر رسېدو وړاندې ویلي وو، چې امریکا نورو هېوادونو ته بې ځایه میلیونونه ډالر ورکوي.

د یادونې ده، چې ټرمپ له واک ته رسېدو سره سم، د خپلو ګټو لپاره له ځینو تړونونو هم ځان ووېست.

مکسیکو؛دغه هېواد ته د امریکا د ناقانونه کډوالو د لېږلو غوښتنه رد کړه

0

مکسیکو دغه هېواد ته د امریکا د ناقانونه کډوالو د لېږلو غوښتنه رد کړه.

تېره ورځ امریکا نږدې ۱۶۰ کډوال په دوو الوتکو کې ګواتیمالا ته ولېږل؛ خو مکسیکو بیا د کډوالو درېیمې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تېره ورځ ویلي وو، چې هڅه کوي امریکا ته د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي.

یاد حکومت تېره ورځ هم ۵۳۸ ناقانونه کډوال نیولي دي.

د بندیانو تبادله؛حماس نن څلور او اسرائیل به ۲۰۰ بندیان ازاد کړي

0

په پام کې ده، چې حماس او اسرائیل نن یو وار بیا خپل ځينې بندیان سره تبادله کړي.

په دغه تبادله کې به حماس څلور اسرائیل او د اسرائیل حکومت به ۲۰۰ فلسطینیان ازادوي.

تر دې وړاندې بیا حماس درې؛ خو اسرائیلو ۹۰ بندیان ازاد کړي وو.

د یادونې ده، چې اوس مهال په غزه کې د ۴۲ ورځو لپاره اوربند ټینګ شوی.

مولوي عبدالکبیر:د طالبانو حکومت اوس په ملګرو ملتونو کې پیاوړي ملګري لري

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې حکومت یې اوس په ملګرو ملتونو کې هم پیاوړي ملګري پیدا کړي.

مولوي کبیر له یوې دیني مدرسې څخه د زده کوونکو فراغت غونډې ته ویلي چې پخوا هلته د دوی ملاتړي نه وو؛ خو اوس یې یو شمېر هېوادونه ننګه کوي.

نوموړي یو وار بیا له نړۍ سره پر مشروع تعامل ټینګار کړی.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو کې تر ډېره چین او روسیه د طالبانو حکومت ملاتړ کوي.

سراج الدین حقاني:مغرض کسان د طالبانو حکومت د بدنامولو هڅه کوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، مغرض کسان د نظام بدنامولو هڅه کوي.

سراج الدین حقاني له یوې دیني مدرسې څخه د فارغانو غونډې ته غږیز پیغام کې ویلي، چې له دین څخه د خبرتیا ترڅنګ باید د خلکو ستونزو ته پام وشي.

د هغه په خبره په دغه نظام کې هر څوک حق لري او دا د ټولو شریک نظام دی.

اوچا:د نجونو د زده کړو پر وړاندې شته بندیرونه باید پای ته ورسېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې زده کړې د ټولو حق او یو عمومي مسولیت دی.

دوی ویلي، اوس مهال ۱.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او دا چاره باید نور پای ومومي.

د یادونې ده چې اوس مهال له ۱۲ سوه زیاتې ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو چې دا د شریعت لار نه؛ بلکې د طالبانو خپل طبیعت دی.

رحمت الله نبیل:ښایي د شیخ هبت الله د یو شمېر سلاکارانو د نیولو امر هم صادر شي

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د طالب چارواکو یو لیست خپور کړی او ویلي یې دي، چې ښایي راتلونکي کې د دغو کسانو د نیولو حکم هم صادر شي.

په یادو کسانو کې عبدالحکیم شرعي، مولوي عبدالوحید طارق، شیخ فریدالدین محمود، نورمحمد ثاقب، مولوي حبیب‌الله آغا، مولوي اخترمحمد زعفراني، شیخ مولوي نصرالله، شیخ عبدالرازق، مولوي ندا محمد ندیم، شیخ محمد خالد حنفي، ملا صمد ثاني، حاجي فیض‌الله، حاجي نورمحمد او حاجي ملا نورمحمد شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده او د محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نېولو حکم صادر کړ.

د طالبانو حکومت؛له ۲۴ ساعته چوپتیا وروسته د جرمونو نړیوالې محکمې ته غبرکون وښود

د طالبانو حکومت د دوی د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ته غبرګون ښودلی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیه کې ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه دې د بشري حقونو په اړه خپل تفسیر پر دوی نه تحمیلوي.

اعلامیه کې راغلي چې د دوی پر مشر او د سترې محکمې پر رئیس لګول شوي تورونه بې بنسټه او دا یو “دوګونی چلند او سیاسي هڅول شوې” موضوع ده.

دوی د کریم خان له لوري د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د شیخ هبت‌الله د نیولو غوښتنلیک سپارل غندلي دي.