شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 386

ایران؛د اسراییلو سره د مقابلې لپاره د «دفاع شورا» په نوم نوی پوځي ارګان جوړ کړ

د ۱۲ ورځني جګړې له پای ته رسېدو نږدې شپږ اوونۍ وروسته، د ایران چارواکو د «دفاع شورا» په نوم د یوه نوي ارګان د جوړېدو اعلان وکړ.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویلي چې دا شورا به د پوځ د دفاعي طرحو او د وسلوالو ځواکونو د پیاوړتیا وړاندیزونه په متمرکز ډول ارزوي.

د دې شورا مشري به د ایران ولسمشر کوي او د قواوو مشران، د وسلوالو ځواکونو قوماندانان او اړوند وزارتونه به پکې شامل وي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د نوې احتمالي نښتې په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني کانال ویلي چې که څه هم اوربند شوی؛ خو دواړه لوري د احتمالي بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

همدارنګه، د ایران د پوځ لوی قوماندان امیر حاتمي خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو ګواښونه لا هم پر ځای دي او باید په کمه سترګه ورته ونه کتل شي.

امریکا؛دوه پخواني افغان ژباړونکي د امنیتي اندېښنو په تور نیول شوي

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت په کنیکټیکټ او سن ډیاګو کې دوه پخواني افغان ژباړونکي د امنیتي ګواښونو په تور نیولي دي.

دغه کسان، سره له دې چې قانوني د کډوالۍ اسناد یې لرل او ټول مهاجرتي بهیرونه یې بشپړ کړي وو، ونیول شول.

چارواکو ویلي چې یو یې جدي ګواښ ګڼل کېږي؛ خو هېڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

دغه نیونې د امریکا د پوځ پخوانیو سرتېرو او د مهاجرو د ملاتړ ډلو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.

د نیول شوو کسانو وکیلان وايي، دواړو د امریکا له پوځ سره بشپړ همکاري کړې او خپل نظامي ریکارډونه، قراردادونه او د سپارښت لیکونه یې سپارلي دي، خو اوس د شړلو له خطر سره مخ دي.

غزه؛د لوږې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۵ تنو ته رسېدلی

د غزې د روغتيا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې او د تغذيې د کموالي له امله شپږ نور کسان مړه شوي چې ورسره د دې بحران د قربانيانو شمېر ۱۷۵ تنو ته رسېدلی، چې لږ تر لږه ۹۳ يې ماشومان دي.

په ورته وخت کې اسرائيلو له نږدې دوو کلونو جګړې وروسته د غزې سيمې ته د سون توکو د لېږد اجازه ورکړې ده.

د القاهره نيوز د راپور له مخې، دوه لارۍ چې لسګونه ټنه سون توکي وړي، ټاکل شوې غزې ته داخل شي.

د اسرائيلو د حکومت د فعاليتونو د همغږۍ اداره وايي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له ۲۳ زرو ټنو زياته مرسته په ۱۲۰۰ لاریو کې غزې ته رسېدلې؛ خو سلګونه لارۍ لا هم د وېش مرکزونو ته نه دي رسېدلي.

د غزې روغتيايي چارواکي وايي چې د سون توکو کمښت روغتيايي خدمات سخت اغېزمن کړي او ډاکټران اړ کړي چې يوازې د سختو ناروغانو او ټپيانو درملنه وکړي.

ډونالډ ترمپ:پوتین سخت‌دریځه دی؛ خو که د اوکراین جګړه دوام وکړي؛ نو روسیه به له نويو بندیزونو سره مخ شي

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت‌دریځه او په بندیزونو کې ماهر بللی.

ټرمپ ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره پخوانۍ خبرې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

ترمپ د نیوزمکس شبکې سره په مرکه کې ویلي، درې ځله نږدې وو چې موافقه وشي؛ خو پوتین ناڅاپه خپل بریدونه بیا پیل کړل.

هغه ټينګار کړی، که جګړه دوام وکړي، واشنګټن به پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.

ترمپ مخکې هم روسيې ته ۱۲ ورځنی مهلت ورکړی و چې د اوکراین د جګړې د پای لپاره اقدام وکړي، که نه له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

بریتانیا:له دې وروسته پر انټرنيت د ناقانونه کډوالو د اعلانونو کوونکي پنځه کاله بندي کوو

د بریتانیا حکومت غواړي پر انټرنټ د ناقانونه کډوالو د راتګ اعلانونو کوونکو ته د پنځه کلونو بند سزا وضع کړي.

د بریتانیا حکومت ویلي، چې دغه نوی قانون د پولې امنیت پیاوړی کوي او هدف یې د وړو کښتيو له لارې د کډوالو شمیر کمول دي.

