جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 308

کونړ؛د تېرې شپې زلزلې پراخه مرګ‌ژوبله اړولې

سره له دې، چې په کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پراخه مرګ‌ژوبله رامنځته شوې؛ خو تر اوسه یې کره معلومات نشته.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یوازې په نورګل ولسوالۍ کې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.

بل لورته بیا له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله ۲۵۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان دي.

لاهم د تلفاتو کچه وروستۍ نه ده او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شي.

د ګلبدین حکمتیار پڅ غبرګون؛پاکستان سره ستونزه باید د زور له لارې حل نه شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر خوست او ننګرهار د پاکستان بریدونو ته دوه ورځې وروسته یو پڅ غبرګون ښودلی.

هغه دوه ورځې وروسته ویلي، چې دا بریدونه غندي؛ خو په ورته وخت کې یې د طالبانو له حکومت هم غوښتي، چې د دې ستونزې لپاره سوله‌ییزې حل لارې ولټوي.

نوموړي لیکلي، چې دا ستونزه د زور ازمایلو له لارې نه حلیږي.

د یادونې ده، چې پاکستان پر خوست او ننګرهار بریدونه وکړل، چې ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

شیخ هبت‌الله؛د شاعرۍ او مشاعرو لپاره د محدودیتونو نوی قانون اعلان کړ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د شاعرانو د مشاعرو لپاره نوی قانون اعلان کړ چې د بیان او شاعرۍ پر ازادۍ د سختو محدودیتونو په توګه کتل کېږي.

دغه قانون د عدلیې وزارت په ۱۳ مادو کې خپور کړی او د شاعرانو لپاره ګڼې «سرې کرښې» ټاکل شوي دي.

د قانون له مخې، شاعران نه شي کولای د مشاعرو پر مهال د طالبانو د اسلامي شعائرو پر وړاندې څه ووايي، د قومونو او ژبو تر منځ د تفرقې خبرې وکړي، د هلکانو او نجونو د ستاینې یا ورسره د دوستۍ د بلنې شعرونه ووایي، او نه هم د طالبانو د مشر د پرېکړو او فرمانونو نیوکه وکړي.

طالبانو همدارنګه اعلان کړی چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي به په ټولو مشاعرو کې حاضر وي او که هر څوک له شرایطو سرغړونه وکړي د طالبانو د شریعت له مخې به په سختو سزاوو محکوم شي.

دغه تازه بندیزونه وروسته له هغې لګول کېږي چې د سږکال د نارنج ګل مشاعرې پر مهال مرحوم مطیع‌الله تراب د یوه شعر له لارې د طالبانو مشر ته ویلي وو چې نور دې «مخ ښکاره کړي او کابل ته دې راشي» هغه شعر چې د هبت‌الله د پټ پاتې کېدو موضوع یې یو ځل بیا د خلکو ترمنځ ګرمه کړه او له امله یې هبت الله د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري ساجد له دندې ګوښه کړ.

پنجاب؛د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۰ نور کسان مړه شوي

0

پاکستاني چارواکي وایي چې د پنجاب ایالت د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

دوی وايي چې د درېیو لویو سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله پراخ سېلابونه راوتلي، چې له امله یې کلیوالې سیمې لاندې شوې دي.

راپورونه ښيي چې د ټول هېواد په کچه د وروستیو طبیعي پېښو له کبله تر ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي، پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او سلګونه زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

د شانګهای همکاریو سازمان سرمنشي:افغانستان کې د ښځو د حقونو محدودیت او د ترهګرۍ شتون لا هم جدي ستونزې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌دار ویلي، طالبانو په خپل حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سلګونه پلویان ځای کړي او اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې پر دې ډلې اقدامات وکړي.

هغه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خولې ویلي چې ۷۰۰ سرحدي پوستې د دغې ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره جوړې شوې دي.

اسحاق‌دار ټینګار کړی چې غوښتنه یې روښانه ده:«یا دې د تحریک طالبان پاکستان غړي له پولو لرې کړي او یا دې اسلام‌اباد ته وسپاري.»

