دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 385

سرچینې:ایران افغانانو ته د ویزو د ورکړې پروسه سخته کړې

یو شمېر سرچینې وايي، چې ایران افغانانو ته د ویزو ورکولو لپاره نوې پالیسي جوړ کړه.

د دې پالیسي پر اساس، ایران افغانانو ته کاري، سیاحتي او طبي ویزې ورکوي، چې د درې واړو پروسه تر پخوا سخته شوې.

کاري ویزې یوازې د ایرانيانو له خوا د یو افغان کارګر د غوښتلو په صورت کې ورکول کېږي او سیاحتي ویزې بیا هغه چاته ورکول کېږي، چې لومړۍ درجه خپلوان یې په ایران کې وي.

په همدې حال کې بیا طبي ویزې افغانستان کې د روغتونونو له تصدیق وروسته ورکول کېږي.

تر اوسه ایران په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان لپاره؛د اسلامي همکاریو سازمان او مالیزیا ځانګړو استازو د دوحې کاري ډلې په اړه خبرې کړې

د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د مالیزیا له ځانګړي استازي احمد عظم عبدالرحمن سره کتلي دي.

په دغه لیدنه کې دواړو استازو د افغانستان پر روان وضعیت، وروستیو بدلونونو او د دوحې د کاري ډلې د فعالیتونو پر پایلو خبرې اترې کړي.

دغه کتنه د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د ګډو همغږیو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.

سید اکبر اغا:د طالبانو حکومت دې د ایران سفیر احضار کړي، څو د مهاجرینو په اړه د بشر حقوق مراعت شي

پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا ویلي، چې د ایران حکومت په ظلم او بې‌رحمۍ سره د افغان کډوالو ایستل پیل کړي، او د دې وضعیت تر شا د ایران د ولس چوپتیا هم د اندېښنې وړ ده.

نوموړي ویلي چې د ایران د سني او شیعه اختلافاتو له امله هم افغان مهاجر له تبعیض سره مخ دي.

اکبر اغا وړاندیز کړی، چې د طالبانو حکومت باید د معمول په ډول د ایران سفیر احضار کړي او له هغه څخه وغواړي، چې د مهاجرینو د ایستلو پر مهال د بشر حقوق رعایت او دوستانه، محطاطانه چلند وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدام نه یوازې د طالبانو د حکومت د مسوولیت اداء ده، بلکې دا به ایران ته هم دا ور په یاد کړي، چې د یوه ګاونډي په توګه څه مسؤولیتونه لري، او دا به د دواړو هېوادونو د راتلونکي لپاره په خیر تمام شي.

عبدالغفور لېوال:د افغانستان ګاونډیانو افغان کډوال د خپلو ګټو لپاره منلي وه، نه د اسلامي یا بشري اصولو لپاره

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، چې موږ د افغان کډوالو پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو واقعي چلند ته له پټو سترګو تېر شوي یو.

هغه وايي، هیڅ ګاونډي افغان کډوال د اسلامي، بشري یا اخلاقي ارزښتونو له مخې نه دي منلي، بلکې تل یې د خپلو سیاسي، استخباراتي او اقتصادي ګټو لپاره کارولي دي.

لېوال زیاتوي چې ګاونډیو هېوادونو افغانان په خپلو منځونو کې سره وجنګول، د کډوالو له لارې یې په افغانستان کې نفوذ وکړ، فرهنګي یرغل ته یې لاره پرانیسته، کاري ځواک یې وزبېښلو او د نړیوالو مرستو له لارې یې ملیاردونه ډالر ترلاسه کړل.

نوموړي ټینګار کړی، چې اوس دا ګټې پای ته رسېدلې او افغان کډوال په بې‌رحمۍ سره شړل کېږي.

ده دا هم ویلي، چې زموږ تېروتنه دا ده چې له ګاونډیو هېوادونو څخه اخلاقي، عاطفي او یا د اسلامي چلند تمه کوو، حال دا چې هغوی یوازې خپلې ګټې پېژني.

