سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 330

ملا عبدالغني برادر؛د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سره په کابل کې وکتل

0

د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په ارګ کې د امریکا د ولسمشر د بندیانو چارو ځانګړي استازي ادام بویلر په مشرۍ پلاوي سره، چې پخوانی امریکايي استازی زلمی خلیلزاد هم پکې شامل و، لیدنه وکړه.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سیمې پر وضعیت او د زندانیانو د تبادلې پر موضوع خبرې کړې.

د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر په دې ناسته کې ویلي چې د «اسلامي امارت» تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شوی، اداري فساد او د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق بند شوي، صادرات او ملي عواید لوړ شوي او د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شوې ده.

خبرپاڼې ویلي، چې نوموړي ټینګار وکړ چې د پانګونې لپاره اسانه قوانین جوړ شوي او د اقتصادي پراختیا لپاره ملي ستراتیژي او مشورتي بورډ رامنځته شوی دی.

هغه له امریکا غوښتي چې پر افغانستان د فشار پر ځای تعامل ته مخه کړي او د هېواد په بیارغونه او پانګونې کې رول ولوبوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې امریکايي استازي ادام بویلر د افغانستان د اقتصادي پرمختګ ستاینه کړې او ویلي چې دواړو هېوادونو د دوحې تړون ښه عملي کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا د افغانستان له خصوصي سکتور سره د ګډو پانګونو لپاره تیاره ده او دواړه لوري به د زندانیانو د تبادلې پر سر همکاري وکړي.

بویلر د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د عملي اقداماتو هرکلی هم کړی.

افغانې خبریالې؛سلما نیازۍ د ۲۰۲۵ کال د «ځوان خبریال» نړیواله جایزه وګټله

د «افغان‌ټایمز» رسنۍ مدیره سلما نیازۍ د هند او پرو له دوو نورو خبریالانو سره یو ځای د ۲۰۲۵ کال د «ځوان خبریال» نړیوالې جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.

دا جایزه د نړیوالو ځوانو رهبرانو ټولنې له‌خوا ورکول کېږي.

سرچینې ویلي، چې د سلما نیازۍ ژورنالېستي فعالیتونه د افغانستان نویو ښځینه خبریالانو ته الهام‌بښونکي دي او د ښځو لپاره د غږ، حقیقت او مقاومت یوه نمونه ده.

نیازۍ، چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللې وه، له دوو کلونو پټ ژوند وروسته ایرلنډ ته کډواله شوې ده.

نوموړې له هغه ځایه خپل کار ته دوام ورکړی او له هغو خبریالانو سره یې همکاري کړې چې لا هم په افغانستان کې پټ فعالیت کوي.

د طالبانو حکومت؛د روغتیا وزارت مرستیال حمدالله زاهد د روغتیايي نندارتون لپاره هند ته سفر کړی

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو مرستیال وزیر، حمدالله زاهد، تېره اونۍ هند ته سفر کړی و.

راپور زیاتوي، د نوموړي د سفر هدف د روغتیايي او درمل جوړونې نندارتون کې ګډون و.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، دغه سفر په داسې وخت کې شوی چې ګنګوسې دي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ښايي روان کال هند ته سفر وکړي.

هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو له کابل سره د اړیکو د ښه کېدو هڅې یې پیل کړې دي.

امیرخان متقي؛د ټرمپ د ځانګړي استازي اډم بولر او زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره ولیدل

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ له هغه پلاوي سره وکتل، چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم پکې شامل و.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د اتباعو د ستونزو، په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل.

هغه ویلي، چې په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شته او راتلونکو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د بندیانو پر مسئله، خبرې به دوام وکړي.

د فطرت په خبره، امیرخان متقي د خبرو په پیل کې د دوحې پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، اوس ښه فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او هېڅ داسې پېچلې ستونزه نه شته چې حل یې ستونزمن وي.

د نوموړي په خبره، د امریکايي پلاوي مشر په خپله وینا کې د ختیځو ولایاتو د وروستۍ زلزلې په تړاو خواخوږي څرګنده کړې او کابل ته خپل سفر یې ګټور وباله.

