جمعه, جون 5, 2026
Home Blog Page 378

نجیب ازاد:طالبانو بګرام امریکا ته وسپاره او اوس امریکایي ځواکونه ور روان دي

د امريکايي پوهنتون استاد نجيب الله ازاد ادعا کړې چې د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته سپارل شوې او د اووم ګروپ ځانګړي ځواکونه د ځای پر ځای کېدو لپاره ور روان دي.

د ده په وینا، نږدې ۱۴۰۰ سرتېري به ژر په بګرام کې ځای پر ځای شي.

نوموړی زیاتوي چې امریکا د ايران–اسراييلو احتمالي جګړې او په سيمه کې د خپل استخباراتي–نظامي حضور لپاره بګرام ته عاجل اړتيا لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هندي رسنۍ:امیرخان متقي به راتلونکې اوونۍ هند ته ولاړ شي

د هندي رسنۍ WION د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۹ او ۱۰ نېټه نوي ډیلي ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کمېټې له لوري نوموړي ته د سفر اجازه ورکړل شوې ده.

سرچینې وايي، همدغه اجازه مخکې نه وه ورکړل شوې او له همدې امله د هغه سفر هند او پاکستان ته ځنډېدلی و.

تر اوسه د طالبانو حکومت د متقي د سفر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

روسیه:امریکا په افغانستان کې د بګرام د بیا نیولو خوبونه ویني

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د واشنګټن د هغو راپورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې ګواکې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې بګرام هوايي اډه بېرته تر واک لاندې راولي.

زاخاروا د یوې خبري ناستې پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې امریکا په «وېرونکي، شرموونکي او وینې تویونکي» ډول له افغانستانه وتلې او دا د شل کلنې ناکامې جګړې پای و.

هغې امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور د بیا ټینګولو په هڅه تورنه کړه او بګرام یې د امریکا لپاره «یوه زړه راښکونکې نښه» وبلله.

زاخاروا زیاته کړې: «امریکا ښه پوهېږي چې د افغانستان ولس د خپلواکۍ لپاره د ناټو ځواکونو پر وړاندې مقاومت کړی او د ګواښونو په بدل کې به خپله حاکمیت نه تسلیموي.»

کوهاټ کې؛د پولیسو پر موټر چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي، نن د کوهاټ پر سړک د پولیسو د یوه موټر ترڅنګ بمي چاودنه شوې ده.

د چارواکو په وینا، په دې چاودنه کې یو پولیس افسر وژل شوی او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

د ټپیانو روغتیایي حالت د درملنې لاندې دی.

پولیسو ویلي، پېښه د پلټنو لاندې ده، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار؛فاروق اعظم له زندان وروسته خپل کور ته ستون شوی

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، چې د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د شیخ هبت‌الله په امر نیول شوی و، پرون له زندان څخه خوشې شوی او خپل کور ته تللی دی.

سرچینې وایي، د طالبانو حکومت ځینو وزیرانو ورسره لیدلي وو او ویلي یې و چې د ده د بند پرېکړه د شیخ هبت‌الله امر دی او د خوشې کولو واک نه لري.

نوموړی د بښنې غوښتلو ته هم هڅول شوی و، خو هغه نه ده منلې.

فاروق اعظم تر دې مخکې په لیک کې خپل زوی ته ویلي و، چې د ښځو زده کړو، عصري تعلیم او د طالبانو د “امر بالمعروف” د کمزوریو د څرګندولو له امله بندی شوی دی.

نوموړي د کونړ د زلزلې پر مهال د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار کړی و او د ښځو د زده کړو اهمیت یې په ډاګه کړی و.

ماریا زاخارووا:د مسکو د فارمټ اوومه ناسته د افغانستان په اړه جوړيږي

‏د روسیې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ اوومه ناسته د اکتوبر په اوومه نېټه په مسکو کې ترسره کېږي.

د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې د افغانستان، هند، ايران، قزاقستان، قرغيزستان، پاکستان، روسيه، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون کوي، او د بلاروس پلاوی هم د مېلمه په توګه بلل شوی دی.

دغې ناستې کې د طالبانو حکومت پلاوی د امیرخان متقي په مشرۍ ګډون کوي او هغه به له سرګي لاوروف، د روسیې له بهرنيو چارو وزير، سره جلا لیدنه هم ولري.

د غونډې اصلي محور د افغانستان د ملي پخلاینې بهیر او د سیمې د هېوادونو له کابل سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاريو پراخول بلل شوي دي.

کونړ کې؛د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

ځايي سرچينې وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې د کونړ ولايت د ناوې ولسوالۍ په «دوکلام» سيمه کې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښته شوې ده.

ويل کېږي، جګړه په وقفه وي ډول روانه ده او پاکستاني پوځيانو د تحريک طالبان پاکستان د غړو د شتون په پلمه ډزې پيل کړې دي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې او زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي او د طالبانو هم تبصره نه ده کړې.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زيات شوي دي.

سوریې د بشري حقونو د څار ادعا:مسکو کې د بشار اسد د مسمومولو هڅه شوې

0

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر بشار اسد په مسکو کې د مسمومېدو د یوې هڅې هدف ګرځېدلی دی.

دغې ادارې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، اسد د دوشنبې په ورځ له روغتون څخه رخصت شوی او روغتیايي حالت یې ښه شوی دی.

سرچینې زیاتوي، د دې کار تر شا نیت دا و چې روسیه د اسد د فزیکي له منځه وړلو په تور متهمه شي.

بشار اسد د تېر کال د دسمبر په میاشت کې د خپل حکومت تر سقوط وروسته روسیې ته پناه وړې وه.

د ایران سفارت:د کرنې برخه کې افغانستان سره ګډه همکاري سترې ګټې لري

په کابل کې د ایران سفارت د ۳۳م کرنیز نندارتون په څنډه کې اعلان کړی چې په کرنه او مالدارۍ کې د ایران او افغانستان ګډه همکاري سترې ګټې لري.

د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي ویلي چې د ایران خصوصي سکتور کولای شي د کرنیزو او مالدارۍ صنایعو د بنسټیزو جوړښتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې دا نندارتون تېره ورځ پرانیستل شو.

مسعود پزشکیان:ایران باید د تیلو او ګازو پر عوایدو تکیه ونه کړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هرمزګان په سفر کې ویلي چې هېواد یې باید د تېلو او ګازو پر عوایدو تکیه ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې که یوه ورځ تېل او ګاز ختم شي، ملت باید د بقا لپاره نوې لارې ولټوي.

پزشکیان زیاته کړې، هغه هېوادونه چې طبیعي منابع نه لري په ښه ډول ژوند کوي؛ خو ایران له شتمنیو سره سره له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.