پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 348

د ملي پاڅون له پراخېدو سره هم‌مهاله؛د ایران حکومت د تهران هوايي حریم وتاړه

0

د نیوز ایکس ورلډ د راپور له مخې، تهران کې د ملي پاڅون له پراخېدو سره هم‌مهاله، د ایراني چارواکو د هوانوردۍ د خبرتیا (نوتام) په صادرولو سره د تهران هوايي حریم وتاړه.

د راپور له مخې، د ایران د ملکي هوايي چلند سازمان د نوتام په صادرولو سره د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر او د هېواد د یو شمېر مهمو هوايي ډګرونو فعالیتونه درولي دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې د ایرانیانو ملي پاڅون له سخت امنیتي غبرګون سره مخ شوی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې دې اقدام د امنیتي وضعیت، د الوتنو د ګډوډۍ او د زیاتېدونکو ناآرامیو پر وړاندې د حکومت د غبرګون په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي:ایران کې د اعتراضونو په اړه د اروپايي پارلمان دوه‌ګونی چلند او ریاکاري د منلو نه ده

0

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازولۍ د اروپايي پارلمان د غړو، د دغه پارلمان د رئیس په ګډون، د ایرانیانو د ملي پاڅون په اړه څرګندونې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

یادې استازولۍ ویلي چې د اروپایي ټولنې ریاکاري او د بشري حقونو او اصولو په وړاندې دوه‌ګونی چلند د کرکې وړ دی.

دغې استازولۍ زیاته کړې: «همدا د اروپايي پارلمان غړي چې په غزه کې د نسل‌وژنې او د اسراییلو د یرغلګرې جګړې پر مهال د سلګونو ایرانیانو د وژل کېدو پر وړاندې چوپ پاتې شول، اوس هڅه کوي چې په ایران کې د سوله‌ییزو اعتراضونو په اړه تحریف شوې کیسې خپرې کړي او د دښمنانه موخو لپاره د ایران د خلکو د حقونو په نوم د تمساح اوښکې توی کړي.»

ملګري ملتونه:نړیوال اقتصاد د اوږدمهالې ټیټې ودې له خطر سره مخ دی

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په نړیوال اقتصادي راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ اقتصاد د کرونا وبا له مخکینۍ دورې سره په پرتله د اوږدمهالې ټیټې ودې له جدي خطر سره مخ دی.

د راپور له مخې، که څه هم په ځینو هېوادونو کې اقتصادي فعالیتونه روان دي؛ خو اوسنی اقتصادي رشد هغه وړتیا نه لري چې پراخ او ټولشموله پرمختګ تضمین کړي.

ملګري ملتونه وايي، د اقتصادي ودې ګټې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي او د عایداتو نابرابري، بې‌وزلي، او کاري فرصتونو کمښت لا هم جدي ننګونې دي.

راپور ټینګار کوي چې که نړیوال اقتصاد د دوامدارې او ټولشمولې ودې پر لور ونه ځي، نو د پرمختګ تشه به لا پراخه شي.

په راپور کې پر هېوادونو غږ شوی چې د اقتصادي اصلاحاتو، پانګونې، او ټولنیزو ملاتړکوونکو پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي، تر څو وکولای شي د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي او د اقتصادي ودې ګټې ټولو ته ورسېږي.

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر:د نیکولاس مادورو د نیولو پر مهال د امریکا په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي

0

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د وژل شویو ډېره برخه د مادورو امنیتي ځواکونه وو چې په خپل‌سري ډول په نښه شوي دي.

تر دې مخکې وینزویلايي چارواکو د تلفاتو شمېر تر ۴۰ زیات ښودلی و.

امریکا د روانې اوونۍ د شنبې په شپه په یوه پوځي عملیاتو کې مادورو او د هغه مېرمن نیولي او د محاکمې لپاره یې نیویارک ته لېږدولي دي.

دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي او ځینو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

له پېرلو تر پوځي ګواښ؛پر ګرینلینډ د امریکا خطرناک بحث

0

ارمان افغان؛ حماسه میډیا

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وانس ویلي چې ګرینلنډ د امریکا او اروپا د توغندیزې دفاع لپاره ستراتېژیک او «حیاتي» اهمیت لري، خو په وینا یې ډنمارک او اروپايي متحدینو د دې سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره کافي پانګونه او جدي اقدامات نه دي کړي.

وانس فاکس نیوز ته په مرکه کې ټینګار وکړ چې د احتمالي روسي یا چینايي توغندیز ګواښ پر وړاندې د لویدیځ د دفاع مهم بنسټونه پر ګرینلنډ ولاړ دي.

هغه وویل: «که خدای مه کړه پر اروپا یا امریکا اټومي برید وشي، ګرینلنډ د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.»

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې امریکايي چارواکي د ګرینلنډ د پېرلو پر احتمالي وړاندیز «فعاله» خبرې کوي؛ هغه څرګندونې چې د ناټو د یوه غړي، ډنمارک، سخت غبرګون یې پارولی.

کوپنهاګن خبرداری ورکړی چې د ګرینلنډ الحاق یا پوځي ګواښ به د ناټو د یووالي لپاره جدي زیانمن تمام شي.

په مقابل کې، ډنمارک او ګرینلنډ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټاپو د پلور وړ نه دی.

د فرانسې، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیې او ډنمارک مشرانو په ګډه اعلامیه کې د ډنمارک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ګرینلنډ په اړه پرېکړه یوازې د ګرینلنډ د خلکو او ډنمارک حق دی.

دوی همداراز د ملګرو ملتونو د منشور پر حاکمیت او د سرحدونو پر نه‌ماتېدونکي اصل ټینګار کړی.

