شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 339

د چارلي کرک د وژنې په تور؛د امریکا حکومت یو ۲۲ کلن ځوان نیولی

0

‏د امریکا فدرالي پلټنو ادارې (FBI) د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې تایلر رابینسن، ۲۲ کلن ځوان، د چارلي کرک د وژنې په قضیه کې د اصلي مظنون په توګه نیول شوی دی.

د سی‌بی‌اس او بي‌بي‌سي ګډو سرچینو ویلي، رابینسن چې د یوتا جنوبي سیمې اوسېدونکی دی، د خپلې کورنۍ پلار ته د قتل اعتراف کړی دی.

د یوتا والي اسپنسر کاکس د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال څرګنده کړې چې د رابینسن د کورنۍ یوه غړي دا موضوع له یوه کورني ملګري سره شریکه کړې او وروسته د همدې ملګري له لارې د سیمې له مشر سره اړیکه نیول شوې ده.

کاکس زیاته کړې، تایلر رابینسن دا مهال د یوتا کاونټي په زندان کې تر څار لاندې ساتل کېږي.

ازبکستان:د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته نه سپارو

ازبکستان هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته ورکوي.
د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند احراز برخانوف هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغان پوځ پخوانۍ چورلکې طالبانو ته سپاري.
برخانوف وویل: “دا راپورونه سم نه دي او ازبکستان به یادې چورلکې طالبانو ته ورنه کړي.”

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ازبکستان د افغان پوځ پخوانۍ چورلکې کابل ته سپاري.

ځینو رسنیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې ازبکستان موافقه کړې چې چورلکې بیرته ورکړي.

اشرف غني:خلیلزاد په لوی لاس په افغانستان کې د “فاسد” او د جنګي ډلو جوړ حکومت رامنځته کړ

د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړ چې افغان حکومت یې جنګسالارانو ته سپارلی وو.

ښاغلي غني وویل چې ده ته “فاسد” او له “جنګسالارانو” جوړ حکومت په میراث رسیدلی وو.

پخواني ولسمشر زیاته کړه که چیرې د هغه پلانونه چې هغه د مالیې وزیر و، پلي شوي وای، نو نن به هیواد په بل حالت کې وای.

غني ټینګار وکړ چې د جنګسالارانو حکومت د خلیلزاد د پلان پایله وه، او د دې پلان هدف دا و چې جنګسالاران واک ته ورسیږي او دوی ته واک وسپارل شي.

پخواني ولسمشر وپوښتل: “په داسې حالت کې موږ د څه ډول حکومت تمه کولی شو؟”

د طالبانو د لومړي رژیم له نسکوریدو او د دیموکراتیک حکومت له تاسیس وروسته، زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا استازی و او د لنډمهاله او انتقالي حکومت په جوړولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا په خپل حکومت کې د فساد په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې هیڅ اداره د کورنیو چارو وزارت په څیر فاسد نه وه. هغه وویل چې دا ډول فساد په سیمه کې بې ساري و.

غني د بن له غونډې وروسته د موقتې ادارې د جوړولو پر څرنګوالي هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، “د انتقالي حکومت په جریان کې، د افغانستان د راتلونکي لپاره درې روښانه لارې وې: د خدمت پر بنسټ او پرمختیایي حکومت جوړول چې د خلکو د لسیزو اوږد درد درملنه وکړي؛ د مافیا حکومت جوړول چې پکې یو څو اشخاص پانګوال شي؛ یا له یو بحران څخه بل بحران ته تلل. له بده مرغه، د جمهوریت په پیل کې زموږ د وړاندیزونو ردولو، د بنسټیزو اصلاحاتو پریښودو، او د بنسټیز پرمختیایي لید په رامینځته کولو کې پاتې راتلو سره، هیواد په دویمه او دریمه لاره کې واچول شو.”

یروشلم:القاعده د جمهوریت له سقوط وروسته بېرته منظمه شوې او له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړې دي

یروشلم ورځپاڼې په تازه مقاله کې لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر سقوط وروسته القاعده شبکه یو ځل بیا په پټه بېرته منظمه شوې او له طالبانو سره یې نږدې اړیکې پيل کړي دي.

د مقالې له مخې، القاعده اوس هم په افغانستان کې روزنیز کمپونه لري، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د دغه شبکې ملاتړ به نه کوي.

راپور زیاتوي، چې د شبکې مهم مشران لکه حمزه بن لادن او سیف العادل د افغانستان او سیمې په کچه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د دوی په باور، د طالبانو ترمنځ دننه اختلافات، د پاکستاني طالبانو تحریک او سیمه‌ییز ملاتړ کولای شي د القاعده د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

بارک اوباما:د القاعده لخوا پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې برید نه هیروو

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ۲۴مې کلیزې په مناسبت ویلي چې د ۲۰۰۱کال د تروریستي پېښې قربانیان به هېڅکله هېر نه کړو.

اوباما په خپله ایکس پاڼه لیکلي:«موږ باید د هغو کسانو د ژوند او قربانۍ د درناوي لپاره د یووالي او زړورتیا ارزښتونه ژوندي وساتو.»

