د راپور له مخې، نوموړې په ډزو ولګېده، سیند ته ولوېده او له خپل درې کلن زوی سره یوځای ډوبه شوه.
راپور دا هم ویلي چې د اپرېل په لومړیو کې په چین کې د اوربند له خبرو وروسته، افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د نه زیاتېدو ژمنه کړې، خو نښتې لا هم په بشپړ ډول نه دي درېدلې.
د افغان چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د کونړ ولایت د اسعداباد پر یوه پوهنتون د مرمۍ لګېدو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهام د سيبياېس نیوز د راپور په اړه، چې پکې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په بهیر کې د پاکستان د احتمالي رول او د ایران د الوتکو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې مطرح شوې وې، ویلي که دا معلومات سم وي نو دا موضوع باید د واشنګټن د راتلونکو ډیپلوماټیکو ارزونو په چوکاټ کې جدي وڅېړل شي.
ګراهام ټینګار کړی چې د منځګړیتوب هر هغه رول چې د بېطرفۍ له اصولو سره ټکر ولري، د باور وړ نه ګڼل کېدای شي، او د امریکا پالیسۍ جوړوونکي باید د داسې ادعاوو په رڼا کې خپل دریځونه بیا وارزوي.
دغه بحث وروسته له هغه راپورته شوی چې سيبياېس نیوز ادعا کړې وه پاکستان د تهران او واشنکټن د منځګړیتوب د یوې مرحلې پر مهال د ایران ځینو الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې د پناه ورکولو اجازه ورکړې.
هاخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سيبياېس نیوز دغه ادعا چې په نور خان بیز کې یې ایراني الوتکو ته د درولو اجازه ورکړې، په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې دا یو ګمراه کوونکی تور دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په بنو کې د پولیسو پر مرکز برید په افغانستان کې پلان شوی و.
مجاهد ویلي، «اسلامي امارت» دا تورونه بېاساسه ګڼي او ټینګار کوي چې د ستونزو حل باید د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ولټول شي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.
د یادونې ده چې ددغه برید په تور د پاکستان حکومت تېره ورځ د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب هم احضار کړی وو.
د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سرای نورنګ په ګڼه ګوڼه لرونکي بازار کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د چاودنې له امله ګڼ شمېر دوکانونه او موټرونه زیانمن شوي دي.
د پولیسو ویاند ویلي، چې په وژل شویو کې دوه د ټرافیک پولیس هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې چاودنه ځانمرګی برید و او که چاودېدونکي مواد د موټرسايکل یا موټر سره ځای پر ځای شوي وو.
د روغتیايي سرچینو په وینا، ځینې ټپیان په نازک حالت کې دي او د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان تحريک انصاف او ټيټيپي، ترمنځ هیڅ واضح توپیر نشته او دا ټولې ډلې له یوه لوري چلول کېږي.
نوموړي دا څرګندونې د وژل شوي پاکستاني مذهبي عالم مولانا شېخ ادریس د فاتحې په مراسمو کې کړي دي.
ایمل ولي خان په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې د پښتنو د حقونو لپاره د روانو مبارزو او د وسلوالو ډلو ترمنځ کرښه ډېره مبهمه شوې ده او د هغه په وینا دا ټول حرکتونه په یوه سیاسي او فکري محور راټول دي.
وال سټریټ ژوزنال په یو راپور کې ويلي، متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه ترسره کړي دي.
دغه ورځپاڼې ويلي، چې متحده عربي اماراتو دغه اقدام د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ کې په مستقیم ډول د جګړې فعال اړخ ګرځولی دی.
راپور زیاتوي، د روان کال په اپرېل میاشت کې د ایران د لاوان ټاپو پر یوه د تېلو تصفیهخونه برید شوی و، چې د ایران د انرژۍ له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې، خو پخوانیو دریځونو ته یې اشاره کړې چې پکې ابوظبۍ د دښمنانه اقداماتو پر وړاندې پوځي ځواب خپل مشروع حق بللی و.