سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 307

د طالبانو حکومت:یواځې په یوه ورځ ۳۱۳۴افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه ۵۸۱ کورنۍ چې ۳۱۳۴ تنه کېږي په اجباري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، راستنو شویو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او مخابراتي اسانتیاوو لازم خدمات وړاندې شوي دي.

تر ټولو ډېر راستنېدونکي مهاجرین د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي، چې شمېر یې ۳۹۱ کورنیو او ۲۱۸۳ تنو ته رسېږي.

له دې وروسته د ننګرهار تورخم له لارې ۵۵۱ تنه، د نیمروز ورېښمو لارې ۲۳۴ تنه، د هلمند بهرامچه ۱۰۹ تنه او د هرات اسلام‌کلا له لارې هم سلګونه کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.

د راپور له مخې، په همدې ورځ ۶۶۰ کورنۍ چې ۳۲۱۸ تنه کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او سلګونو کورنیو ته نغدي مالي مرستې هم ورکړل شوې دي.

د مهاجرینو عالي کمېسیون ټینګار کوي، چې د راستنېدونکو افغانانو د اساسي اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی او د هغوی د منظم ځای پر ځای کېدو لپاره به خپلې هڅې لا پسې پراخې کړي.

ملګري ملتونه:د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز درې میاشتې تېرې شوې؛ خو هېڅ بدلون نه دی راغلی

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو برخې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د دې ادارې د ښځینه کارکوونکو پر کار د روان بندیز درې میاشتې پوره شوې؛ خو د دې محدودیت د لېرې کولو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

بیان ټینګار کوي چې ښځې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو مهمه ستنه جوړوي، او د هغوی له ګډون پرته د ښځو او نجونو اړتیاوو ته رسېدل ناشوني دي.

ملګري ملتونه زیاتوي چې دا بندیز د دغه بنسټ له منشور سره په ټکر کې دی او د طالبانو حکومت له ځینو چارواکو غواړي چې پرېکړه بېرته لغوه کړي، څو د بشري مرستو مخه بنده نه شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت ځانګړې ناسته جوړوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د روانې چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۰مه، د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.

دا غونډه به د نیویارک پر وخت سهار ۱۰ بجې او د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.

یوناما ویلي، تمه ده چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت هر اړخیز بحث وشي او د امنیت شورا غړي به د هېواد د اوسني وضعیت په اړه نوې پرېکړې او دریځونه شریک کړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې افغانستان له سختو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

فضل فضلي:‏د “غتو، غتو بمونو…” د روایت جوړونکې جبهې د پاکستان د بریدونو ملاتړ کوي او د واک ترلاسه کولو لپاره اسلام آباد ته سفرونه کوي

د چارو ادارې پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي په یوه لیکنه کې د مقاومت په نوم د جبهې په غړو سختې نیوکې کړي.

ښاغلي فضلي لیکلي:«‏د “غتو، غتو بمونو…” د روایت جوړونکې جبهې دوو پخوانیو ویندویانو د خپل پخواني عادت سره سم، د پاکستان د پوځ لخوا پر افغان خاوره د پراخو او شدیدو بریدونو هرکلی او ملاتړ کړی.»

ښاغلي فضلي وړاندې لیکلي:«‏د پردیو وسلو او ځواک پر مټ د افغانستان د ستونزې د حل غوښتونکې ډلې ټپلې، په عین حال کې هویتي حربه هم کاروي؛ همدا هویتي پروژه او د پردیو په زور پر جګړې ټینګار، د پردیو د پلان او زموږ د بربادۍ اساسي عناصر دي.»

د چارو ادارې پخواني مشر د طالبانو په حکومت نیوکه کړې او غوښتي یې دي چې: « که شخړه مو ظاهري نه وي نو سمدستي راولپېنډۍ سره خپلې ټولی پخوانۍ اړیکې وغندي، ولس ته د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي او د ښځو او نجونو پر مخ د زده‌کړو او کار دروازې پرانیزي. »

فضل فضلي ویلي:«هغه چې د پاکستان د بریدونو ملاتړ کوي او پرله‌پسې اسلام‌آباد ته سفرونه کوي، او بله پر هېواد حاکمه ډله، دواړه نیابتي جوړښتونه دي. د دوی تر منځ اختلاف پر واک دی، نه پر اصولو»

حماس:د جګړې له پای ته رسېدو سره وسلې راتلونکې فلسطیني ادارې ته سپارو

0

د حماس یوې لوړپوړې سرچینې ویلي چې که د اسراییلو جګړه پای ته ورسېږي، دغه ډله چمتو ده خپلې وسلې د راتلونکې فلسطیني ادارې واک ته وسپاري.

