پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 361

ذبیح الله مجاهد پاکستان ته:استخباراتي مالومات شریک کړئ، ګډو هڅو سره ګواښونه له‌منځه وړو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې پاکستان ته د افغانستان له خاورې د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره استخباراتي همغږي ضروري ده.

نوموړي خېبر نیوز ته په مرکه کې ویلي چې «اسلامي امارت» د خپلو سیمو په کچه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیت د ټینګښت هڅې کړې؛ خو که پاکستان نور مالومات لري، باید له دوی سره یې شریک کړي څو اقدام وشي.

مجاهد ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» له پاکستان سره د نښتو لېوالتیا نه لري او اختلافات باید د تفاهم او اعتماد په فضا کې حل شي، نه د ګواښونو او تورونو له لارې.

هغه همداراز منلې چې په کویټې کې د «اسلامي امارت» د تېرو توغندیزو بریدونو له امله ملکي تلفات رامنځته شوي و او ویلي یې دي چې د شیخ هبت‌الله په امر د پېښې عاملین محکمه شوي او د قربانیانو کورنیو ته «دیت» هم ورکړل شوی دی.

ايران؛له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره نوې لاره پرانيستله

ايران اعلان کړی چې له افغانستان سره د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره يې یوه نوې لاره رسماً پرانیستې ده.

په کابل کې د ايران سفیر علي رضا بیکدلي په تازه څرګندونو کې ويلي چې د دواړو هېوادونو د موجوده ټرانزیتي دهلیزونو ترڅنګ، نوې پرانیستل شوې شمتېغ لاره به د سوداګریزو چارو ترڅنګ د مسافرو تګ–راتګ هم اسانه کړي.

سپينې ماڼۍ؛پر خبریالانو تازه محدودیتونه وضع کړي

0

سپینې ماڼۍ تازه مقررات اعلان کړي چې له مخې یې هغه خبریالان چې رسمي جواز لري، نور نه‌شي کولای د مطبوعاتي ویاندې کارولین لویت یا نورو لوړپوړو چارواکو دفترونو ته پرته له مخکنۍ همغږۍ داخل شي.

د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د “حساسو معلوماتو د ساتنې” لپاره شوې او سمدستي عملي ده.

دغه اقدام د امریکا د دفاع وزارت تر هغو محدودیتونو وروسته راغلی چې له امله یې ګڼ خبریالان اړ شول له پنتاګون څخه ووځي او خپلې رسنیزې کارتې بېرته ورکړي.

تر اوسه د سپینې ماڼۍ د خبریالانو اتحادیې په دې پرېکړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ګڼې رسنۍ دا ډول محدودیتونه د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ پر وړاندې ګواښ بولي.

سهیل شاهین:د پاکستان غیرمنطقي غوښتنو د استانبول خبرې له خنډ سره مخ کړې

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین د بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د ورپیښې کشالې په اړه د استانبول په مذاکراتو کې د پاکستاني اړخ د غیر منطقي او بې استدلاله غوښتنو له امله مذاکرات د خنډ سره مخ شوي وه چې یو له دې خنډونو دا و چې دوی شرط ایښی و چې پاکستان کې باید ناامني نه اوسي؛ خو دا نا امني د دوی خپله ستونزه وه او موږ ته راجع نه وه.

ښاغلي شاهین ویلي، چې د پاکستان لخوا د تحریک طالبان پاکستان د مخنیوي وړاندیز و، او زموږ لخوا د داعش خراسان ډلې د مخنیوي او د هوایي حریم د نه نقض غوښتنه وه.

نوموړي همدا رنګه د ځینو هغو مادو په تړاو هم یادونه کړې چې د منځګړو هیوادونو په متن او اعلامیو کې نه ده ذکر شوې؛ خو د وضاحت پرته یې ویلي دي چې باید ذکر شوی وای.

شاهین د پولو د بندیدو په تړاو ویلي چې دا لارې د پاکستان له اړخه بندې شوي؛ خو لا یې هم د بیا خلاصون ژمنه نه ده راکړې.

بلوچستان؛بلوچ وسله والو د پاکستان د دوه قومندانانو په شمول شپږ پوځیان وژلي

0

د بلوچستان د خالق اباد په کالټ ولسوالۍ کې لږ تر لږه شپږ پوځیان وژل شوي.

