دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 386

بدخشان؛بهارک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا وژل شوي

د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې درې تنه د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وايي، چې دا پېښه د شنبې په شپه د خیرآباد کلي کې شوې او وژل شوي کسان د یوې کورنۍ پلار، زوی او مېرمن دي.

سرچینو ویلي، چې وسله‌وال نیمه شپه کور ته دننه شوي، نغدي پیسې یې اخیستې او د کورنۍ د مقاومت پر مهال یې درې واړه غړي په ډزو وژلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

حال‌وش:ایران کې ناڅرګندو وسله‌والو یو افغان ځوان وژلی او پلار یې تښتولی

د بشري حقونو سازمان “حال وش” خبر ورکړی چې د تېرې پنجشنبې سهار د ایران د سراوان ولسوالۍ په دازدک کلي کې ۲۷ کلن افغان ځوان ناصر همت‌خېل وژل شوی او ۶۸ کلن پلار یې موسی همت‌خېل تښتول شوی دی.

د سیمې خلک وايي چې دا پلار او زوی له څو کلونو راهیسې هلته کډوال وو او له چا سره یې ستونزه نه لرله.

د یادونې ده چې په ایران کې ډېر افغانان د ناڅرګندو وسله‌والو یا د تښتونکو له خوا د پیسو لپاره برمته کېږي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې ایران ګڼ شمېر افغانان خپل هېواد ته راستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

عبدالمتین قانع:بلخ کې د انسان تښتونکو له منګولو ۱۳ کلن احمدشاه جان ژغورل شوی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بلخ کې د انسان تښتونکو له منګولو د خلاص شوي ماشوم په اړه معلومات خپاره کړي.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ماشوم احمدشاه جان نومیږي او ۱۳ کاله عمر لري، چې د مزار ښار اوومې ناحیې اړوند سیمه کې له ښوونځي څخه کورته پر لاره تښتول شوی وو.

په ورته مهال د یاد شوي ماشوم تره خوښي څرګنده کړې، چې وراره یې روغ رمټ ورته سپارل شوی دی.

طالب مسؤلینو د انسان تښتونکو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ندا محمد ندیم د جاپان سفیر ته:نړیواله ټولنه له یوې خوا همکاري غواړي؛ له بلې خوا مو مشران په محاکمې ګواښي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدلي.

په دې لیدنه کې ندا محمد ندیم د مخدره توکو روږدو کسانو درملنې، مهاجرینو ستونزو ته رسېدنې، او نورو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې.

هغه د طالبانو حکومت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې دوه‌ګوني چلند ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه له یوه اړخه له افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ شعارونه ورکوي او له بله اړخه د «اسلامي امارت» رهبران په محاکمه کولو ګواښي.

هغه دغه راز ویلي، چې د نظام لومړیتوبونه دین، شریعت، او د ولس غوښتنې دي.

مولوي ندیم زیاته کړې چې وزارت د باکیفیته دیني او عصري زده کړو او معیاري څېړنو ته ژمن دی.

جاپاني سفیر د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه او د طالبانو حکومت پرمختګونه او د راستانه شویو مهاجرینو مدیریت وستایه.

د امریکا دفاع وزیر:له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل شاتګ او لویه تراژیدي وه

د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې.

هغه ویلي، چې دا له ناورین څخه ډک شاتګ او لویه تراژیدي وه.

نوموړي په فلوریډا کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو اصلي لامل د بایډن ادارې سیاسي ضعف و.

وړمه ورځ بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې اړه نیوکې کړې وې.

صدیق صدیقي:د ایراني توکو له اخیستو باید ډډه وکړو

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د کورنیو چارو مرستیال وزیر صدیق صدیقي ویلي، چې له ایران څخه باید د توکو په واردولو بندیز ولګېږي.

هغه له افغانانو غوښتي چې د ایراني توکو له پیرلو ډډه وکړي.

نوموړي ویلي، چې ایران د افغان کډوالو پر وړاندې له انساني اصولو سرغړونه کړې او له توپیر او تبیعض ډک چلند یې روان کړی.

د یاودنې ده، چې ایران هره ورځ تر دېرش زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې را وباسي.

عبدالسلام حنفي:افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن یو

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د کډوالو له کمپونو لیدنه کې ویلي، چې دوی د افغان کډ،الو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي مسوولینو ته ویلي، چې د کډوالو ستونزو ته باید پر وخت رسېدنه وشي.

هغه زیاته کړې، چې له راستنېدونکو سره د ټولو هيوادوالو د همکارۍ دا اقدامات د افغان ملت تر منځ د وياړ او ورورولۍ واضح نښه ده.

آریانا سعید؛د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د “های نوت” نړیوالې بشري حقونو جایزې ګټونکې شوه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان مشهوره سندرغاړې او د ښځو حقونو فعاله آریانا سعید د ۲۰۲۵ کال د “های نوت” نړیواله جایزه ګټلې ده.

دا جایزه هغې ته د « ما به امید باور داریم» سندرې له کبله ورکړل شوې، چې د هیلو نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې وه.

په همدې حال کې اریانا سعید ویلي، چې دا پر دغې جایزې فخر کوي.

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت؛د تفتیش رئیس په مالي فساد کې ښکیل دی

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته د طالبانو حکومت په معادن وزارت کې د شوي پراخ مالي فساد معلومات شریک کړي.

په دې اسنادو کې لیدل کیږي چې د کانونو وزارت د تفتیش رئیس چې د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی دی او حافظ احمد نومیږي په پراخ اداري او مالي فساد کې لاس لري.

سرچینه وایي، حافظ احمد په تېرو دوو کالو کې په ۶۰ زره افغانۍ د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې ۸ جریبه ځمکه في جریب په ۶ لکه افغانۍ اخیستې.

یادې سرچینې ویلي چې نوموړی کابل کې دوه درملتونونه لري او په همدې معاش یې دوهم واده هم کړی.

ویل کیږي نوموړي یوازې ۱۳ لکه افغانۍ ولور هم ورکړی.

حماسه میډیا هڅه وکړه، چې په دې اړه د کانونو وزارت او یا حافظ احمد نظر واخلي؛ نو له پرلپسې هڅو د وزارت مسولینو له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

د ایران د کډوالو چارو رییس:تېرو څو میاشتو کې ۷۷۲ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو رییس، نادریار احمدي، ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه د سرطان تر یوولسمې پورې شاوخوا ۷۷۲ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د احمدي په وینا، دغه کسان د دوغارون، میلَک او ماهِیرود د پولو له لارې بېرته ستانه شوي دي.

نوموړي دغه کډوال غیر قانوني بللي دي.

که څه هم ایراني چارواکي وايي چې ډېری مهاجرین داوطلبانه وځي؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، تر ۷۰ سلنه ډېر کډوال په زور شړل کېږي.