د حماس د مرکچي ټیم مشر او د غزې مسئول خلیل الحیه څرګنده کړې: «کله چې اشغال ختم شي، موږ به خپلې وسلې نوي فلسطیني دولت ته وسپارو.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په غزه کې د اسراییلو له لورې هر وخت بریدونه ترسره کېږي او لسګونه کسان وژل کېږي.

احمد الشرع:سوریه کې ولسمشریزې ټاکنې به تر راتلونکو څلورو کلونو ترسره شي

0

د سوریې لنډ مهالي ولسمشر احمد الشرع د دوحې فورم په ۲۳مه غونډه کې اعلان وکړ چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په سوریه کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

هغه وویل چې په اوسني حکومت کې ټولې ډلې ګډون لري او د مذهب او قومیت پر بنسټ د واک وېش لویه تېروتنه ګڼي.

الشرع ټینګار وکړ چې ټاکنې د انتقالي پړاو له اصولو سره سم ترسره کېږي او د امریکا د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې به د سوریې اقتصادي وضعیت ښه شي.

هغه اسرائیل د سوریې پر خاوره د زرګونو بریدونو په ترسره کولو تورن کړ او وې ویل چې دا بریدونه د غزې جګړې له مسؤولیته د تېښتې هڅه ده.

قطر او اوزبیکستان؛د افغانستان د وضعیت په اړه پر ګډو او همغږو اقداماتو ټینګار کړی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مجید بن محمد الانصاري، د دوحې فورم ۲۳مې غونډې پر مهال د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشیف سره جلا ناسته کړې ده.

په دې لیدنه کې د دوحې او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر نويو لارو چارو خبرې شوې دي.

دواړو لورو د افغانستان اړوند وروستیو سیاسي او بشري تحولاتو ته هم کتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د کابل په اړه باید همغږي، عملي او ګډ اقدامات پیاوړي شي، څو سیمه‌ییز ثبات او د افغانستان د خلکو ملاتړ تضمین شي.

هند؛په ګوا ایالت کې د نایټ‌کلپ اورلګېدنه کې ۲۳ تنه مړه شوي

0

په هند کې د ګوا ایالت د اراپور سیمې په یوه نایټ‌کلپ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، اور د شپې له یوه بجې وروسته بل شو او د ژغورنې ټیمونه سمدستي سیمې ته ورسېدل.

چارواکي وايي چې اور د کنټرول لاندې راوستل شوی او د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

روسیې؛افغانستان ته د غنمو صادراتو لپاره چمتوالی ښودلی

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفارت اعلان کړی، چې د روسیې د خېرسون سیمې والي، ولادیمیر سالدو، افغانستان ته د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره خپل چمتو والی اعلان کړی دی.

دا څرګندونې د «Dom Tauricheskiy» په نړیوال اقتصادي او پانګونې فورم کې شوي، چې پکې د طالبانو حکومت سفیر مولوي ګل حسن حسن هم ګډون درلود.

ګل حسن حسن د دغه وړاندیز هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو، د وارداتو او صادراتو د لارو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د ژورتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی.

سفارت زیاته کړې، ورته فورمونه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله سوداګریزو همکاریو لپاره نوې زمینې برابروي.

شاه محمود میاخیل:د ډیورند پر سر هېڅ پټه معامله نه ده شوې او که شوې وای؛ نو پاکستان به دا موضوع ښکاره کړې وه

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل « د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت» په سیمنار کې ویلي، چې د څلورو لسیزو جګړو پاکستان ته زمینې برابرې کړې چې د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې په ګڼو برخو کې تر پخوا ډېر افغانستان ته ننوځي، پوستې او چیک‌پاینټونه جوړ کړي، اغزن تار ولګوي او پوځي استحکامات ټینګ کړي.

هغه وایي، دا وضعیت د تېر حکومت د کمزورۍ پایله وه؛ خو دا په هیچا د ډیورند کرښې د رسمي منلو معنی نه لري او نه کوم پټ توافق شوی دی.

میاخیل زیاتوي چې د ډیورند د فرضي کرښې په اړه پرېکړه د دواړو خواوو د ولسونو حق دی او تر اوسه هغه شرایط نه دي برابر شوي چې ولسونه په ازاده توګه خپلې پرېکړې وکړي.

میاخیل ټینګار کوي چې دا داعیه د افغانانو له منځه نه شي لرې کېدای تر څو چې خلکو خپله وروستۍ فیصله نه وي کړې.

هغه دا هم څرګنده کړې چې د اغزن تار، بارډر منېجمېنټ او ورته نورو موضوعاتو په اړه د جمهوریت په دوره کې له پاکستان سره هېڅ پټه معاهده نه ده لاسلیک شوې، او که داسې کوم سند وای؛ نو پاکستان به حتماً هغه خپور کړی وو.