د بلوچ وسله والو په دغه برید کې دوه قومندانان هم شامل دي چې د سنایپر کمین په نتیجه کې وژل شوي دي.

پاکستاني پوځیانو له دغه برید وروسته سیمه کلابنده کړې.

سهیل شاهین:«اسلامي امارت» له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین، ویلي چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي؛ خو دا اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ وي.

ښاغلي شاهین د بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې «اسلامي امارت» د افغانستان خپلواکي، د خاورې بشپړتیا او اسلامي ارزښتونه د خپلو اساسي اصولو برخه ګڼي او هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي د پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، نه د فشار یا جګړې له لارې.

شاهین ویلي، چې «اسلامي امارت» د سولې او ثبات غوښتونکی دی او هڅه یې همدا ده چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په ښو او متوازنو اړیکو کې وي.

پاکستان؛تورخم دروازه یوازې د هغو افغانانو لپاره پرانیزي چې په جبري ډول ایستل شوي

افغان چارواکي وایي چې پاکستاني چارواکي سبا (شنبې) د تورخم سرحدي دهلېز بېرته پرانیزي، خو دا ځل یوازې د هغو افغانانو د ستنېدو لپاره چې غواړي خپل هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو ویاند، عابدالله فاروقي، ویلي چې دا پرېکړه د دواړو لوریو د همغږۍ په ترڅ کې شوې، تر څو هغه افغانان چې د بې‌کوره کېدو له امله له پاکستانه ستنېږي، وکولای شي بېرته خپل هېواد ته داخل شي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې لسګونه افغان کورنۍ د خیبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې په یوه لنډمهاله کمپ کې ساتل کېږي، څو د پولو له پرانیستو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت:په افغانستان کې له ۲۶ میلیونه ډېر فعال سیمکارتونه او ۸۵ سلنه تر پوښښ لاندې دي

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي ویلي، چې دا مهال په ټول هېواد کې له ۲۶ میلیونو ډېر فعال سیمکارتونه شته او شاوخوا له ۸۰ تر ۸۵ سلنه د هېواد جغرافیه د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې ده.

د هغه په وینا، وزارت په تېرو څلورو کلونو کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو طرحه تصویب کړې چې له هغې ډلې له ۱۲۰ ډېر سایټونه بشپړ او فعال شوي دي.

الکوزي زیاته کړې چې د دولتي پروژو ترڅنګ، خصوصي مخابراتي شرکتونو هم په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۵۰ سایټونه نصب او فعال کړي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د شبکو د لاسرسي او اړیکو په کیفیت کې لا زیات پرمختګ راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:افغانستان سره پوله د امنیتي ارزونې له مخې تړل شوې او تر بلې خبرتیا پورې به بنده وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرا‌بي ویلي چې د طالبانو حکومت په خپل هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې شتون منلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د پولې تړل د امنیتي وضعیت د جدي ارزونې له مخې ترسره شوي او تر راتلونکې خبرتیا پورې به تړلې پاتې شي.

اندرا‌بي همدارنګه ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکی پړاو خبرې به د نومبر په ۶مه وشي، او د وروستۍ پرېکړې اعلان به د دغو مذاکراتو له بشپړېدو وروسته وشي.

احمد الشرع د فساد پر ضد اقدام کړی؛د چارواکو قیمتي موټرونه یې نیولي او د ورور دفتر یې تړلی

0

د سوریې موقت ولسمشر احمدالشرع د فساد پر ضد نوې هلې ځلې پیل کړې دي.

هغه خپلو وفادارو چارواکو ته ویلي، چې د شخصي ګټې او شتمنۍ د راټولولو هڅې دې پای ته ورسوي.

راپورونه وایي، چې دوې میاشتې مخکې یې هغو چارواکو ته چې په قیمتي موټرونو ادلب ته راغلي وو، امر وکړ چې د خپلو موټرونو کلۍ وسپاري، ګنې له پلټنو سره به مخ شي.

احمدالشرع د خپل ورور جمال الشرع سوداګریز دفتر هم تړلی، ځکه پر هغه تور و چې د کورنۍ له نومه یې د شخصي ګټې لپاره استفاده کوله.

وروسته ولسمشر له خپلې کورنۍ سره غونډه کړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې د کورنۍ له نومه د شخصي چارو لپاره کار وانخلي.