پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 379

شفقت علي خان:د طالبانو حکومت د دفاع وزیر تورونه بې‌اساسه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وروستۍ څرګندونې «طنز» وبللې.

مولوي یعقوب مخکې ویلي وو چې د پاکستان امنیتي ادارې د ټي‌ټي‌پي او نورو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکامې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اصلي ستونزه د دغو ډلو خوندي پټنځایونه په افغانستان کې دي.

شفقت علي خان زیاته کړې چې دا موضوع د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لوی خنډ دی او طالبانو ته پکار ده جدي پام ورته وکړي.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډی ته ګواښ نه متوجه کېږي.

هند؛د امیرخان متقي د سفر د لغوه کېدو موضوع تایید کړه

هند د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پلان شوی سفر دغه هېواد ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له مخالفت وروسته لغوه شو، تایید کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال په خپله وروستۍ خبري غونډه کې په غیر مستقیم ډول د سفر د لغوه کېدو خبر تأیید کړ او ویې ویل چې هند له افغان ولس سره اوږدمهالې اړیکې لري او له افغان چارواکو سره تماسونه ساتي.

که دغه سفر ترسره شوی وای، متقي به د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته لومړنی طالب وزیر و چې هند ته یې سفر کړی وای.

راپورونه زیاتوي چې د متقي د سفر د معافیت غوښتنه مخکې هم د امریکا په مخالفت رد شوې وه او د هغه پلان شوی سفر پاکستان ته هم لغوه شوی و.

سرچینې وايي چې د متقي سفر یوازې ځنډېدلی او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، که د سفر بندیز د معافیت موضوع حل شي.

ډونالډ ټرمپ؛د امریکا د دفاع وزارت نوم “د جګړې وزارت” ته بدل کړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان له مخې د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم بېرته “د جګړې وزارت” ته واړاوه.

ټرمپ د فرمان د لاسلیک پر مهال وویل، د “دفاع” نوم ډېر تدافعي دی او امریکا اړتیا لري چې د اړتیا پر مهال تهاجمي دریځ هم ولري.

د فرمان له مخې، د دفاع وزیر او نور چارواکي کولای شي په رسمي مکاتباتو کې د “جګړې وزارت” او “جګړې وزیر” نومونه وکاروي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ۱۹۴۹ کال راهیسې د نوم له بدلولو وروسته امریکا هېڅ لویه جګړه نه ده ګټلې او اوس وخت د تهاجمي تګلارې د بیا راژوندي کولو دی.

د روغتیا نړیوال سازمان:پرله‌پسې ټکانونو د افغانستان د ختیځ اوسېدونکي اندېښمن کړي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د افغانستان ختیځ کې په ځینو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله خلک لا هم د پرله‌پسې ټکانونو له وېرې سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نوې ارزونې له مخې، په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې نږدې ۸۴ زره وګړي د دغې ناورین له اغېزو سره مخ شوي دي.

دې سازمان ویلي، چې د تېرې شمېرنې پر بنسټ لږ تر لږه درې زره تنه ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي چې د دغو ولایتونو په کچه لږ تر لږه ۱۶ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ مرکزي روغتون او د نورګل د ولسوالۍ روغتیایي مرکز سخت زیان لیدلی او د نورګل د عارف کلینیک ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ کې په خپله څلورمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې بریا خپله کړه او سیالې لوبډلې ته یې د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په پایلوبه کې به افغانستان د راتلونکې یکشنبې په ورځ له پاکستان سره د اتلولۍ لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

سیمه‌ییزې سرچینې:کونړ کې پاکستاني پوځ هوایي بریدونه کړي دي

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ جنګي الوتکو د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند کرښې څنګ ته هوایي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د جمعې په ورځ د ماسپښین درې بجې ترسره شوي.

پاکستان ادعا کوي چې برید د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځای شوی؛ خو د هدف او احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت ځایي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

لغمان الینګار؛ ۵.۲ درجې زلزلې لړزې تر کابل او یو شمېر ولایتونو احساس شوي

د امریکا د جیولوجیکي څېړنو مرکز خبر ورکړی، چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۵.۲ درجې په کچه زلزله رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۹.۱ کیلومتره په ژوروالي کې شوې او لړزې یې تر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو هم احساس شوې دي.

تر اوسه د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې او یا احتمالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

افغانستان کې؛د روزا اتونبایوا ماموریت پای ته ورسېد

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېد.

اتونبایوا مخښکې له دې چې ماموریت یې پای ته ورسېږي، د جمعې په ورځ د طالبانو حکومت د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر سره تودیعي لیدنه وکړه، چې په کې د اوتونبایوا د هڅو او زحماتو ستاینه وشوه.

د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوتونبایوا د بشردوستانه مرستو د دوام ټینګار کړی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۲۵ کاري ډلې زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي او د اړتیاوو ارزونې وروسته به مرستې وویشل شي.

اوتونبایوا همدارنګه د شمال افغانستان لپاره د ۲۳ میلیونو ډالرو پروژې د پلي کولو خبر ورکړ، چې دوهم فاز به یې په نیمروز او فراه کې عملي شي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په سپتمبر کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي او اوتونبایوا به خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

دیمیتري پسکوف:پوتین او ټرمپ ښايي ژر بیا سره وویني

0

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نږدې راتلونکي کې بیا سره وویني.

هغه زیاته کړې، لکه د الاسکا ناستې په څېر، دغه لیدنه هم په چټکۍ سره تنظیمېدلی شي.

پسکوف د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته «سیاسي او مثبته» معنا ورکړې او ټینګار یې کړی چې روسیه غواړي د اوکراین جګړه د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو هواره شي.

نوموړي ویلي، که ټرمپ د دې لارې زمینه برابره کړي، دواړه هېوادونه ګډې ګټې موندلی شي.

دا څرګندونې د پوتین او ټرمپ له وروستۍ الاسکا لیدنې درې اوونۍ وروسته شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان:یوه افغانه قابله وتوانیده چې د زلزله ځپلې میرمنې د زیږون پرمهال مور او ماشوم وژغوري

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې په کونړ کې یوې ۲۵ کلنې قابلې “پاکیزه” د وروستۍ زلزلې تر سختو شرایطو لاندې، یوازې د یوې ابتدایي طبي بستې په مرسته یوې مور ته د نجلۍ په زیږون کې مرسته کړې ده.

پاکیزې ویلي: «ماشوم د ونو تر سیوري لاندې، بې له چت او بې له پناه ځایه وزېږېد، شرایط ډېر سخت وو، خو د مور او ماشوم ژغورل ماته آرام راکړ.»

دغه سازمان وايي، زلزله‌ځپلې ښځې او ماشومان په بیړني ډول د زیږون وسایلو، روغتیايي توکو او خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د سازمان د پروګرامونو مسؤله سمیرا سید رحمان ټینګار کړی:«که نړیواله ټولنه بېړنۍ بودجې خلاصې نه کړي او د ماشومانو پر اړتیاوو تمرکز ونه کړي، نو د زلزله‌ځپلو میندې او ماشومان به په راتلونکو ورځو کې له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ شي.»