د یادونې ده چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې ډلې له لوري پر امریکا ترسره شول چې نږدې درې زره کسان یې ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

نتانیاهو:په قطر کې برید د سپتمبر د پېښې وروسته د امریکا د عملیاتو په څېر و

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قطر پلازمېنې دوحې باندې د اسراییلي هوايي بریدونو د پراخو نړیوالو نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې دا اقدام د امریکا له هغه پوځي عملیاتو سره ورته و، کوم چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو وروسته په افغانستان کې ترسره شول.

نتانیاهو ټینګار کړی چې اسراییل د «د اکتوبر د اوومې د بریدونو اصلي طراحان» په قطر کې په نښه کړل.

نوموړي په ایکس کې په خپره شوې څرګندونه کې له قطر او هغو هېوادونو وغوښتل چې د ده په خبره ترهګرو ته پناه ورکوي، یا دې هغوی وشړي او یا دې د عدالت منګولو ته وسپاري.

دی وایي که دغه هېوادونه اقدام ونه کړي، اسراییل به خپله اقدام وکړي.

سیف الدین لټون:په پنجشیر کې د ټولو دولتي او خصوصي رسنیو تلویزیوني خپرونې بندې شوې

د طالبانو حکومت د پنجشیر د والي ویاند سیف‌الدین لټون رسنیو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو د تلویزیوني خپرونو پر خپرولو بشپړ بندیز لګول شوی دی.

د نوموړي په وینا، دا پرېکړه نن پنجشنبه د پنجشیر د ولایتي چارواکو په یوه غونډه کې وشوه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت له لوري د ساه لرونکو په انځورونو بندیز لګېدلی و.

عبدالغفور لېوال:د نړۍ استبدادي نظامونه به د نیپال په څېر چپه شي

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، که فکر وکړئ، چې د نیپال واکمني تر دې لس ځلې ظالمه، خونړۍ او فاسده وای؛ خو د هیندوانو د مقدسو متونو په زور یې خپله واکمني د خدایانو واکمني ثابتولای، خپلې هرې چارې و کړنې ته یې دیني رنګ ورکولای او هر ډول مخالفت یې د تکفیر په ډبرو ویشتلی، ایا چا به جرئت کړی وای، چې داسې یې راوپرځوي؟

نوموړی زیاتوي، نړۍ استبدادي واکمنۍ به تر دې روسته همدا تګلار و کړنچار خپلوي.

د یادونې ده، چې قهرېدلو لاریون کوونکو تېره ورځ د نیپال لومړی وزیر استعفا ته اړ او نظام یې سقوط کړ.

امرالله صالح:امریکا د طالبانو په ملاتړ سره د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو روایت خیانت کړ

د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې خونړۍ پېښې وروسته نړۍ له امریکا سره ودرېده؛ خو واشنګټن وروسته د طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په دوحه کې د یوې معاملې په لاسلیکولو سره دغه باور او همدردي زیانمنه کړه.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې له ۲۰۲۱ کال د اګست راوروسته، امریکا هره اوونۍ طالبانو ته له ۴۰ تر ۶۰ میلیونه ډالر برابروي، چې دا کار د ترهګرۍ او د هغې پر ضد د مبارزې مانا او مفهوم ته اساسي بدلون ورکړی.

نوموړي ویلي:«هغه څوک چې د سپتمبر د پېښې وروسته د امریکا ترڅنګ ودرېدل، اوس تعقیبېږي، زندانونو ته اچول کېږي، شکنجه کېږي، وژل کېږي او په ډله‌ییز ډول بې‌کوره کېږي. امریکا نور د یوه باوري ځواک په توګه د اعتبار وړ نه ده پاتې.»

هغه زیاته کړې چې دی د سپتمبر د پېښې نه مخکې هم د طالبانو پر وړاندې پورته شوی و او له ۲۰۲۱ وروسته یې هم د خپل هېواد د آزادۍ لپاره مبارزه روانه ساتلې؛ خو د واشنګټن پر روایت نور باور نه لري او هغه یې «بشپړ خیانت او تېروتنه» بللې.

عاطف مشعل:د نړۍ سیاسي بدلون کې افغانستان ته ښه فرصت دی چې د باعزته ملت په توګه بیا را ژوندی شي

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، چې په چټک بدلون موندونکي نړیوال سیاسي نظم کې اسراییل هڅه کوي د امریکا د ځواک په کارولو د لوی اسراییل د جوړېدو لپاره ګام واخلي او نړیوال نظام د پاکس امریکانا نه پاکس جودیکا ته واړوي.

د نوموړي په خبره، دا به منځنی ختیځ د نړیوالو قدرتونو د رقابت د جنګ ډګر کړي، چې روسیه، چین او د نړیوال جنوب ځینې هېوادونه د امریکا او لویدیځ د کمزوري کولو لپاره هڅې کوي.

مشعل زیاتوي، که اسراییل خپلو ظالمانه سیاستونو ته دوام ورکړي، د څو قطبي نړۍ د جوړېدو مخه به ونه نیسي او دا هڅه به په لوړ قیمت پای ته ورسېږي.

ده ټینګار کړی چې افغانستان اوس د باعزته ملت او دولت په توګه د بیا راژوندي کېدو ځانګړی فرصت لري.