یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 383

ډونالډ ټرمپ:بایډن طالبانو ته نظامي تجهیزات پرېښودل او زه یې لېدل نشم زغملی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې د بایډن ادارې د امریکا نظامي تجهیزات طالبانو ته پرې ایښي دي او اوس د طالبانو لاس کې دي چې دی یې لیدل نشي زغملی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي ازادیو او ټولنیزو ابتکاراتو غونډې ته وویل:«کله چې موږ له افغانستانه ووتو، دا د بایډن کار و، هغه وویل هر څه پرېږدئ، حتی جنګي جټ الوتکې هم.»

ټرمپ زیاته کړې چې ده له افغانستانه وتل غوښتل، خو په عزت او قدرت سره.

طالب چارواکو مخکې ویلي وو چې دا تجهیزات یې د غنیمت په توګه ترلاسه کړي او بېرته به یې ور نه کړي.

عبدالحکیم شرعي:زمونږ د ټولو قوانینو بنسټ قران او نبوي سنت دي

د طالبانو حکومت د عدليې وزیر عبدالحکیم شرعي د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالست سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د طالبانو حکومت د ټولو قوانینو بنسټ قرآن کریم او د نبوي سنتو پر اساس ایښودل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې له فقهې څخه لسګونه قوانین استخراج کړي دي.

د عدليې وزارت وایي چې دواړو لوریو د اړیکو پیاوړتیا، دوه اړخیزې همکارۍ، او په ځانګړي ډول د قانون‌ جوړونې پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛د نوموتي شاعر مطیع الله تراب په مړینه خواشیني څرګنده کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولسي شاعر مطیع الله تراب په مړینه خواشیني څرګنده کړې.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تراب د پښتو ژبې یو پیاوړی حماسي شاعر وو.

خبرپاڼه کې د تراب کورنۍ او خواخوږو ته تسلیت وړاندې شوی دی.

د یادونې ده، چې مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له امله ومړ.

حامد کرزی:مطیع الله تراب د ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانولې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطیع الله تراب په مړینه خواشیني څرګنده کړې.

هغه لیکلي، چې تراب د هیواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول او د وطندوستۍ او یووالي پیغام یې همیش په خپلو اشعارو تر خلکو رسول.

نوموړي د تراب له کورنۍ سره د خواخوږۍ مراتب شریک کړي دي.

د یادونې ده، چې مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له امله وفات شو.

ذبیح الله مجاهد:د مطیع الله تراب مړینې سخت متاثره کړو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي لیکلي، چې د تراب مړینې متاثره کړی دی.

مجاهد د تراب له کورنۍ سره خواخوږي شریکه کړې.

ټاکل شوې، چې د مطیع الله تراب جنازه نن دوه بجې په شیرزي لوبغالي او تر هغې وروسته په خپل پلرني ټاټوبي کې ترسره شي.

نتنیاهو:له پنځلس کالو راهیسې له ایران سره د شخړې موضوع څارم

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، چې پر ایران د برید پلان له شپږ میاشتو وړاندې نیول شوی وو.

هغه ویلي، چې خپله دی، له پنځلسو کالو راهیسې له ایران سره د شخړې موضوع څاري.

نتنیاهو په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې پر ایران یې له برید موخه خپل موقف نه؛ بلکې د اسرائیل سیاسي بقا وه.

نوموړي د غزې په اړه هم ویلي، چې د داسې خلکو په واک کې باید وي، چې د اسرائیل د نابودۍ فکر ونه لري.

ایلان ماسک X.A.Iشرکت:د امریکا دفاع وزارت به ژر د دوی هوښیا چټ باټ « ګراک» کارول پیل کړي

0

د ایلان ماسک شرکت X.A.I اعلان کړی چې د امریکا د دفاع وزارت به د دې شرکت هوښیار چت‌بات “ګراک” کارول پیل کړي.

دغه شرکت ویلي، چې “ګراک د دولت لپاره” لړۍ یې پیل کړې او دا لړۍ د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیاوو ټولګه ده.

د پولیتیکو د راپور له مخې، دا تړون د ایلان ماسک د هوش مصنوعي پروژې لپاره یو مهم ګام دی.

ماسک دغه پروژه د اوپن‌ای‌آی مستقیم سیاله بللې، چې وروستیو کې یې هم د امریکا د حکومت سره په دفاعي او ټکنالوژۍ برخو کې قراردادونه کړي دي.

ټرمپ:د امریکا د مرکزي بانک رییس «احمق» دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرکزي بانک پر رئیس جیروم پاول سختې نیوکې کړې او هغه یې احمق بللی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي مشرانو په غونډه کې وویل، پاول «احمق» دی او باید د سود کچه راټیټه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې سود باید یو سلنې ته راټیټ شي، ځکه چې اوسنی تورم د اقتصاد لپاره جدي اندېښنه نه ده.

د ټرمپ دې نیوکو او د پاول پر ضد ګواښونو مالي بازارونه اندېښمن کړي چې ښايي ټرمپ غواړي د مرکزي بانک خپلواکۍ ته زیان ورسوي او سیاستونه یې کنټرول کړي.

پاول تر اوسه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان:له جون میاشتې راهیسې د سختو بارانونو له امله ۱۱۱ کسان وژل شوي

0

د پاکستان د ملي بحران سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې له جون میاشتې راهیسې د سختو بارانونو له امله ۱۱۱ کسان وژل شوي، چې په کې ۵۳ ماشومان شامل دي.

دا کسان تر ډېره د برېښنا مزو سره د لګېدو او سېلابونو له امله مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر تلفات بیا د پاکستان ګڼ نفوس ایالت پنجاب کې ثبت شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې دا مرګ‌ژوبله له ۲۶ جون تر ۱۴ جولای پورې رامنځته شوې او خبرداری یې ورکړی چې نور سخت بارانونه د پاکستان شمالي او شمال‌ختیځو سیمو ته په لاره دي.

د المان دفاع وزیر:برلین به له واشنګټن سره په ګډه اوکراین ته د پاتریوت سیستم د ورکړې په اړه پرېکړه وکړي

0

د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، چې برلین او واشنګټن به په نږدې ورځو یا اونیو کې دا پرېکړه وکړي چې اوکراین ته دوه د امریکا ساخت پاتریوت هوايي دفاعي سیستمونه واستوي.

پیستوریوس دا څرګندونې له خپل امریکايي سیال پیت هګست سره تر لیدنې وروسته وکړې او ویې ویل چې د توافق تخنیکي جزئیات به لا هم تر بحث لاندې وي.

دا پرېکړه په داسې حال کې مطرح شوې، چې اوکراین په دې وروستیو کې د روسیې له سختو بریدونو سره مخ دی.

آلمان وړاندیز کړی چې یاد سیستمونه وپېري او اوکراین ته یې واستوي.