جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 388

شفقت علي‌خان:د طالبانو حکومت دې د بلوچ ازادي غوښتونکو او ټي‌ټي‌پي پر ضد قاطع اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ويلي چې د بلوچستان بېلتون‌پال وسله‌وال او ټي‌ټي‌پي له افغانستانه مالي او لوژستيکي ملاتړ تر لاسه کوي.

نوموړي ټينګار کړی چې اسلام‌اباد د طالبانو له حکومت غواړي چې د دغو ډلو پر ضد قاطع ګامونه واخلي.

هغه هند هم تورن کړی چې د بلوچستان بېلتونپالو ملاتړ کوي او يادونه يې کړې چې د بلوچستان ازادۍ پوځ او تحريک طالبان پاکستان د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو وروستي راپور وايي، تحريک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره جګړه‌ماران لري او له طالبانو د پام وړ لوژستيکي او عملياتي ملاتړ ترلاسه کوي. راپور زياتوي چې ځينې طالبان د سيمه‌ييزو اړيکو د ښه کولو لپاره له دې ډلې سره د واټن غوښتونکي دي.

بل لورته ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د بلوچستان بېلتونپالو او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ نږدې همکاري شته او دواړه ډلې د کندهار په شاه‌ولي‌کوت او شورابک ولسواليو کې له ګډو روزنيزو کمپونو کار اخلي، چې القاعده پکې ايديولوژيکه او وسلواله روزنه ورکوي.

سټیو ویتکاف:د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نوي پلان پر جوړولو بوخت یم

د منځني ختيځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټيو ويتکاف ويلي چې د يو داسې پلان پر جوړولو بوخت دی چې کولی شي د غزې جګړه پای ته ورسوي.

رويټرز راپور ورکړی چې ويتکاف د اسرایيلو د يرغملو له کورنيو سره په ليدنه کې ويلي، دا طرحه د اسرایيلو د حکومت او بنيامين نتانياهو په همکارۍ د غزې د بيا رغونې لپاره جوړيږي.

نوموړي زياته کړې چې دا پلان کولی شي د شخړې پای ته رسېدو لپاره مهم ګام وي.

بل لورته حماس څو ځل ټينګار کړی چې د وسلو ايښودو ته چمتو نه دی او یو خپلواک فلسطیني دولت غواړي.

د ايران د حکومت ویانده:له اروپايي هېوادونو سره د اټومي موافقې لاسلیک د تهران په اجندا کې نشته

د ايران د حکومت وياندې فاطمه مهاجراني وايي چې په اوسني پړاو کې له اروپايي هېوادونو سره د اټومي موافقې لاسليک د تهران په اجندا کې نشته.

نوموړې د سپوټنيک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې روانې خبرې له اروپايي درې هېوادونو سره له سترو پېچلتياوو مخ دي او زياتره يوازې د نظر تبادله ده، نه د موافقې هڅه.

مهاجراني زياته کړې چې که څه هم تهران له امريکا سره د خبرو رسمي مخالفت لري؛ خو له اروپايي هېوادونو سره د خبرو هېڅ خنډ نه ويني.

په همدې حال کې اروپايي درې هېوادونه هڅه کوي ايران بېرته رسمي اټومي خبرو ته راوګرځوي؛ خو اروپايي چارواکو خبرداری ورکړی چې که خبرې بې‌پايلې پاتې شي، د ملګرو ملتونو زاړه بنديزونه کېدای شي بېرته پر تهران ولګول شي.

فرانسې؛له حماس د وسلې ايښودو او د يرغملو د خوشې کولو غوښتنه کړې

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين نويل برو يو ځل بيا له حماس د وسلو ايښودو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې دغه ډله بايد له غزې ووځي او د اسرایيلو ټول بې قيد و شرطه يرغمل خوشې کړي.

نوموړي ويلي چې بشردوستانه مرستې بايد پراخې او په کافي ډول غزې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د اسرایيلو د پوځ مشر ايال زامير خبرداری ورکړی چې که يرغمل خوشې نه شي، پوځي عمليات به پرته له ځنډه دوام وکړي.

بل لورته د امريکا ځانګړي استازي سټيو ويتکاف د تل‌ابيب د يرغملو له کورنيو سره په ليدنه کې ويلي چې واشنګټن د غزې جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او نه غواړي جګړه پراخه شي.

تر دې وړاندې حماس ټينګار کړی چې يوازې د يو خپلواک فلسطيني دولت په جوړېدو سره به وسلې کېږدي.

رویټرز؛له تېرو لسو کالو راهیسې د ایران صدا او سیما ټلویزون ته د ۳.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت خبري مواد ورکړي

د NCRI تحقیقاتي بنسټ د ارزونو له مخې، رویټرز خبري آژانس د ایران دولتي تلویزیون (صداوسیما) ته ۳.۸ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکې خبري خدمات ورکړي دي.

