جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 397

ټرمپ:تایلنډ او کمبودیا د اوربند لپاره خبرو ته چمتو شوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د تایلنډ او کمبودیا مشران ژمن شوي چې ژر تر ژره سره وویني او د سرحدي نښتو له درې ورځني کړکېچ وروسته د اوربند لاره ولټوي.

رویټرز د ټرمپ له قوله ویلي چې دی هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړي.

د تایلنډ سرپرست لومړي وزیر ټرمپ نه د سولې هڅو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د اوربند پلوي دی؛ خو غواړي د کمبودیا له لوري “رښتینی صداقت” وښودل شي.

نصیر احمد فایق:عمومي عفوه لاهم نشته او د طالبانو حکومت بې دلیله نیونې کوي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، د طالبانو حکومت د امنیت، سولې او عمومي عفوه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

هغه ویلي، چې په هېواد کې لا هم بې‌دلیله نیونې، غیرانساني شکنجې او د پخوانیو سرتېرو هدفي وژنې روانې دي.

فایق دا کړنې د اسلامي ارزښتونو، نړیوال بشري قانون او انساني وجدان خلاف بللي.

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان له ظلم، بې‌عدالتۍ، د ښځو له محرومیت او فرهنګي دښمنۍ سره حکومت نه شي کولی.

له نړیوالو فشارونو وروسته؛اسراییل په غزه کې د هوا له لارې مرستې غورځولي

0

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ په غزه کې د هوا له لارې د بشري مرستو غورځولو عملیات ترسره کړي دي.

راپور د اسراييلي چارواکو له قوله لیکلي چې دا اقدام د غزې د ژور بشري ناورین د لا زیاتېدو د مخنیوي په موخه شوی، او اسراييل وايي چې په راتلونکې کې به هم ورته اقدامات دوام ولري.

دغه مرستې وروسته له هغې پیل شوې چې نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو مدافعانو، او لوېدیځو هېوادونو پر اسراييل فشارونه زیات کړل څو د غزې خلکو ته عاجلې مرستې ورسوي.

هم‌مهاله، اسراییلو د بشري وقفې اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو مرستندوی کاروانونه وکولای شي په امن ډول دننه غزې ته داخل شي او مرستې ووېشي.

ننګرهار؛په چمتلې سیمه کې یوه موټر دوه مېرمنې وژلې

د ننګرهار د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو هایلکس موټر چې په ډېرې چټکۍ روان و، په چمتلې سیمه کې پر دوو ښځو وربرابر شوی، چې دواړه یې ځای پر ځای وژلي.

د طالب چارواکو په وینا، موټر چلوونکی نیول شوی او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ایران؛په تهران کې یوه افغان ښځه له خپلو درې ماشومانو سره وژل شوې

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې یوه ۲۵ کلنه افغانه ښځه له خپلو درې ماشومانو سره وژل شوې ده.

دا پېښه د تهران په مرتضی‌ګرد سیمه کې رامنځته شوې ده.

راپورونه وايي چې د جمعې په ماښام یوې مېرمنې له پولیسو سره اړیکه نیولې او ویلي یې دي چې له ګاونډي کورنۍ یې څو ورځې هیڅ درک نشته او د تعفن بوی ترې خپریږي.

پولیسو له پلټنو وروسته وموندله چې درې ماشومان چې عمرونه یې ۲، ۳ او ۵ کاله دي، د خفګان له امله وژل شوي او مور یې په چړو وهل شوې ده.

ویل کېږي چې دې ښځې له یوه ۷۰ کلن سړي سره واده کړې وه، چې څو ورځې مخکې بېرته افغانستان ته تللی؛ خو لا معلومه نه ده چې دا سفر په خپله خوښه و که له ایرانه ایستل شوی دی.

پولیسو ویلي چې د دې “وحشتناکې پېښې” د عامل یا عاملینو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

سانډي ټایمز:اسراییل د استخباراتي لارې د ایران امنیتي، نظامي او هسته‌يي جوړښتونو ژورو برخو ته ننوتی

0

د بریتانیا سانډي ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې افشا کړې چې اسراییل په تېرو ۱۲ میاشتو کې د استخباراتي او نظامي عملیاتو له لارې د ایران د امنیتي، نظامي او هسته‌یي جوړښتونو ژورو برخو ته ننوتی او قوي ضربې یې ورکړي دي.