د فطرت لیکلي، امریکایي پلاوي ویلي، چې دواړه لوري باید د تېرو ناستو پر تعقیب عملي ګامونه واخلي تر څو مثبتې پایلې ترلاسه شي.

یاد پلاوي ویلي چې امریکا د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه تحمیل کړي.

نیوزیلېنډ؛په اوکلېنډ کې د فلسطین د ملاتړ لپاره لسګونه زره کسان سړکونو ته راوتلي

0

د راپورونو له مخې، د نیوزیلېنډ په اوکلېنډ ښار کې زرګونو کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریون کړی دی.

د لاریون تنظیموونکي وايي شاوخوا ۵۰ زره کسان راوتلي؛ خو پولیس دا شمېر ۲۰ زره ښيي.

لاریونوالو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او شعارونه یې ورکړي؛ خو کومې ګډوډۍ نه دي رامنځته شوي.

په همدې حال کې بیا د نیوزیلېنډ لومړي وزیر د اسرائیل تګلاره د شرم وړ بللې ده.

زلمي خلیلزاد؛د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسید

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی.

حماسه میډیا ته سرچینو ویلي چې خلیلزاد به د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره ناستې او خبرې وکړي.

دا چې د خلیلزاد کابل ته سفر د کومې موخې لپاره دی تر دې دمه نور جزیات نه دي څرګند شوي.

جنوبي وزیرستان؛علي‌وزیر ولسوالۍ کې پر پوځ د ټي‌ټي‌پي برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۴ ټپیان دي

0

د جنوبي وزیرستان علي‌وزیر ولسوالۍ کې د بادار درې په سیمه کې پر یو پوځی کاروان برید کې لږ تر لږه ۱۲ پوځيان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، برید د کمین په ډول ترسره شوی و.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې جنګیالیو یې د پوځ وسلې هم له ځان سره وړي دي.

دا د ۲۰۲۴ د ډسمبر وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې، هغه مهال هم د ټي‌ټي‌پي په ورته برید کې ۱۶ پوځيان وژل شوي وو چې ورسره هممهاله د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره ترسره شول.

روسیه؛کامچاتکا سیمه کې ۷.۴ درجې زلزله شوې

0

د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا سیمې په ساحلي برخه کې ۷.۴ درجې زلزله شوې.

د زلزلې مرکز د پیتروپاولوسک-کامچاتسکي ښار څخه شاوخوا ۱۱۲ کیلومتره لرې د ۳۹ کیلومتره په ژوروالي رامنځته شوې.

له پیښې وروسته د سونامي لومړنی خبرداری هم خپور شوی و خو څو ساعته وروسته لغوه شو.

د زلزلې د اووښتو تلفاتو په اړه تر دې دمه د زیان یا مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

کونړ؛د شیګل ولسوالۍ د څارنې د مدیریت رییس او زوی یې کور کې د چاودنې له امله وژل شوي

په کونړ ولایت کې د شیګل ولسوالۍ د طالبانو حکومت د څارنې د مدیریت رییس شبیر احمد د خپل کور دننه د چاودنې له امله وژل شوی دی.

د پېښې په ترڅ کې د نوموړي زوی هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي سرچینو ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د ده په کور کې ایښودل شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.

تر اوسه سیمه‌ییزو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

وای‌نټ:پر قطر د اسرائیل برید د ناسمو استخباراتي معلوماتو له امله ناکام شو

0

د وای‌نټ د راپور له مخې، د قطر یوه لوړپوړي سرچینې ویلي چې د حماس مشران په دوحه کې پر ځای نه وو چېرته چې د اسراییلو برید شوی و.

وای‌نټ زیاته کړې چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو د نیمګړتیا له امله ناکام شول.

ویل شوي که د قطر یو لوړپوړی چارواکی، چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اړیکو مسوول دی، په دغه ځای کې موجود وای، برید به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر ستر کړکېچ رامنځته کړی وای.

د اسراییلو څلورو امنیتي چارواکو وای‌نټ ته ویلي چې د قطر پر ضد د برید پرېکړه په اسراییلو کې د سختو نیوکو سره مخ شوې ده.