پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 359

خیبر پښتونخوا؛په پېښور کې د چاودنې له امله درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د پېښور په ګوهره قبرستان سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پېښور د پولیسو چارواکی میاه سعید وايي چې لومړنۍ پلټنې ښيي، پېښه د برېښنا د ساکیټ د شارټ له امله رامنځته شوې او په مرکز کې موجود باروت هم ورسره چاودېدلي دي.

د چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور لګېدلی او امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د پېښور پوهنتون شاوخوا لارې یې هم د تګ راتګ لپاره تړلې دي.

د کابل پوهنتون استاد؛د نامعلومه وسله والو لخوا په خپل کور کې وژل شوی

د کابل پوهنتون استاد رامز پیشتاز د کابل ښار په مراد بیګ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، پېښه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړونده سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې نوموړی په خپل کور کې هدف ګرځول شوی دی.

د رامز پیشتاز کورنۍ د رسنیو له لارې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې قاتلان یې غله دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دې پېښې په تړاو رسمي څه نه دي ویلي.

هند؛افغانستان سره د ۱۶ ټنه درملو او تشخیصي وسایلو مرسته کړې

هند له افغانستان سره د بشري مرستې په دوام د څه باندې ۱۶ ټنو میکروب لېږدوونکو ناروغیو د درملو او تشخیص کېټونو مرسته کړې چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې.

دغه مرستې د افغانستان د ملاریا او نورو ورته ناروغیو د مخنیوي پروګرام ملاتړ لپاره شوي چې د ملاریا، ډینګي او لی‌شمانیا په څېر د ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا دپاره دي.

وزارت ویلي، دغه مرسته به د عامې روغتیا په بنسټونو کې د پرمختګ او د ناروغیو په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

محد اشرف غني؛د فوټسال د اتلولۍ په ګټلو ملت ته مبارکي ویلې

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغان فوټسال لوبډلې له لوري د اسیا جام ګټلو په اړه مبارکي ویلې.

ښاغلي غني ویلي، چې ټولو لوبغاړو ته د بریا هیله لري.

د نوموړي په خبره، د هېوادوالو له لوري د دغو ځوانانو تود هرکلي دا ثابته کړه، چې د هېواد راتلونکی روښانه دی.

محمد اشرف غني هیله څرګنده کړې، چې ځوانان به راتلونکو لوبو کې هم لوړه روحیه ولري.

الجزیره:اسراییل غزې ته د بېخي کمې اندازې د مرستو لېږد اجازه ورکوي

0

الجزیرې په یو راپور کې ویلي چې د امریکا او قطر په هڅو د اوربند د موافقې تر لاسلیکېدو وروسته هم اسرايیل یوازې لږه اندازه مرسته پرېږدي چې غزې ته داخل شي.

د غزې د اداري چارواکو د معلوماتو له مخې، د اکتوبر له ۱۰مې تر ۳۱مې پورې څه باندې درې زره سوداګریزې او بشري مرستې لېږدونکې لارۍ سیمې ته رسېدلې دي.

دوی وایي چې دا شمېر د ورځې په اوسط ډول شاوخوا ۱۴۵ لاریو ته رسېږي، حال دا چې د تړون له مخې باید هره ورځ ۶۰۰ لارۍ داخل شي، چې موجوده اندازه یې یوازې ۲۴ سلنه جوړوي.

مکسیکو؛په هېرمو سیلو ښار کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ کسان وژل شوي

0

د مکسیکو چارواکي وایي چې د سونورا ایالت په «هېرمو سیلو» ښار کې د شنبې په ورځ په یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شېنباوم د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر ته یې د مرستې ټیمونو د استولو امر کړی دی.

سیمه‌ییزې رسنۍ راپور ورکوي چې د وژل شویو شمېر ښايي له ۲۰ څخه زیات وي.

بارک اوباما؛د ډونالډ ټرمپ پر بې‌قانونۍ او بې‌پرواۍ سختې نیوکې کړې

0

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د انتخاباتي غونډو پر مهال د دوو دموکرات نوماندانو ملاتړ اعلان کړ او رایه ورکوونکو ته یې وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې «بې‌قانوني، بې‌پروايي او نامسؤلیتوب» په وړاندې ودرېږي.

اوباما، چې لا هم د دموکراتانو په منځ کې محبوب دی، په ویرجینیا او نیوجرسي کې په دوو غونډو کې د ټرمپ پر پالیسو سخت انتقاد وکړ.

نوموړي ویلي چې د هېواد سیاست «تورتم» ته تللی، او هره ورځ د سپینې ماڼۍ له لوري «نوې بې‌قانوني او بې‌پروايي» روانه ده.

هغه د ټرمپ تعرفوي پالیسۍ، د ملي ګارد د ځواکونو استول او د کانګرس د جمهوري‌پالو چوپتیا غندلې.

احمد شرع؛د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته د سفر پلان لري

0

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام باراک، اعلان کړی چې د سوریې ولسمشر احمد شرع به د نوومبر په لسمه نېټه واشنګټن ته سفر وکړي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د سفر همدغه مهالویش تایید کړی دی.

د سوریې یو باخبره سرچینه وایي چې تمه کېږي دغه سفر به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې ترسره شي.

دا به لومړی ځل وي چې د سوریې یو ولسمشر د امریکا پلازمینې واشنګټن ته رسمي سفر کوي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:چین سره د افغانستان سوداګري سږکال ۷۴۵میلیونه ډالرو ته رسېدلې

د افغانستان او چین ترمنځ د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې سوداګري ۷۴۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، خو د دغې سوداګرۍ ډېره برخه وارداتو پورې تړلې ده.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالاسلام جواد ویلي، د افغانستان صادرات چین ته تر ۱۸ میلیونه ډالره پورې رسېدلي، چې پکې تور جلغوزي، وچي زردالو او قیمتي ډبرې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې، له چین څخه د افغانستان واردات بیا ۷۲۷ میلیونه ډالره دي، چې زیاتره برخه یې د پنبې ټوکران، لمریز پلېټونه او برېښنايي وسایل جوړوي.

د وزارت په وینا، حکومت هڅه کوي د صادراتو کچه لوړه او د سوداګرۍ تله د افغانستان په ګټه درنه کړي.

ترکیه؛هاکان فیدان په استانبول کې د حماس د سیاسي دفتر له غړو سره لیدنه کړې

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د حماس د سیاسي دفتر له غړو سره لیدلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه ناسته د ترکیې په استانبول کې شوې ده.

دغه ناستې ته داسې مهال اشاره شوې چې قطر او امریکا د اسراییلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب کړی او لنډمهالی اوربند رامنځته شوی؛ خو سره له دې اسراییلو په ځینو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی دی.