په ګلګت بلتستان کې د وسلهوالو په برید کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او بل سخت ټپي دی.
سیمهییز چارواکي وايي، برید د هاډر سیمې په یوه پوستې شوی او اوس مهال د بریدګرو د لټون عملیات روان دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
په ګلګت بلتستان کې د وسلهوالو په برید کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او بل سخت ټپي دی.
سیمهییز چارواکي وايي، برید د هاډر سیمې په یوه پوستې شوی او اوس مهال د بریدګرو د لټون عملیات روان دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار، سرګي شویګو ویلي، لوېدیځ هېوادونو په افغانستان کې خپله ستراتیژیکه ونډه له لاسه ورکړې ده.
شویګو په یوې لیکلې مقالې کې څرګنده کړې چې، که څه هم ناټو د طالبانو حکومت نه مني؛ خو بیا هم هڅې روانې دي څو د دې سازمان پوځي حضور یو ځل بیا په سیمه کې ځای پر ځای شي.
هغه زیاتوي چې د برېتانیا، جرمني او امریکا له لوري دطالبانو حکومت مشرتابه سره د اړیکو د پراخېدو هڅې ښکاره شوې دي، او د همدې هدف له مخې د دغو هېوادونو استازي په پرلهپسې توګه کابل ته سفرونه کوي.
پاکستاني متقاعد جنرال انعام الحق ویلي، چې افغانستان د لویو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په درشل کې دی او د طالبانو حکومت له جدي ننګونو سره مخ دي.
هغه د طالبانو حکومت په لیکو کې د اداري فساد زیاتوالی، اقتصادي سقوط، او د ټيټيپي ګواښونه جدي ګڼلي دي.
نوموړي همدارنګه ویلي چې داعش-خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د طالبانو لپاره نوې امنیتي ستونزې جوړې کړي دي.
د هغه په خبره، چین هم د طالبانو له حکومت غوښتي چې د اویغور ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د جمعیت علمای اسلام غړی مفتي کفایت الله څو ورځې وړاندې د خپل زوی له خوا په ډزو ټپي شوی و، چې تېره شپه یې د اسلاماباد په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي زوی خپلې دوه خورګانې او یو ورور هم وژلي دي.
تر اوسه د دغې پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې.
د جمهوري نظام پخواني ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي پر ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو د پاکستاني ډرون بریدونه غندلي.
هغه ویلي، چې دا د پاکستان غلې سیاست دی.
نوموړي طالبانو ته ویلي چې هېواد د دم او تعویذ په واسطه نه بلکې د علم په ځواک ساتل کېږي.
سره له دې، چې پر خوست او ننګرهار د پاکستان د وړمې شپې برید سخت توند غبرګونونه را وپارول؛ خو تر برید ۲۴ ساعته وروسته د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په یوې پڅې اعلامیې بسنه وکړه.
روسیې تېره ورځ په کیف کې هوايي برید کړی، چې په کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په برید کې د اروپایي ټولنې ډیپلوماټیکو دفترونو ته هم زیان رسیدلی دی.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د هوکړې هڅې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان له لوري د خوست او ننګرهار په سیمو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د وژلو پېښې په کلکه غندلي او ویلي چې دا ډول کړنې د ترهګرۍ پر ضد عملیات نه، بلکې خپله د ترهګرۍ تر ټولو بدترین شکل دی.
د راپورونو له مخې، په دغه بریدونو کې څو تنه ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان دي.
هغه د شهیدانو نومونه داسې خپاره کړي دي:
نوریده د پلار نوم علي ګل ـ عمر اووه کاله
همایون د پلار نوم عبدالله ـ عمر اووه کاله
حمزه د پلار نوم قضفي ـ عمر څلور کاله
زخمیان:
حبیبالله د پلار نوم دانون ـ عمر ۱۹ کاله
مخي ګله د پلار نوم نعیم ګل ـ عمر ۱۶ کاله
ثنا د پلار نوم دانون ـ عمر ۷ کاله
نیجه د پلار نوم دانون ـ عمر ۱۳ کاله
پښتین زیاته کړې، چې د ملکي وګړو وژل یوازې په خوست او ننګرهار پورې محدود نه دي، بلکې د ډېره اسماعیل خان شیرانو، ټانک، وزیرستان، لکي مروت، بنو، کرم، خیبر، تیراه او تر باجوړ پورې په ټوله پښتونخوا کې هره ورځ پښتانه ماشومان، ښځې او عام وګړي په نښه کېږي.
هغه ټینګار کړی:«د یو آزاد هېواد په توګه باید د افغانانو وینه، اوښکې او ابرو دومره اسانه نه وي چې هره ورځ د کډوالو په نوم یې په کورونو ورننوځي، په زور یې وشړي، او بیا په خپل خوست او ننګرهار کې هم په بمونو ماشومان ورته شهیدان کړي او کورونه یې وران کړي.»
منظور پښتین پر ځوانانو غږ کړی چې د روان ظلم پر وړاندې د مبارزې لپاره تیار اوسي او که څه له وسه نه کېږي، لږ تر لږه خپل غږ دې پورته کړي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستاني الوتکو هغه برید په کلکه غندلی چې د افغانستان په خاوره ترسره شوی او د ملکي خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د شهادت لامل شوی دی.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ډول “ظالمانه او وحشیانه اقدامات” نه یوازې د هېڅ لوري په ګټه نه دي، بلکې د دواړو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو د خلکو ترمنځ د واټن، کرکې او بېباورۍ د زیاتېدو سبب ګرځي.
اعلامیه ټینګار کوي چې د پاکستاني ځواکونو دا “بېمسؤلیته کړنې” به عواقب ولري.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت دغه اعلامیه له برید ۲۴ ساعته وروسته خپره شوه.
وروسته له هغه چې پاکستاني پوځ په خوست او ننګرهار کې د افغان خاورې پر ځینو سیمو توغندیز بریدونه وکړل، اسلام اباد کې د افغانستان د جمهوري حکومت پخواني سفیر نجیب الله علي خیل، دا بریدونه د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د افغان ولس پر وینو تېری بللی دی.
علي خیل ویلي، دا ډول پېښې یوازې نن نه، بلکې د جمهوري نظام پر مهال هم د پاکستان له لوري د بېلابېلو پلمو لاندې تکرارېدې؛ خو افغان حکومتونو به یوازې اعتراضونه کول.
هغه ویلي: «اصلي لامل زموږ دننه نفاق او د پردیو ګټو لپاره د هېواد کمزوری کول دي، چې نن یې ټول افغانان د خپلې وینې او عزت په بیه پرېکوي.»
د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې ملي حاکمیت له منځه تللی دی، د هېواد اساسي قانون منسوخ شوی، ملي بیرغ تر پښو لاندې شوی او د ملي سرود غږول جرم ګڼل کېږي.
نوموړی وایي، ولسي جرګه او د مشرانو جرګه نه شته، د ملي نصاب پر ځای د اکوړه خټک د مدرسې نصاب تطبیق شوی چې پکې د تاریخ او ملي ارزښتونو ځای نشته.
د هغه په خبره، د خلکو په کلتوري ارزښتونو او خصوصي حریم ښکاره تېری شوی او د افغانستان پر ځای “طالبستان” رامنځته شوی دی.