جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 35

ايران:د هرمز تنګي ملي کول د تهران مهمه موخه ده

د ایران د پارلمان د رئیسه پلاوي ویاند عباس ګودرزي ویلي، لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې د ایران د نفتو ملي کول یوه تاریخي پرېکړه وه، اوس د هرمز تنګي د ملي کولو موضوع هم د هېواد لپاره مهمه مسئله ده.

هغه ویلي چې هرمز تنګی د سیمې او نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو ژور اغېز لري او ارزښت یې یوازې په اقتصادي عوایدو نه محدودېږي.

ګودرزي زیاته کړې چې د دوستو هېوادونو او بې‌طرفه لوریو بېړۍ کولی شي د ټاکل شویو اصولو له مخې له تنګي څخه تګ راتګ وکړي، خو که کوم هېواد د ایران پر ضد د دښمنانه فعالیتونو لپاره پوځي تجهیزات لېږدوي، ایران به په کلکه ورسره مقابله وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هرمز تنګی د ایران د ملي ګټو او امنیت یوه مهمه برخه ده او تهران به د خپلو امنیتي ملاحظاتو پر بنسټ چلند وکړي.

د کی‌ير سټارمر پر حکومت؛د نیوکو له افشا کېدو وروسته برېټانوی وزیر رسنيو ته سپيناوی ورکوي

ټاکل شوې ده چې یو برېتانوی وزیر پيټر منډلسن له هغو شخصي پیغامونو وروسته رسنیو ته څرګندونې وکړي چې د کی‌یر سټارمر د حکومت پر کړنو یې نیوکې کړې وې.

د دغو پیغامونو له افشا کېدو وروسته په برېتانیا کې سیاسي بحثونه تاوده شوي او د حکومت د دریځ او داخلي اختلافاتو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

تمه کېږي چې اړوند وزیر به د دې موضوع په اړه د حکومت دریځ روښانه کړي او د راپورونو په اړه به وضاحت وړاندې کړي.

د پخواني مشهور فوټبالر؛کیون کیګن د سرطان ناروغي خطرناک پړاو ته رسېدلې ده

د انګلستان پخواني مشهور فوټبال لوبغاړي او روزونکي کېون کېګن اعلان کړی چې د سرطان ناروغي یې څلورم پړاو ته تللې.

د سرطان څلورم پړاو تر ټولو پرمختللی او خطرناک حالت ګڼل کېږي چې په کې ناروغي د بدن ټولو برخو ته غځېدلې وي.

د نوموړي کورنۍ تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې کیګن د نس د دوامدارو ستونزو له امله روغتون ته تللی و او د معایناتو وروسته یې د سرطان تشخیص شوی دی.

کیګن ویلي چې د یوې ترافیکي پېښې وروسته د عملیاتو پر مهال د معایناتو له لارې دا ناروغي معلومه شوه، هغه زیاته کړې چې ډاکټرانو یې د درملنې د بریا کچه ۳۳ سلنه ښودلې، خو هغه لا هم د ژوند هیله لري او درملنه یې روانه ده.

د فوټبال نړۍ، کلبونو او مینه‌والو د هغه لپاره د ملاتړ او روغتیا هیلې څرګندې کړې دي او وایي چې کیګن د فوټبال په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.

انتونيو ګوترېش:لبنان به د کال له پای وروسته هم سوله ساتو ځواکونو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د روان کال تر پایه د لبنان د اوسني سوله ساتي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته به په دغه هېواد کې د سوله ساتو ځواکونو شتون ته لا هم اړتیا وي.

ګوترېش ټینګار کړی چې د لبنان د ثبات، امنیت او د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید د نړیوالې ټولنې ملاتړ دوام ومومي.

د هغه په وینا، د سوله ساتو ځواکونو شتون کولی شي د سیمې د امنیتي وضعیت په کنټرول او د شخړو د پراخېدو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

بل لورته راپورونه وایي چې د لبنان لپاره د نوي یا غځېدلي سوله ساتي مأموریت طرحه ښايي د متحده ایالات او اسراییل له مخالفت سره مخ شي، ځکه دواړه هېوادونه د دې ډول اقداماتو په اړه ځانګړې اندېښنې لري.

اوچا:د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو مرستو دوام له ګواښ سره مخ کړی دی.

د اوچا په وینا، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان لپاره د اړتیا وړ ۱.۷۱ میلیارد ډالرو څخه د مې میاشتې تر پایه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي، چې د ټولې اړتیا نږدې ۱۶ سلنه جوړوي.

اوچا خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ مالي مرسته برابره نه شي، میلیونونه افغانان به له حیاتي مرستو بې‌برخې پاتې شي او بشري اړتیاوې به لا پسې زیاتې شي.

افعانستان او پاکستان؛ راتلونکې اوونۍ د خبرو اترو لپاره کېني

حماسې مېډیا ته سرچینو ویلي چې د افغانستان او پاکستان پلاوي د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې په استانبول کې د جوړجاړي لپاره سره کېني.