رویټرز واشنګتن فری بیکن ته تایید کړې چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې یې پر دغې ادارې د خبرونو لیکلي او ویډیويي خدمات پلورلي او دا معامله یې د امریکا د خزانې وزارت سره هم شریکه کړې.

د امریکا خزانې وزارت پر صداوسیما او نورو حکومتي تبلیغاتي ادارو د بندیزونو څارنه کوي.

باجوړ؛د ټي‌ټي‌پي او قومي مشرانو جرګه بې پایلې پای ته ورسېده؛ ټي‌ټي‌پي ویلي، چې تر وروستۍ سلګۍ جګړه کوو

د باجوړ په زاغي سیمه کې د قومي مشرانو جرګه له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره له غونډې وروسته له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېده.

ټي‌ټي‌پي په خپلو شرطونو کې ویلي چې د بېرته تلو نیت نه لري او تر هغې به جګړه کوي تر کومه چې پاکستاني پوځ پرې بریدونه نه وي بند کړي.

هغوی دغه راز ویلي، چې امنیتي ځواکونو ته به د اکمالاتو لېږد یوازې د جرګې تر څار لاندې وي، او هېڅ وسلې به نه لېږدول کېږي.

یاده غونډه نن د زاغي سیمې په یو جامع جومات کې وشوه، چې د ټي‌ټي‌پي د پلاوي مشري مولانا ملنګ بادشاه کوله.

د جرګې ګډونوال وايي چې دا غوښتنې به اوس د دولتي چارواکو سره شریکې کړي؛ خو د سولې خبرې لا هم له بې‌باورۍ او کړکېچ ډکې دي.

فضل هادي مسلم یار:د میرویس عزیزي له لوري شوې پانګونه به افغانستان د سوداګرۍ او صنعت نوې مرحلې ته داخل کړي

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل هادي مسلم‌یار د برېښنا تولید په برخه کې د میرویس عزیزي له لوري د لس زره میګاواټه برېښنا پروژه د افغانستان د پر ځان بساینې، اقتصادي ودې او سلګونه زره کسانو ته د کاري زمینې د برابرولو په برخه کې یو بې‌ساری ګام بللی دی.

هغه میرویس عزیزي ته د دغې سترې پانګونې له امله مبارکي ورکړې او دا یې د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره یو مهم اقدام یاد کړی دی.

مسلم‌یار ویلي، چې برېښنا د ژوند، صنعت، تولید، پرمختګ او اقتصادي خپلواکۍ لپاره اساسي ارزښت لري او د عزیزي بنسټ دا پانګونه به افغانستان د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې نوې مرحلې ته ورسوي.

غزه؛د اسراییلو د تازه بریدونو له کبله ۳۰ فلسطینیان وژل شوي

په غزه کې د اسرائیل د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي چې ۱۳ یې د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وو.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د لوږې او خوارځواکۍ له کبله هم اووه کسان مړه شوي چې د قحطۍ قربانیانو شمېر ۱۶۹ ته رسېږي او له دې ډلې ۹۳ ماشومان دي.

د جګړې له پیله تر اوسه په غزه کې څه باندې ۶۰ زره کسان وژل شوي او له ۱۴۸ زرو زیات ټپیان دي.

صدیق صدیقي:میرویس عزيزي لس میلیارده افغانۍ نه لري ډالر خو پرځای پریږده

د جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال صدیق صدیقي د عزیزي ګروپ له لورې په هیواد کې د لس میلیارده ډالرو ارزښت پانګونې ته په غبرګون کې لیکلي:« عزیزي لس میلیارده افغانۍ نه لري، لس میلیارده ډالره خو پریږدئ»‬

‫ښاغلي صدیقي پوښتلي چې په هرات کې د عزیزي ګروپ د پانګونې چارې چیرته رسیدلي.‬

‫د پرځیدلي جمهوري حکومت دغه پخواني چارواکي لیکلي چې هر سوداګر په ډیری اسانۍ کولای شي، طالبان تیر باسي.

غفور لیوال:د ملي بیرغ سره دوه ډلې د جهل او ناپوهۍ ککړه او بله یې تعصب لیونۍ کړې دښمني کوي

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي چې له ملي بیرغ او ملي ارزښتونو سره دوه ډلې دوښمني کوي، چې یوه یې په جهل و ناپوهۍ ککړه او بله یې تعصب لیونۍ کړې ده.

لېوال په خپل ایکس کې لیکلي، چې دواړه ډلې نه یوازې له ملي ارزښتونو سره دښمني لري، بلکې د پیشو او موږک په څېر په دوامدار ټکر کې هم ښکېلې دي.

هغه زیاتوي: «جهل ړندې کړې ډلې، د تعصب لېونۍ کړې ډله پسې واخیسته او د باد بڼکه یې کړه.»

نوموړي دغه راز ویلي، چې افغان ملت اوس راویښ شوی او دوی به ډېر ژر په جهل اخته ډله هم پسې واخلي.