نورستان؛د دغه ولایت له کانونو د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۵ کیلوګرامه بېروج پلورل شوي

‏د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په نورستان کې د بولۍ له لارې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۵ کیلوګرامه بېروج پلورل شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې په دغو پیسو کې د «اسلامي امارت» ونډه ۱۲ سلنه وه.

په دې بولۍ کې د نورستان له کانونو په لومړي ځل استخراج شوي یاقوت هم پلورل شوي دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد له ګڼ شمېر کانونو څخه قیمتي ډبرې پلورل شوې دي.

سوریه؛سویدا ولایت کې د شخړو له امله ۳۰ تنه وژل شوي

0

د سوریې د کورنیو چارو وزارت وايي، د قبیلوي وسلوالو د نښتو له امله د دغه هېواد په سویدا ولایت کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

دا نښتې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې د دمشق–سویدا پر لویه لاره د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې او په وروستۍ پېښه کې له دوروز سیمې یو سوداګر وتښتول شو.

راپورونه وایي، دا لومړی ځل دی چې سویدا ولایت د دا ډول قبیلوي شخړو شاهد دی.

ټرمپ:له پوتین څخه ناامیده شوی یم او د سولې خبرې یې بې‌مانا دي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناامیده شوی دی.

ټرمپ ویلي، فکر یې کاوه چې پوتین به د خپلو خبرو درناوی وکړي، خو «ښکلي خبرې کوي، او بیا شپه‌ مهال خلک بمباروي.»

نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مریلند په اندروز هوایي اډه کې وکړې.

ټرمپ زیاته کړې چې د روسیې له وروستیو بریدونو وروسته، له پوتین څخه خواشینی شوی او د سولې خبرې یې بې‌مانا بللې دي.

روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکراین پراخ هوایي بریدونه کړي او زرګونه ډرونونه او توغندي یې کارولي دي.

عباس عراقچي:حماس سره ۲۰۰ زره نور تازه جنګیالي یوځای شوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ زره نوي جنګیالي حماس ډلې سره یو ځای شوي دي.

هغه د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له لوري د غزې د جګړې د بریا ژمنه ناکامه وبلله.

عراقچي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې نتانیاهو هیڅ کوم هدف ترلاسه نه کړ او د ایران توغندیزو بریدونو د اسرائیلو پټ پوځي مرکزونه له منځه یووړل.

نوموړي امریکا ته د نتنیاهو د سفر په اړه لیکلي، چې هغه بېرته بابا ته وتښتېد.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د اوربند لپاره د حماس او اسرائیل خبرې هم ودرېدلې.

محمد نبي:دا وخت د شړل شوو افغانانو لاسنیوی د انسانیت او ملي وحدت ازموینه ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل د ایران له لوري په زوره د شړل شوو زرګونو افغان کډوالو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې.

هغه ویلي چې دا کړنه نه یوازې د بشري کرامت خلاف ده، بلکې شړل شوي افغانان له ګڼو ستونزو، لوږې، بې‌سرپناهۍ او ناروغیو سره مخ کړي دي.

محمد نبي له ملي تجارانو، سوداګرو، خیریه بنسټونو او شتمنو شخصیتونو غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د خپلو بې‌وزلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي، خپلې مرستې ونه سپموي او د دوی د استوګنې، خوراک، درملنې او بېرته رغېدو لپاره لاسونه سره ورکړي.

نوموړي زیاته کړې: «دا د ملي وحدت، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده، او موږ باید دا ثابته کړو چې افغان هېڅکله افغان نه هېروي.»

بدخشان؛بهارک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا وژل شوي

د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې درې تنه د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وايي، چې دا پېښه د شنبې په شپه د خیرآباد کلي کې شوې او وژل شوي کسان د یوې کورنۍ پلار، زوی او مېرمن دي.

سرچینو ویلي، چې وسله‌وال نیمه شپه کور ته دننه شوي، نغدي پیسې یې اخیستې او د کورنۍ د مقاومت پر مهال یې درې واړه غړي په ډزو وژلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.