دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 35

سپینه ماڼۍ،له ایران سره د بندو دروازو تر شا خبرې کوو

0

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې له ایران سره به خپلې خبرې د رسنیو له لارې نه ترسره کوي.

په بیان کې ویل شوي چې دا خبرې ډېرې حساسې دي او باید په پټه ترسره شي.

همدارنګه امریکا ټینګار کړی چې هره ممکنه هوکړه به یوازې هغه وخت مني چې د دې هېواد ګټې پکې خوندي وي او ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

مارکو روبیو:د ایران له داخلي اختلافاتو او سخت‌دریځه نظام سره توافق لوی خنډ دی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې له ایران سره د هر ډول توافق تر ټولو لوی خنډ د دغه هېواد د دیني سخت‌دریځو مشرانو له خوا اداره کېدل دي.

هغه دا څرګندونې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې او زیاته کړې چې دا یوازې یو خنډ نه دی، بلکې یوه اساسي ستونزه ده.

د هغه په وینا، ایران دننه هم له جدي داخلي اختلافاتو سره مخ دی او دا اختلافات اوس تر پخوا ډېر څرګند شوي دي.

روبیو ټینګار کړی چې دغه داخلي درزونه د ایران د سیاسي وضعیت یوه مهمه ځانګړنه ده او د وخت په تېرېدو سره لا زیات ښکاره کېږي.

ضیاءالحق امرخېل:کونړ کې د پاکستان ننني بریدونه پر لبنان د اسراییل له بریدونو سره ورته‌والی لري

‏د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، د کونړ ولایت مرکز او ځینو ولسوالیو باندې د پاکستان له لوري نننی برید په بشپړ ډول د هغو بریدونو سره ورته والی لري چې اسراییلو پر لبنان ترسره کړي دي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«اسراییل غواړي د لبنان او نورو هېوادونو ځینې برخې تر خپل نفوذ لاندې راولي، او پاکستان هم هڅه کوي چې د ډیورنډ کرښې دېخوا ځینې سیمې ناامنه کړي او ولسونه وګواښي، څو خلک خپلې سیمې پرېږدي او داعش او نور ورانکاري عناصر هلته ځای پر ځای شي.»

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان دغه بمبار په کلکو ټکو غندي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د پاکستان دغه کړنه وغندي او اجازه ورنه کړي چې افغانان د دې توطیې لا زیات قرباني شي.

هغه د نننۍ پېښې قربانیانو ته د جنت الفردوس او زخمیانو ته د عاجلې شفا هیله څرګنده کړې.

عمر زاخېلوال:پر کونړ او سپین بولدک د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندم

د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخېلوال وایي، چې د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت، په ځانګړي ډول د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون، او همدارنګه د کندهار پر سپین بولدک شوي بریدونه د سختې غندنې وړ دي.

د هغه په وینا، په دې بریدونو کې د محصلینو او استادانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

زاخېلوال زیاتوي چې دا ډول بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د پاکستان لپاره نه یواځې دا چې د شته ناامنیو او امنیتي ګواښونو پر کمښت یې آغیز نشي لرلای بلکې برعکس به د لا ژورو ناامنیو او تاوتریخوالي وخیم عواقب ولري.

هغه د پېښې د قربانیانو لپاره د جنت او ټپیانو لپاره د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

حامد کرزی:پر کونړ د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندم

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې پاکستان یو ځل بیا پر کونړ او سپین بولدک بریدونه کړي دي.

د هغه په وینا، په کونړ کې د دغو بریدونو پر مهال د اسعدآباد پوهنتون هم په نښه شوی، چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور، د محصلینو په ګډون، ټپیان شوي دي.

کرزي دغه بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دا د پاکستان د هغې پالیسۍ برخه ده چې غواړي په افغانستان کې د تعلیم او پرمختګ رېښې وچې کړي.

نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د پاکستان دا ډول بریدونه په جدي ډول وڅېړي او د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت:پر سید جمال الدین افغان پوهنتون د پاکستان د پوځي رژیم برید بزدلانه، بې رحمه او د اسلامي اصولو خلاف عمل دی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کونړ ولایت پر سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د پاکستان د پوځي رژیم برید بزدلانه، بې رحمه او د اسلامي اصولو خلاف عمل دی

یاد وزارت ویلي چې دوی دغه برید په کلکو ټکو غندي.

په اعلامیه کې راغلي چې توغندي د پوهنتون شاوخوا سیمو کې لګېدلي، چې له امله یې شاوخوا ۳۰ تنه محصلین او استادان ټپیان شوي دي.

همدارنګه، د پوهنتون ودانیو او چاپېریال ته هم د پام وړ مالي زیان اوښتی دی.

سرچینې:په کونړ کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ۴ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي

د کونړ ولایت په اسعدآباد ښار او سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله د ځايي سرچینو په وینا ۴ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي سرچینې وايي چې په بریدونو کې د ملکي خلکو کورونه هم په نښه شوي او د سیمې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه طالبانو حکومت د دې پېښو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

راپورونه دا هم وايي چې ځینې اوسېدونکي د دوامداره بریدونو له امله له خپلو کورونو وتلي دي.

سرچینې:پر کونړ یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه کړي دي

د کونړ ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند د یارګل په سیمه کې د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د کونړ پوهنتون لیلیه هم په نښه شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې په پېښه کې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان زیانمن شوي، خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند.

تر دې دمه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نړیوال بانک:د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کې ۴ سلنه وده وکړي؛ خو سیمه‌ییز کړکېچونه ګواښ جوړوي

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې اټکل کړی چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۴ سلنه وده وکړي.

راپور وایي، دا پرمختګ به د کورني تقاضا د زیاتوالي، د خصوصي پانګونو د پراختیا او د هغو کډوالو د بېرته ستنېدو له امله وي چې د کار بازار ته داخلېږي.

خو په راپور کې خبرداری هم ورکړل شوی چې که په منځني ختیځ کې شخړې دوام ومومي، نو دا به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزې ولري.

سربېره پر دې، نړیوال بانک ټینګار کړی چې د افغانستان ډېره سوداګري له ایران سره تړلې ده.

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې کېږي، او که دا لاره بنده شي، نو اقتصادي وده به ټکنۍ شي او د بیو لوړوالی (انفلاسیون) به زیات شي.

ذبیح الله مجاهد:افغانستان کې د کمونیستي کودتا پیل د اشغال او جګړو تور فصل و

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د هېواد په تاریخ کې “توره ورځ” بللې او ویلي یې دي چې کمونیستي کودتا افغانستان د اوږدو جګړو، اشغال او بې‌ثباتۍ لورته یووړ.

په اعلامیه کې راغلي چې د کمونیستي رژیم له راتګ سره سم، د خلکو دیني او کلتوري ارزښتونه تر فشار لاندې راغلل او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې زمینه برابره شوه.

د مجاهد په وینا، همدې تحول د شوروي اتحاد یرغل ته لاره هواره کړه او هېواد یې د لسیزو جګړو ښکار کړ.

هغه ټینګار کړی، چې افغانانو د کمونیستي مفکورې پر ضد پراخه مبارزه وکړه او بالاخره یې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکړې.

نوموړي زیاته کړې چې د ثور اتمه د همدې مبارزې د بریا او د اشغال د پای سمبول دی.

اعلامیه زیاتوي چې «اسلامي امارت» ځان د همدې تاریخي بهیر د لاسته راوړنو ساتونکی ګڼي او هڅه کوي هېواد له هر ډول بهرني نفوذ او “نامشروع افکارو” څخه وساتي.

ذبیح الله مجاهد، له خلکو غوښتي چې د تېرو تاریخي تجربو په نظر کې نیولو سره د ملي یووالي، ثبات او د نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.