شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 385

امرالله صالح:د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له لوري امیرخان متقي ته د سفر د اجازې نه ورکول، ډېر سم اقدام دی

د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي اسلام‌اباد ته سفر ځکه وځنډېد، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د هغه د سفر مخه نیولې ده.

ښاغلي صالح پر اېکس پاڼه لیکلي: «متقي د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. طالبان او پاکستان په افغانستان کې د لسیزو جګړو، وژنو او ویجاړیو مسوول دي. نپوهېږم، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمیټه کې چا د دغه سفر مخه نیولې؛ خو له ډېرې مودې وروسته دغه سازمان یو سم او پرځای اقدام کړی دی.»

ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي د زمري ۱۳مه اسلام‌اباد ته سفر وکړي؛ خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو دا ځنډ «تخنیکي ستونزې» بللي دي.

د طالبانو حکومت او پاکستان تر اوسه د متقي د سفر په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

له طالبانو د زلمي خلیلزاد پوښتنه:چینایان د افغانستان د تاریخي میراث په اړه بې تفاوته دي، تاسې ولې دې تراژیدي کې ورسره ملګري یاست؟

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، کابل ته د مس‌عینک د لرغونو اثارو انتقال خواشینی کړی او د طالبانو حکومت باید په دې اړه له بدیلو لارو کار واخلي.

نوموړي ویلي، چینایان د افغانستان د تاریخ په اړه بې تفآوته دي؛ خو د طالبانو حکومت ته پکار وه، چې په دې اړه یې نورې لارې سنجولې وی.

خلیلزاد زیاتوي، لوګر کې د دغو اثارو پاتې کېدو سره دا ساحه خوندي پاتې کېدله.

د یادونې ده،.چې له مس‌عینک کان څخه ۱۴۳۰ قلمه بېلابېل تاریخي توکي کابل ته را انتقالیږي.

زلینسکي:د چین، پاکستان، ازبېکستان او جنوبي افریقا کرایي جنګیالي زمونږ خلاف له روسي سرتېرو سره یوځای جګړه کوي

د اوکراين ولسمشر ولادمير زلينسکي نن د ختیځ اوکراين د خارکيف سيمې له جګړه‌ييزې کرښې څخه ليدنه وکړه.

هغه پر خپله ایکس پاڼه کې ليکلي، چې له قوماندانانو سره يې د ووچانسک ښار د دفاع، د جګړې وضعيت او روانو جګړو په اړه خبرې کړې دي.

زلينسکي زياته کړې، چې د دوی سرتېري راپور ورکوي، چې له چين، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ځينو افريقايي هېوادونو څخه اجرتي جګړه‌ماران د روسيې تر څنګ په جګړه کې برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه نه ده ورکړې

خبریال او سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وایي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د روسیې لخوا د رسميت پیژندنې تر اعلان وروسته د نړیوالې ټولنې له لوري د لا زیاتو اسانتیاوو او انعطاف تمه درلوده، یوه ډیپلوماتیکه سرچینه وایي چې ملګرو ملتونو د پاکستان هغه غوښتنه رد کړې یا ځنډولې ده چې غوښتل یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ته د اسلام‌اباد د سفر اجازه ورکړي.

نوموړي ویلي، ملګرو ملتونو تر اوسه متقي ته د سفر لپاره استثنایي معافیت نه دی ورکړی.

دا پریکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د نړیوال رسمیت لپاره خپل دیپلوماتیک فعالیتونه پراخ کړي.

سمیع یوسفزي ویلي، دغه تازه اقدام د طالبانو حکومت اندېښمن کړی دی، ځکه هغوی تمه درلوده چې د روسیې له پرمختګ وروسته به نړیوال دریځ کې نرمښت راشي.

طالب چارواکو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

امرالله صالح:عزیزي بانک د درواغو، مالي درغلیو، مبهمو پانګونو او ترهګرۍ د مالي تمویل یوه مجموعه ده

د پخواني حکومت لومړی مرستیال، امرالله صالح د زلمي خلیل‌زاد د میرمنې، چیرل بینارد، له لوري د عزیزي بانک د ملاتړ په غبرګون کې ویلي چې دا بانک یوه “کلاه‌برداره مالي پروژه” ده، او سقوط یې یوازې د وخت خبره ده.

