جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 307

یوناما:زموږ د مرستې ټیمونه کونړ ته رسېدلي او دا مهال بیړنۍ مرستې وړاندې کوي

اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، او په کابل کې د جاپان سفیر د تېرې شپې زلزلې په تړاو د افغانستان له خلکو سره خواخوږي ښودلې ده.

یوناما وايي چې د دوی د مرستې ټیمونه سیمې ته رسېدلي او دا مهال بیړنۍ مرستې وړاندې کوي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله په کونړ کې ۶۱۰ تنه مړه شوي دي.

محسن داوړ:نړیواله ټولنه دې د ناورین په دې شیبو کې د افغانانو ملاتړ وکړي

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د هېواد په ختیځ کونړ او ننګرهار کې د تېرې شپې پر زلزلې خواشیني ښودلې.

هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د ناورین په دې شېبو کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ګلبدین حکمتیار:په کور دننه او بهر دې شتمن افغانان د زلزله‌ځپلو لاسنیوی وکړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ختیځو ولایتونو ــ نورستان، کنړ، ننګرهار او لغمان له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې ستر مصیبت بللی ده.

نوموړي په کور دننه او بهر پر شتمنو افغانانو غږ کړی، چې د اړمنو لاسنیوی وکړي.

د یادونې ده، چې د دغې زلزلې له امله تر اوسه نږدې ۷۰۰ کسان مړه او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:تر اوسه په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ۶۲۲ تنه مړه شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کونړ او ننګرهار د وړمې شپې زلزلو له امله تر دې دمه ۶۲۲ تنه وژل شوي او ۱۵۵۵ تنه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په کنړ کې ۶۱۰ تنه مړه او ۱۳۰۰ ټپيان، او په ننګرهار کې ۱۲ مړه او ۲۵۵ ټپيان ثبت شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني مسوولینو ته امر کړی، چې ژر تر ژره زیانمنو ته رسېدنه وکړي.

امرالله صالح:هېواد کې د مشروع دولت د نشتوالي ترڅنګ طبيعي پېښو هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي، هېواد د مشروع دولت او ملي حاکميت له نشتوالي سره مخ دی او په دې سختو حالاتو کې طبيعي پېښو هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي.

نوموړي غوښتنه کړې چې د ننګرهار او کنړ زلزله‌ځپلو ته د رسېدو لپاره بايد ټول افغانان په ګډه او يو موټی اقدام وکړي.

هغه دغه راز ویلي، چې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو سره دې د مرستو د منظمې همغږۍ زمينه برابره شي.

ریچارډ بنټ:د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله په رامنځته شویو زیانونو خواشینی یم

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د زلزلې له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه خواشیني ښوودلې.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د قربانیانو کورنیو ته باید عاجلې مرستې ورسول شي.

بل لورته کابل کې د جاپان سفارت هم ویلي، چې دوی په دې پېښه خواشیني دي او د قربانیانو له کورنیو سره ځانونه په دې غم کې شریک بولي.

ننګرهار؛د زلزلې له امله لس تنه مړه او ۲۵۰ نور ټپیان دي

ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه لس تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا شمېرې لاهم وروستۍ نه دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

کونړ؛د زلزلې د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته ورسېد

کونړ کې د شوې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر لوړ شو.

ځايي سرچینې وايي، چې تر اوسه هلته ۷۰۰ تنه مړه شوي.

ویل کېږي، چې لاهم د یو شمېر لرو زیانمنو سیمو جزیات نه دي شریک شوي.

کونړ؛نورګل ولسوالۍ کې زلزلې څلور کلي په بشپړ ډول له منځه وړي

د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د ودیر، شوماش، مسود او اریت کلي په بشپړ ډول له منځه‌ تللي.

د معلوماتو له مخې؛ هلته لاهم ګڼ شمېر خلک تر خاورو لاندې دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي او لاهم ګڼ شمېر خلک تر خاورو لاندې دي.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس، تر اوسه هلته ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

راشد خان او رحمن الله ګربز؛کونړ کې د زلزلې د زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه خواشیني ښوودلې.

د هېواد کرکټ نامتو لوبغاړو راشد خان او رحمن الله ګربز پر خپلو فیسبوک‌پاڼو لیکلي، چې د دغې پېښې له امله خواشیني دي او د قربانیانو له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بولي.

د یادونې ده، چې دغې زلزلې په کونړ کې په پراخه کچه زیانونه اړولي دي.