پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 294

ذبیح الله مجاهد:د پاکستان پوځ کې یوه کړۍ زمونږ پر وړاندې دسیسې جوړوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په پاکستان کې ځانګړي کسان د «اسلامي امارت» پر ضد دسيسې جوړوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان د افغانستان د امنیت د ښه والي او سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو پر وړاندې ناخوښ دي.

هغه دغه راز ویلي، چې دغه کسان د پاکستان د پوځ یوه حاکمه ډله ده چې له افغانستان سره ښې اړیکې نه لري او له همدې امله دسيسې جوړوي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان د داعش غړي پټوي، یا دې مهم غړي ونیسي یا دې افغانستان ته وسپاري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي، چې پاکستان د داعش خراسان څانګې غړي پټوي.

هغه له پاکستانه غوښتي چې د داعش مهم غړي ونیسي یا یې افغانستان ته وسپاري.

نوموړي ادعا کړې چې د داعش نوې روزنیزې مرکزونه د خیبر پښتونخوا په سیمه کې جوړ شوي دي.

مجاهد دغه راز ویلي، چې افغانستان د خپل سرحد او هوايي حریم د دفاع حق لري.

په عین حال کې مجاهد د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د هند سفر “یو عادي دوه اړخیز تعامل” بللی او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد باید له دې امله اندېښمن نه وي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان سره نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او له ۲۵ زیاتې پوستې له منځه تللې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د پاکستاني ځواکونو سره د وروستیو سرحدي نښتو پر مهال پاکستان ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مجاهد ادعا کړې چې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، لسګونه ټپیان دي، او د طالبانو نهه سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی.

هغه ویلي چې له ۲۵ زیاتې د پاکستان پوځې پوستې له منځه وړل شوې او ګڼ شمېر وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

اسماعیل بقایي:تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت له لوري د پاکستاني ځواکونو پر سرحدي پوستو د غچ اخیستونکو عملیاتو وروسته، دواړو لورو ته د زغم سپارښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی او دواړه هېوادونه باید د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت درناوی وکړي.

بقایي زیاته کړې چې ایران چمتو دی د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اړیکو د عادي کېدو لپاره د منځګړیتوب او همکارۍ رول ولوبوي.

پاکستان؛نن د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې

پاکستان نن د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست امر قریشي بدلون ویلي، چې دا پرېکړه د «اسلامي امارت» ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوځیانو د غچ اخیستنې عملیاتو په غبرګون کې شوې ده.

دا مهال سلګونه مسافر، لسګونه باروړونکي موټر او ناروغان د تورخم دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

زلمی خلیل‌زاد:د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتې د پاکستاني هوايي بریدونو د غچ په هدف شوې دي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو لامل د پاکستان د هوايي بریدونو غچ بللی دی.

خلیل‌زاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دغه نښتې د غچ اخیستنې او مخنیوي په هدف ترسره شوې دي.

طالبانو تېره شپه له پاکستاني ځواکونو سره پر فرضي کرښو سخته جګړه وکړه، چې د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو حکومت:د هلمند بهرامچه کې درې پاکستاني پوستې نیول شوي او ۱۵ سرتېري وژل شوي

‏د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس راشد هلمندي ویلي، افغان ځواکونو د تېرې شپې په درې ساعته عملیاتو کې د بهرامچې ولسوالۍ په شکېج، بي بي جاني او صالحانو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو درې سرحدي پوستې نیولې دي.

نوموړي رسنیو ته څرګنده کړې چې په دې عملیاتو کې د پاکستان ۱۵ سرتېري وژل شوي او د هغوی له لیکو څخه پنځه کلاشنکوفونه، یوه دهشکه، د شپې دوربین او د یو وژل شوي سرتېري جسد د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

هلمندي زیاته کړې چې عملیات د سیمه‌ییزو ځواکونو له لوري ترسره شوي او اوس سیمه د طالب ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

قطر:افغانستان او پاکستان دې د شخړو پر ځای د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولو پر سر د رامنځته شوو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې قطر دواړه هېوادونه هڅوي څو د شخړو د هوارولو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي، نه دا چې د تاوتریخوالي له لارې ستونزې حل کړي.

د وزارت په وینا، اړینه ده چې د اختلافاتو د پراخېدو مخه ونیول شي او د سیمې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ګډې هلې ځلې وشي.

اعلامیه زیاتوي، قطر چمتو دی چې که اړخونه وغواړي، د منځګړیتوب او د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت:په پاکستاني ځواکونو ځوابي برید پای ته ورسید

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د «اسلامي امارت» وسلوالو ځواکونو د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان د خاورې د نقض په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني امنیتي پوستو انتقامي بریالي عملیات ترسره کړي دي.

اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات نن شپه په دولس بجې پای ته رسېدلي دي.

یاد وزارت زیاتوي:«که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي زموږ وسلوال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.»

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندهار کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ جګړه؛د پاکستان سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته لوېدلې

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له سختې جګړې وروسته د پاکستان یوه سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

امنیتي سرچینې وایي چې په دې نښته کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې د جګړې پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.