دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 384

زېلېنسکي:له ټرمپ سره مې خبرې وکړې او د وسلو د مرستې لپاره مې مننه ترې وکړه

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، د دوشنبې په ورځ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړې دي او د اوکراین لپاره د نویو وسلو د اعلان له امله یې مننه کړې ده.

زېلېنسکي پر ټلګرام لیکلي، چې دا یوه مثبته او رغوونکې مکالمه وه.

نوموړي زیاته کړې، دواړه لوري پر دې سلا شوي چې خپلې اړیکې پراخې کړي او د سولې لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

اسوشیټېډ پرېس:په غزه کې د اسراییلو د تازه بمباریو له امله ۳۱ کسان وژل شوي

0

د غزې سیمې سیمه‌ییزو روغتونونو اسوشیټېډ پرېس ته تایید کړې چې د اسراییل د وروستیو شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په سیمه کې د سون توکو جدي کمښت د روغتیايي مرکزونو او نورو مهمو تأسیساتو فعالیت له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

دا بریدونه له هغې وروسته شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اوربند او برمته شویو کسانو د ازادېدو په تړاو بې‌پایلې خبرې کړې.

نوموتی شاعر؛مطیع الله تراب ومړ

‏د پښتو وتلی شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له امله وفات شو.

نوموړی د حماسي شعرونو له امله په خلکو کې ځانګړی شهرت درلود.

د تراب ناڅاپي مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره لویه ضایعه بلل شوې او ګڼو فرهنګیانو او مینوالو یې پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

ون ډایور:په امریکا کې افغان کډوالو ته د کار اجازه لغوه شوې

د افغان‌ایواک سازمان رییس، شان ون ډایور، ویلي چې د افغانانو لپاره د امریکا د لنډمهالي محافظتي حالت (TPS) پروګرام پای ته رسېدلی دی.

نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، دا په دې معنا ده چې افغانان نور د کار اجازه نه لري او ښايي د امریکا د کډوالۍ ادارې لخوا له هېواده وایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د تهران د ښوونکو اتحادیه:افغان کډوال له توهین او تاوتریخوالي ډک چلند سره ایستل کېږي

د تهران د ښوونکو صنفي اتحادیې د افغان مهاجرو د جبري ایستلو پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا عمل له توهین، تحقیر او تاوتریخوالي سره مل دی.

یادې اتحادیې په خپل بیان کې ویلي، زرګونه افغان ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، چې کلونه یې په ایران کې زده‌کړې کړې وې، د ایستلو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

اتحادیې د هغو ماشومانو ایستل، چې له سرپرست پرته دي، له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او غوښتنه یې کړې چې دا عمل ژر تر ژره ودرول شي او ټولو ماشومانو ته د زده‌کړې مساوي فرصت برابر شي.

په ورته وخت کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي، په دې وروستیو کې ۸۰ زره افغان ماشومان له ایرانه راشړل شوي، چې ۶۷۰۰ پکې بې‌سرپرسته دي.

ذبیح الله مجاهد:شیخ هبت‌الله اخوندزاده کندهار کې له میرویس روغتون لیدنه کړې

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده نن د کندهار له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت‌الله په دې لیدنه کې مریضانو سره کتلي، ډاکترانو او مسئولینو ته یې لازمې لارښونې کړې او طبي پرسونل او د روغتون عمله یې لا ډيره تشویق کړې ده.

مجاهد زیاته کړې، چې شیخ هبت الله سره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم ملګری و.

صادق خان:له افغانستانه د سکرو واردوونکو سوداګرو ستونزې له کابل سره شریکوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، له هغو پاکستاني سوداګرو سره یې لیدلي چې له افغانستانه د ډبرو سکاره واردوي.

نوموړي ویلي، د یادو سوداګرو د اسنادو او ترانزیټ اړوند شکایتونه یې اورېدلي دي.

صادق خان وایي، دا ستونزې به له افغان لوري سره شریکې کړي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو د کوچنیو سوداګرو ملاتړ کولی شي د پولې دواړو غاړو ته اقتصادي وده ورکړي.

عبدالله عبدالله:ایران دې د افغان کډوالو پر وړاندې پالیسي بدله کړي

د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ایران له لوري د افغان کډوالو ډله‌ییزې را اېستنې باندې اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ویلي چې دغه جبري اخراج د خلکو ستونزې څو برابره کړې دي.

هغه له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د کډوالو په اړه خپله پالیسي بیا وڅېړي او د باعزته، رضاکارانه او تدریجي ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

عبدالله له ایراني ولس او چارواکو د تېرو کلونو د مېلمه‌پالنې مننه کړې؛.خو ټینګار یې کړی چې د کډوالو د مال او ملکیت خوندیتوب ته باید پام وشي.

متحده عربي اماراتو کې؛طالب سفیر د خلیفه بن زاید ال‌نهیان موسسې له رییس غوښتي چې افغان کډوالو سره مرستې وکړي

په متحده عربی اماراتو کې د طالبانو حکومت سفیر بدرالدین حقاني د خلیفه بن زاید آل نهیان خیریه مؤسسې له رئیس سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان عمومي وضعیت ترڅنګ له ایران او پاکستان څخه را اېستل شویو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

طالب سفیر د تازه راستنو شوو کډوالو د اړتیاوو او روغتیایي ستونزو د حل برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

ورته مهال بیا د دغې موسسې رییس له کډوالو سره د مرستو ډاډ ورکړی.

خیبرپښتونخوا؛وروستیو بارانونو شپږ تنه وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو درنو بارانونو له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي، چې څلور یې ماشومان دي، او یو تن بل ټپي شوی دی.

د صوبایي بېړني مدیریت ادارې له مخکې خبرداری ورکړی و چې د جولای له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې به د مونسون بارانونه سېلابونه او نورې طبیعي پېښې رامنځته کړي.

په باجور کې یوې ښځې د خپل کور د دیوال د نړېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او په خیبر کې دوه ماشومان سېلاب وړي چې د یو مړی موندل شوی او د بل لټون روان دی.

په کوهاټ کې یو سړی د کور د چت پرېوتو له امله وژل شوی او په مالاکنډ کې دوه ماشومان د دیوال نړېدو له امله مړه شوي دي.