دغه راپور کې ویل شوي چې د جولای ۳۰مه، ۲۰۲۴، ماښام مهال، اسراییلي توغندیو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه استوګنځی په تهران کې وویشت، او هممهاله، د حزب‌الله یو مشر فؤاد شکر په بیروت کې ووژل شو. دا هم‌مهاله بریدونه د اسراییلي ستراتیژۍ نوی پړاو بلل شوی دی.

راپور زیاتوي چې اسراییلي عملیاتو د ایران ګڼ شمېر هسته‌یي پوهان وژلي، د نطنز او فردو غنی‌سازي تاسیسات خراب شوي، او د وسلو جوړولو مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

موساد د پرمختللو وسایلو لکه له مخکې تنظیم شويو واکي‌ټاکيو له لارې، د حزب‌الله زرګونه کسان څارلي او هدف ګرځولي دي.

رپوټ وايي چې د اسراییلو استخباراتي ادارې موساد او نظامي استخبارات (آمان) ترمنځ سیالي روانه ده؛ خو دا سیالي د تخنیکي پرمختګونو سبب شوې ده.

اسرائیلو؛په غزه کې د بشري وقفې اعلان کړی، څو د مرستو وېش ته زمینه برابره شي

0

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د یکشنبې له سهاره به د غزې په ګڼ میشتو سیمو کې “بشري وقفې” عملي کړي څو د مرستو وېش ته زمینه برابره شي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د سختې لوږې له امله لسګونه فلسطینیان مړه شول.

د پوځ ویاند ویلي، اسراییل به د خوړو هوايي انتقال ته هم اجازه ورکړي.

د بشري مرستو لپاره ځانګړي لارې پرانیستل شوې دي، او مرستې لکه اوړه، بوره او کنسروي خواړه د نړیوالو ادارو لخوا برابر شوي دي.

فلسطیني سرچینو تایید کړې چې دا مرستې د غزې شمال ته رسېدلي دي.

خو مرستندویه ادارې اسراییل تورنوي چې د مرستو مخنیوی کوي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه له لوږې ۱۲۵ کسان، چې ۸۵ یې ماشومان دي، مړه شوي دي.

امیر خان متقي د خوړو نړیوال سازمان مشر ته:د بشري مرستو تر څنګ پرمختیایي برخو کې هم مرسته راسره وکړئ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي د خوړو نړیوال سازمان له مشر جان ایلیف سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې افغانستان ته دې یوازې بېړنۍ مرستې نه، بلکې پرمختیایي برخو ته هم پاملرنه وشي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د راستنو شویو کډوالو د مرستو، ستونزو د حل او مؤثرو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د جان ایلیف له قوله ویل شوي، چې دوی به له مرسته کوونکو سره د پرمختیایي پروژو په اړه بحثونه وکړي.

ترکمنستان کې د طالبانو حکومت سفیر؛کوربه هېواد کې د قطر له سفیر سره پر رسمیت پېژندنې خبرې کړې

په ترکمنستان کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د بیلاروس له سفیر سټنیسلاو چپورنوی سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي همکاریو، پانګوالو فرصتونو او د پلاوي تګ راتګ په اړه یې بحث کړی دی.

د طالبانو حکومت سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

بل‌خوا، په قرغیزستان کې هم د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست د قطر له سفیر سره د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پر موضوع خبرې کړې دي.

په زاهدان کې د جیش‌العدل برید؛۹ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي

0

د ایران د سیستان و بلوچستان په مرکز زاهدان کې د شنبې په ورځ وسله‌والو د ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د سپاه پاسداران د قدس قرارګاه په وینا، ډېری قربانیان عام خلک دي او په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

دوی زیاتوي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

د سپاه په وینا، درې بریدګر چې چاودیدونکي واسکټونه یې درلودل، په نښته کې وژل شوي دي.

بل لورته بیا وسله‌والې ډلې جیش‌العدل د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې هدف یې د محکمې قاضیان او کارکوونکي وو، کوم چې د دوی په وینا د بلوڅو لپاره د اعدام حکمونه او د کورونو د ویجاړولو پرېکړې کوي.

جیش‌العدل ادعا کړې چې په برید کې یې تر ۳۰ زیات امنیتي او قضایي مامورین وژلي.