د ګرینلنډ یو استازی په ډنمارکي پارلمان کې د امریکا څرګندونې «ښکاره ګواښ» بللي، خو ویلي یې دي چې واشنګټن به ښايي پرلپسې فشارونه زیات کړي.

په سیمه کې ځینې اوسېدونکي بیا وايي، د اقلیم بدلون او د یخ وېلې کېدل د دوی د ژوندانه تر ټولو ستره ستونزه ده.

ګرینلنډ د شمالي امریکا او قطب ترمنځ موقعیت لري، د امریکا د پیتوفیک فضا اډه پکې فعاله ده او د نایابه منرالونو او انرژۍ د زېرمو له امله یې نړیوال اهمیت لا زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت:د ځينو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د تعرفو کمېټې د بازار د تنظیم او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.

د یاد ریاست په وینا، د نوې پرېکړې له مخې د پلاسټيکي څپلۍ او بوټانو ګمرکي تعرفه چې پخوا ۳۰ سلنه وه، اوس ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

همداراز د پټاکۍ او کاغذباد تعرفه چې تر دې وړاندې ۱۰ سلنه وه، د پام وړ زیاتوالي سره ۸۰ سلنې ته رسېدلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د موسمي مېوو لکه ناک، انګور او توت‌زمیني تعرفه هم د کورني حاصلاتو د ساتنې په موخه په موسمي ډول له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د مالیې وزارت وایي، دا بدلونونه به د کورني بازار توازن، د ځایي تولیداتو ملاتړ او د غیرضروري وارداتو کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

د سچن ټنډولکر زوی؛ارجن ټنډولکر د خپل واده نیټه اعلان کړه

0

د هند د مشهور کرکټر سچن ټنډولکر زوی ارجن ټنډولکر ډیر ژر واده کوي.

د هند د رسنیو له راپورونو سره سم، د ۵۲ کلن سچن ټنډولکر ۲۶ کلن زوی ارجن د خپل ژوند نوې مرحله د مارچ په ۵ مه د خپلې نامزادې سانیه چندوک سره پیلوي.

راپورونه وایي چې دغه واده به د ټنډولکر کورنۍ لپاره یوه یادګاري او د خوشحالۍ ډکه پېښه وي.

د راپورونو په وینا، واده به په ممبۍ کې ترسره شي، ساده او شخصي مراسم به ولري، او یوازې نږدې کورنۍ او ځانګړي دوستان به پکې ګډون کوي.

د یادونې ده چې سانیه چندوک یوه کاروباري ښځه ده او د ممبۍ د مشهور سوداګر روی ګهي لور ده.

ارجن او سانیه د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې نامزادي کړې وه.

د شیخ هبت‌الله د حکم پر بنسټ؛په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې بدلونونه رامنځته شوي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ‌ هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس نوې ټاکنې شوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت مخکنی وزیر ملا عبداللطیف منصور؛ د کلیو بیا رغونې او پراختیا د وزیر په توګه، د کلیو بیا رغونې او پراختیا مخکنی وزیر ملا محمد یونس اخندزاده؛ د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه، د ټولګټو وزارت مخکنی مالي او اداري معین ملا عبدالحق همکار؛ د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس په توګه، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو مخکنی معین قاري محمد یونس راشد؛ د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د افغانستان برېښنا شرکت مخکنی عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر؛ د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس په توګه ټاکل شوي.

ترکيې؛د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅې بندې کړې

هندي رسنۍ راپور ورکړی چې ترکيې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټيکو هڅو له ناکامېدو وروسته خپل منځګړيتوب بند کړی دی.

د نیوز ۱۸ ټلویزیوني شبکې په وینا، انقرې دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د طالبانو حکومت د پاکستان غوښتنې ونه منلې.

پاکستان د طالبانو له حکومت غوښتي وه چې د تحریک طالبان پاکستان غړي سپارل، د ډيورنډ کرښې ترڅنګ پنځه کیلومتره حایل سیمه جوړول، د ترانزیټي سوداګرۍ کنټرول، پر کابل د اسلام‌اباد د امنيتي برلاسۍ پېژندنه او افغان کډوالو بېړنۍ ستنیدنه شاملې وې.

د طالبانو حکومت دغه ټولې غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي چې د ملي حاکميت خلاف دي.

سید اکبر اغا:ډېری مسولینو د قدرت د ساتلو لپاره د استعمار کړۍ ته غاړه ایښې

پخواني طالب چارواکي مولوي سید اکبر اغا ویلي، په اسلامي نړۍ کې نن یوازې د اسلام نوم پاتې دی، خو عملي بڼه یې له جدي ستونزو سره مخ ده.

د نوموړي په وینا، ډېری مسؤلین د قدرت د ساتلو لپاره د استعمار کړۍ ته غاړه ایښې او خپل ملتونه یې له همت او ارادې بې‌برخې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې ځینې ملتونه یا د غفلت په خوب ویده دي، یا یې د حق ویلو توان له لاسه ورکړی او یا یې د دنیايي تاوان له وېرې چوپتیا غوره کړې ده.

سید اکبر اغا ویلي چې دا د افسوس ځای دی چې سپېڅلی جهاد د بربریت په نوم یادېږي، خو د بادارانو په اشاره هر ډول ناحقه مقابلې ته چمتووالی ښودل کېږي.

د هغه په خبره، هغه جګړې چې د اسلام پر ضد وي، مالي لګښت یې همدا اسلامي هېوادونه پر غاړه اخلي او په دې توګه د جهاد سپېڅلی مفهوم تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.