صالح ویلي، عزیزي بانک د درواغو، مالي درغلیو، مبهمو پانګونو، پیسو مینځلو او ترهګرۍ د مالي تمویل یوه مجموعه ده، چې د امریکا د مشهوره کلاه‌بردار برنارد میډوف له پانزي‌طرحې سره ورته والی لري.

صالح تور پورې کړی چې زلمي خلیل‌زاد او نږدې کسانو یې له دې مالي طرحې له دوه لسیزو راهیسې ګټه اخیستې ده.

هغه د خلیلزاد مېرمن چیرل بینارد یې د طالبانو لابي‌ګره بللې او په وینا یې د ښځو د حقونو پر ځپلو او بشري وضعیت چوپ پاتې ده؛ خو د عزیزي بانک دفاع کوي.

یمن؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۸ تنه مړه شوي او ۷۴ نادرکه دي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د یکشنبې په ورځ د یمن د ابین ولایت سواحلو ته نږدې یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۸ پناه‌ غوښتونکي مړه شوي او ۷۴ تنه نور لا هم ورک دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې کښتۍ د ۱۵۴ ایتهوپیايي کډوالو سره له افریقا څخه د یمن له لارې سعودي عربستان ته روانه وه.

تر دې دمه ۵۴ مړي د خنفر ساحلي سیمه کې او ۱۴ نور په بله سیمه کې موندل شوي دي.

ایران:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه به د ملي ګټو پر اساس وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران به د طالبانو د حکومت په پېژندلو کې خپلواکه پریکړه کوي او دا به د هېواد د ملي ګټو پر اساس وي.

بقایي په دې اړه څرګنده کړې چې د ایران او پاکستان چارواکو ترمنځ د افغانستان پر وضعیت خبرې شوې دي او دواړه هېوادونه په افغانستان کې د ثبات په اړه ګډه اندېښنه لري.

د یادونې ده، چې پاکستان هم ویلي و، چې لاهم د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې وخت نه دی را رسېدلی.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت:په یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نژدې ۹۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وایي، چې د روانې زمري میاشتې له درېیمې تر نهمې نېټې پورې د هېواد له بېلابېلو بندرونو څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۸ زره مټریک ټُنه توکي لېږدول شوي دي.

د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له حیرتان بندر څخه څه باندې څلور شپېته زره ټنه، له اقینې بندر څخه شاوخوا یوسل او څلور دېرش زره ټنه، له تورغونډۍ بندر څخه نږدې یوسل او درې زره ټنه او د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې اووه نوي زره ټنه توکي انتقال شوي دي.

یاد وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ دا انتقالات نه یوازې اقتصادي پلوه مؤثر دي، بلکې د ترانسپورت په برخه کې د چټکتیا او خوندیتوب سبب هم ګرځي.

حماس:د اسرائیلي یرغملو لپاره هغه وخت مرستې رسوو، چې اسرائیل غزې ته مرستې راپرېدي

حماس اعلان کړی چې که اسرائیل ځینې شرطونه ومني؛ نو دوی چمتو دي له سره صلیب سره د هغو یرغمل کسانو د مرستې همغږي وکړي چې د دوی په ولکه کې دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې حماس یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یو سخت کمزوری یرغمل ښکاري، او دې اقدام د لوېدیځو هېوادونو له خوا تند غبرګونونه را وپارول.

حماس ویلي، له سره صلیب سره هر ډول همکاري به هغه مهال ممکنه وي چې که اسرائیل د بشري مرستو لارې پرانیزي او د مرستو د وېش پر مهال خپل هوايي بریدونه بند کړي.

د اسرایلي چارواکو په وینا، دا مهال ۵۰ یرغمل کسان لا هم په غزه کې دي، چې یوازې د ۲۰ تنو د ژوندي پاتې کېدو امکان شته.

د اسراییل ۶۰۰ پخوانیو امنیتي چارواکو؛د ډونالډ ټرمپ نه د غزې د جګړې د پای غوښتنه کړې

د اسرائیل له ۶۰۰ څخه زیاتو پخوانیو امنیتي چارواکو، په شمول د استخباراتي ادارو پخوانیو مشرانو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې پر بنیامین نتانیاهو فشار راوړي څو د غزې جګړه پای ته ورسوي.

په لیک کې ویل شوي چې حماس نور د اسرائیل لپاره ستراتیژیک ګواښ نه دی، او د جګړې پای ته رسېدو سره به د حماس له لوري پاتې برمته شوي کسان هم آزاد شي.