سږ کال تر دې دمه له ۲۵ زرو زیات کډوال بریتانیا ته د ناقانونه لارو رسېدلي، چې حکومت پرې د بېړني حالت خبره کړې ده.

اورشلیم پوست:د چین او ايران اړیکې د اسراییلو سره له جګړې وروسته په بې‌ساري ډول د زوال خواته تللي

د اورشلیم پوست د راپور له مخې، چين د ايران له رژيمه ځان لرې کوي او دا هېواد یې د اسرائيلو له جګړې وروسته کمزوری او له نړيوالو تحولاتو شاته پاتې بللی دی.

راپور زياتوي چې د «محور مقاومت» د شبکې ځواک هم کم شوی او د تهران د سيمه‌ييزو ملېشو اغېز په تدريجي ډول له منځه ځي.

چين چې پخوا د ايران له اقتصادي او انرژۍ پروژو سره تړلی و، اوس له اسرائيلو سره د ټکنالوژۍ او سوداګرۍ همکارۍ ته ډېر اهميت ورکوي.

د چين څېړونکي وايي، د آيت‌الله رژيم نور د پکن د ستراتيژيکو ګټو لپاره ګټور نه دی او د احتمالي زوال په درشل کې دی.

ډیلي‌مېل:د اسبیسټوس وژونکې ناروغۍ د برېتانیا د پوځیانو د مرګ کچه د افغانستان د جګړې نهه برابره لوړه کړې

ډیلي مېل راپور ورکړی، چې د اسبیسټوس (Asbestos) له امله د بریتانیا د وژل شویو پخوانیو او اوسنیو پوځیانو شمېر د افغانستان جګړې پر مهال د طالبانو له‌خوا د وژل شویو برېتانوي سرتېرو نهه برابره زیات دی.

د ډیلي مېل راپور ښيي چې هر کال په منځني ډول ۸۹ کسان د اسبیسټوس اړوند وژونکي سرطان (میسوتیلیوما) له امله مري. د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې ۴۰۵ برېتانوي پوځیان وژل شوي؛ خو په همدې موده کې د اسبیسټوس اړوند ناروغیو له امله ۳۵۶۰ کسان مړه شوي دي.

دا ناروغي د برېتانیا تر ټولو لویه صنعتي وژونکې ناروغي ګڼل کېږي او نښې یې له ۲۰ تر ۶۰ کلونو وروسته ښکاره کېږي.

د بریټانیا دفاع وزارت له ۲۰۱۶ راهیسې تر اوسه ۸۰۳ اخته کسانو ته شاوخوا ۱۱۲ میلیونه پونډه تاوان ورکړی دی.

مسعود پزشکیان؛د پاکستان دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او خپل هېواد ته ستون شو

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه دوه ورځنی رسمي سفر ترسره کړ او نن سهار وختي تهران ته ستون شو.

دوی ویلي، چې په دې سفر کې دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا لپاره ۱۲ هوکړې لاسلیک کړې.

پزشکیان د سفر له پای ته رسېدو وروسته په اېکس کې ولیکل، چې د ایران او پاکستان ترمنځ د نوو ډیپلوماټیکو اړیکو فصل پرانیستل شو.

خیبرپښتونخوا؛په بنو کې د ډرون بريد له کبله دوه پوليس ټپیان شوي

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د نامعلومو کسانو له لوري د پوليسو پر مرکز ډرون بريد شوی چې په کې دوه پوليس ټپيان شوي.

ټپيان نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پوليسو مرکز د ډرون په وسیله په نښه کېږي؛ په وروستيو میاشتو کې څو ورته پېښې شوې دي چې د سيمې د ناپېژاندو ډلو له لوري د ډرون کارونې اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

ننګرهار؛په جلال‌اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د زیبا په نوم روغتيايي کارکوونکې وژلې

ځايي سرچينو ویلي چې نن سهار په جلال‌اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د زیبا په نوم روغتيايي کارکوونکې وژلې ده.

پېښه د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د طالبانو حکومت امنیې قوماندانۍ ته نېږدې رامنځته شوې ده.

د عيني شاهدانو په وينا، درې مخ پټو موټرسايکل سپاره وسله‌والو د زیبا موټر درولی، موټرچلوونکی یې د ټوپک په ګواښ نيولی او پر زیبا یې ډزې کړې چې ځای په ځای وژل شوې ده.

زیبا تېرو ۱۵ کلونو کې د ننګرهار په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې دنده ترسره کوله.

تر اوسه طالب چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او هېڅ ډلې د مسووليت ادعا نه ده کړې.