سرچینو تایید کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ به غیر رسمي خبرې اترې د جون په اوومه، اتمه او نهمه په استانبول کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، دا غونډه په اصل کې له لوی اختر وړاندې پلان شوې وه، خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظيمي ستونزو له امله وځنډېده.

هم مهاله، حماسې مېډیا ته سرچینو ویلي، د تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو له امله غیر رسمي خبرې اترې په کابل کې نه ترسره کیږي.

بل لور د طالبانو د حکومت او پاکستان پلاوي هم د وروستي ځل لپاره د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د چین شینجیانګ سیمې په اورومچي ښار کې مذاکرات کړي و چې په کې دواړه لوري کومې مطلوبې پایلې ته ونه رسېدل.

د فلمونو د ناکامۍ پړه پر لیدونکو؟د وېګنېش شیون څرګندونو بحثونه راپارولي

د هندي فلم جوړونکي وېګنېش شیون وروستیو څرګندونو د سینما په نړۍ کې پراخ بحثونه راپارولي دي.

نوموړي د خپل وروستي فلم”Love Insurance “Kompany له خپرېدو وروسته ویلي چې د ټولنیزو رسنیو منفي فضا او ځینو سختو نیوکو د فلم پر استقبال اغېز کړی دی.

د هغه څرګندونو دا پوښتنه بیا راژوندۍ کړې چې ولې ځینې فلم جوړونکي د خپلو فلمونو تر ناکامۍ وروسته د لیدونکو، منتقدینو او یا هم آنلاین منفي تبصرو پړه یادوي، پر ځای د دې چې د فلم نیمګړتیاوې وارزوي.

ويل کيږي چې تر دې وړاندې نامتو فلم جوړونکي لوکېش کناګراج هم د خپل یوه فلم د ګډو غبرګونونو په اړه ویلي وو چې لیدونکو د فلم له ځینو برخو سره سمه اړیکه ونه نیوله.

د وېګنېش شیون د څرګندونو له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کاروونکو استدلال کړی چې د یوه فلم بریا یا ناکامي تر ډېره د کیسې، لارښوونې، اداکارۍ او د فلم د کیفیت پورې تړلې ده، او که یو فلم له لیدونکو سره اړیکه جوړ نه کړي، نو اصلي لامل یې باید د فلم په جوړښت کې ولټول شي.

په همدې حال کې، د سینما ځینې ملاتړي بیا باور لري چې ټولنیزې رسنۍ او له وخته مخکې منفي تبصرې کله ناکله د فلمونو پر سوداګریز بریالیتوب اغېز کولای شي.

ايران، لبنان ته:که د اسراییلو بریدونه دوام وکړي، امريکا سره به خبرې ودروو

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د لبنان د پارلمان له رئیس نبیه بري سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، ایران په تېرو دوو ورځو کې د اسراییلو د بریدونو د درولو لپاره جدي هڅې کړې دي.

قالیباف خبرداری ورکړی چې که بریدونه او تاوتریخوالی دوام ومومي، ایران به نه یوازې د خبرو اترو بهیر ودروي، بلکې د اسراییلو پر وړاندې به هم ودرېږي.

هغه زیاته کړې چې که د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو کومه هوکړه وشي؛ نو په هغې کې به د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې د بریدونو بندېدل شامل وي.

قالیباف همداراز ویلي چې حزب الله او د امل غورځنګ د لبنان او اسلامي امت دفاع کوي، او ټینګار یې کړی چې ایران د لبنان په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد په سویل کې، د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کوي.

په مقابل کې نبیه بري د ایران د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې لبنان به په دې حساسو شرایطو کې د ایران دریځ او ملاتړ هېر نه کړي.

د طالبانو حکومت:بامیانو ته د اختر په ورځو کې له ۳۰۰ زرو ډېرو سیلانیانو سفر کړی

د طالبانو حکومت د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د لوی اختر له رارسېدو وروسته د دې ولایت سیاحتي سیمو ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۳۰۰ زرو ډېر سیلانیان د بامیانو تاریخي او طبیعي سيمو ته ورغلي دي.

چارواکي وایي چې یوازې د بند امیر ملي پارک څخه له ۱۴۱ زرو ډېرو کسانو لیدنه کړې ده.

مسؤلین زیاتوي چې بامیان د خپلو تاریخي آثارو، ښکلو منظرو او طبیعي سیمو له امله د هېواد د مهمو ګرځندویزو مرکزونو په توګه مطرح دی، او د سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

سهيل شاهين:نړيوال دې پر افغانستان لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او تعامل دې زیات کړي

د طالبانو حکومت چارواکو یو ځل بیا پر افغانستان د لګېدلو نړیوالو محدودیتونو او بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په دوحه کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي چې د «اسلامي امارت» پر مشرانو سفري بندیزونه او پر افغانستان نور محدودیتونه نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.

د هغه په وینا، دغو بندیزونو تر اوسه د ستونزو په حل کې کومه اغېزمنه پایله نه ده لرلې؛ نو نړیواله ټولنه باید د فشار پر ځای د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

شاهین له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو اقتصادي فرصتونه او نړیوال تعاملات پیاوړي شي.