جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 396

هه‌نګاو؛په ایران کې له اسراییلو سره د اوربند تر اعلان وروسته ۸۵ بندیان اعدام شوي چې شپږ افغانان دي

د هه‌نگاو د بشري حقونو سازمان په وینا، د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه ۸۵ بندیان په ایران کې اعدام شوي، چې شپږ افغانان هم پکې شامل دي.

په اعدام شویو کې ۱۵ تر، ۱۲ ترک، ۱۲ کرد، او ۶ بلوچ توکمي دي.

د دوی له منځه بیا شپږ کسان د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.

هه‌نگاو ویلي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام کچه لوړه شوې او یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰ افغانان اعدام شوي دي.

شعیه عالم واعظ‌زاده:دشتي برچي کې مې د طالبانو حکومت له لوري تړل شوی دفتر بېرته پرانېستل شو

شیعه عالم واعظ‌زاده بهسودي ویلي، په دشت برچي کې یې دیني دفتر چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت له‌خوا تړل شوی و، بېرته پرانیستل شوی دی.

نوموړي ویلي چې دا دفتر د نامعلومو شکایتونو له امله تړل شوی وو، چې یوه “دسیسه” بلل شوې ده.

بهسودي تر دې وړاندې د مهدویه جومات له سرپرستۍ استعفا کړې وه او ویلي یې وو، چې د طالبانو حکومت بې له ملي تفاهم او نړیوال ملاتړ بریا ته نه شي رسېدای.

اسرائیل:هره ورځ په غزه کې لس ساعته اوربند کوو، څو بشري مرستې ورسول شي

0

اسرائیل اعلان کړی چې له یکشنبې څخه به هره ورځ لس ساعته په غزه کې پوځي عملیات درېږي، څو بشري مرستې ورسول شي.

دا اوربند د مواسي، دیرالبلح او غزې ښار په برخو کې پلی کېږي.

ملګري ملتونه وايي اسرائیل د یوې اونۍ لپاره د مرستو د ننوتو اجازه ورکړې؛ خو لا هم پراخو مرستو ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند خبرې په دوحه کې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

د اسراییلو د دفاع وزیر:که د ایران لخوا تهدید دوام ومومي، لاسونه مو تر تهران او خامنه‌يي پورې رسېږي

0

د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که تهران د اسراییلو ګواښلو ته دوام ورکړي، نو “د اسراییلو اوږده لاسونه” به تر تهران او خامنه‌يي پورې ورسېږي.

کاتز دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د رامون هوايي اډې ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

نوموړي وویل: «خامنه‌يي ته یو واضح پیغام لرم او هغه دا، چې که دوی د اسراییل ګواښلو ته دوام ورکړي؛ نو موږ به بیا او دا ځل په لا زیات ځواک سره، تر تهران او خامنه‌یي پورې ورسېږو.»

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د ایران مشر علي خامنه‌يي د اسد په ۳مه د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په پیل کې د خپلو لوړپوړو پوځي قوماندانانو وژل “درنه ضربه” وبلله؛.خو ټینګار یې وکړ چې اسراییل “خپلې موخې ته ونه رسېد.”

د طالبانو حکومت:ننګرهار کې ۲۴ زره نشه‌یي تابلیتونه مو نېولي

د طالبانو حکومت په ننګرهار کې له لومړۍ امنیتي حوزې څخه ۲۴ زره نشه يي تابليټونه نیولي دي.

د ننګرهار د طالبانو امنیه قومنداني وايي، چې درې تنه په دې اړه نیول شوي دي.

د یادې قومندانۍ ویاند طیب حماد وايي، نیول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی؛ خو هغه یې د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

معصوم ستانکزی:د غزې پر خلکو د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین تحمیلېږي

0

د افغانستان د ملي امیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي چې د یویشتمې پیړۍ تر ټولو دردونکی بشري ناورین او جنګي جنایات د غزې مظلوم ولس باندې تحمیل‌ېږي.

هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، کله چې انساني و جدان د انتقام او قدرت په اور بدل شي؛ نو هر معیار تر پښو لاندې کیږي.

هغه غوښتنه کړې، چې د نړۍ دولتونه دې انسانیت ته د احترام په خاطر دې ناورین ته په ګډه د پای ټکی کیږدي.

پښتونخوا؛وسله والو د یولسم ټولګي زده کوونکی د خپلې مور ترمخه وژلی

0

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني‌خېل سیمه کې وسله‌والو کسانو د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکی، دین ولي، د هغه د کور دننه د خپلې مور مخې ته په ډزو وژلی دی.

ځایي سرچینې وایي چې برید کوونکي د شپې له خوا کور ته ننوتي او پرته له کوم دلیل یې پر دغه تن ډزې کړې دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌ دی منلی او امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیراه کې پر لاریون د پوځ برید؛شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

0

د پښتونخوا د تیراه په وادي سیمه کې پاکستاني پوځیانو پر لاریون کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

دا لاریون د خلکو له لوري د ماشوم د وژلو په غبرګون کې شوی و، چې وروسته له پولیسو سره په تاوتریخوالي واوښت.

ویل کېږي، چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم پوځ ډېر ځله پر لاریون کوونکو بریدونه کړي.

امیرخان متقي عباس عراقچي ته:د ایران له خاورې افغان کډوال باید په باعزته ډول را وویستل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان کډوالو د اخراج روانه لړۍ د اندېښنې وړ بللې او له ایراني لوري یې غوښتي چې د کډوالو د ایستلو پر مهال د درناوي او تدریج اصل ته پام وکړي.

متقي ټینګار کړی چې باید له افغان کډوالو سره انساني چلند وشي او د هغوی حقوقو ته درناوی وشي.

په همدې حال کې بیا عراقچي، متقي ته ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو حقونه به خوندي وي او د هغوی د ایستلو بهیر به له درناوي سره، تدریجاً ترسره کېږي.

کابل؛نږدې راتلونکي کې د کډوالو په اړه درې اړخیزه غونډه کېږي

کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر عرفات جمال وایي، ژر به په کابل کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

جمال د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د طالبانو حکومت، ایران او یونیسیار استازي ګډون ولري.

د هغه په خبره، ناسته کې به په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.

په ورته مهال، عبدالکبیر یاده ناسته مهمه بللې او د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې یې پر نړیوالو همکاریو ټینګار کړی دی.