هغه زیاته کړې،.چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی او د چین ـ پاکستان ـ افغانستان د اورګاډي پروژه به ستر اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل او څو تنه عام وګړي یې ووژل.

اسحاق ډار:د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي سلګونه کسان په خپلو لیکو کې شامل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌دار ویلي، طالبانو په خپل حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سلګونه پلویان ځای کړي او اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې پر دې ډلې اقدامات وکړي.

هغه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خولې ویلي چې ۷۰۰ سرحدي پوستې د دغې ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره جوړې شوې دي.

اسحاق‌دار ټینګار کړی چې غوښتنه یې روښانه ده:«یا دې د تحریک طالبان پاکستان غړي له پولو لرې کړي او یا دې اسلام‌اباد ته وسپاري.»

هغه زیاته کړې،.چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی او د چین ـ پاکستان ـ افغانستان د اورګاډي پروژه به ستر اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل او څو تنه عام وګړي یې ووژل.

د ازادۍ جبهه:کندز کې مو دوه طالبان ووژل

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د کندز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې یې د طالبانو حکومت پر قرارګاه برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۲ طالب سرتېري وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې ویلي، چې دغه برید تېره شپه ترسره شوی.

سیمه‌ییزو سرچینو هم د کندز ښار کې د یوې چاودنې راپور ورکړی و.

دغې جبهې دوه ورځې وړاندې هم په کابل ښار کې د طالبانو پر یوه مرکز د برید مسوولیت منلی و.

جرمني؛افغان کډوال پر خپلو دوو هېوادوالو د چړې برید کړی

د جرمني د ګوسترو ښار د کډوالو په یوه کمپ کې یو افغان کډوال پر خپلو دوو هېوادوالو د چړې برید کړی دی.

د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان ځای پر ځای وژل شوی او بل تن په سخت ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

د روستوک څارنوالۍ ویلي، ۲۳ کلن افغان تورن تر برید وروسته نیول شوی او دا مهال تر محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل کېږي.

عیني شاهدان وایي چې بریدګر د پېښې پر مهال د ودانۍ په دویم پوړ کې پر دواړو کسانو څو ځله د چړې ګوزارونه وکړل، او ویل کېږي چې نوموړي تر پېښې وړاندې شراب څښلي وو.

د دې کمپ ډېری اوسېدونکي د افغانستان او سوریې کډوال دي.

پاول ډي‌مېلر:واشنګټن په افغانستان کې نه جګړه وګټله او نه یې باثباته دولت جوړ کړ

د امریکا استخباراتو پخواني لوړپوړي غړي او د پوهنتون استاد پاول ډي مېلر ویلي، چې متحده ایالتونه په افغانستان کې نه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بریالي شول او نه یې یو باثباته دولت جوړ کړ.

هغه دا څرګندونې د خپل نوي کتاب «ماتې انتخاب» په تړاو کړي، چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د جګړې، پرېکړو او ناکامیو ارزونه کوي.

ډي مېلر وايي، واشنګټن خپلې اساسي موخې، لکه د القاعده له منځه وړل، د ترهګرو د پناه ځایونو ختمول او د افغان دولت جوړول پوره نه کړې.

هغه د دوحې تړون، د پاکستان دوه‌ګونې سیاست او د امریکا دننه بوروکراتیک سیستم د ماتې مهم عوامل ګڼي.

دی وایي، د جګړې مسئولیت یوازې پر ولسمشرانو نه، بلکې د امریکا پر ولس هم دی، ځکه همدوی دا مشران ټاکلي وو.

ملګري ملتونه:زیاتره افغانان د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې د افغانستان نږدې نوي سلنه خلک په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده کړو پلوي کوي.

د دې ادارې د بشري حقونو مشرې، سوفیا کالتورپ، په جینوا کې ویلي چې د جولای او اګست په میاشتو کې ترسره شوې سروې ښيي، چې اووه نوي سلنه ښځې باور لري چې د زده کړو بندیز د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی، ناهیلي یې کړې او پر رواني حالت یې سخت اغېز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کالو راهیسې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او د خلاصېدو هیڅ څرک یې نه لېدل کېږي.